څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه پر مهال
د لرې او برې پښتو نخوا سياسى بڼه
په دى مقاله کې به د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه په مهال کې د پيښور ، کابل کندهار او د افغانستان د ځينو نورو مهمو ځايونو د سياسى او تاريخى وضعى په اړه به يو څه معلومات وړاندى شى .
(( عبدالقادر خان خټک په ١١٢٤ هـ ق _ ١٩١٤ م کال کې د گلستان په ترجمه باندى بوخت وه د پښتو ژبى د نوميالى شاعر خوشحال خان خټک زوى دى ، دى په ١٠٦٣ هـ _ ١٦٥٢ م کال کې زيږيدلى دى ، په ١١٢٤ هـ کال کې په نو ښار کې گوشه نشين شو او په همدى کال کې د سعدى د گلستان په ترجمى باندى بوخت وو )) ( ١ )
په دغو کلونو کې افغانستان د دريو مقتدرو پاچاهيو په مينځ کې پروت و ، يوې خواته په هندوستان کې د مغولو پاچاهى وه ، چې د هغوى حاکميت په ټول هندوستان کې ، په پيښور او د هغه په شاو خوا او په کابل او د هغه په شاو خوا و ، بل لورى ته د صفويانو حکمرانى وو چې هرات او کندهار د هغوى تر تسلط لاندى وو ، او د افغانستان شمالى ولايتونه دميمنى څخه تر بلغ او تخارستان پورى د منځنۍ آسيا د ماوراء النهر تورانى د پاچاهانو تر لاس لاندى و ، چې زياتره وختونه ددى سيمى د نيولو او لاندى کولو په سر ددى دريو قدرتونو تر منځ دير خونړى جنگونه هم کيدل په دى مقاله کې ددى دريو قدرتونو د جگړو په اړه ، چې ددى سيمى د نيولو او لاندى کولو په سر شوي دي د مستند و تاريخى منابعو په بنا به معلومات وړاندى شى .
(( د صفوى پاچا شاه عباس د مرگ نه وروسته د هغه لمسى په ١٦٣٧ م کال کې په تخت کښيناست . دا وخت په هندوستان کې د جهانگير د مرگ نه وروسته د اکتوبر په ٢٨ مه نيټه د هغه زوى شاه جهان د ډيلى پر تخت باندى کښيناست . شاه جهان کله چې د صفوى پاچا د بى عدالتيواو ناوړو خو يو نو نه خبر شو ، نو يو لوى پوځ پې د کندهار د نيولو له پاره وليږه ، په هغو ورځو کې على مردان خان يو ډير قابل او دانشمند ايرانى د کندهار والى و . همدغه على مردان خان د صفوى پاچا د ناوړه کارونو په وجه کندهار د هندوستان شاهنشاه ته وسپاره او پخپله ډهلى ته روان شو .
په ١٦٤١ م کال کې صفوى پاچا مړ شو او د هغه زوى شاه عباس ثانى پاچا شو . په ١٦٤٨م کال د دسمبر په مياشت کې شاه عباس ثانى کندهار ته را ورسيد . د کندهار ښار يې محاصره کړه . او رنگ زيب د شاه جهان زوى په دى ورځو کې په لاهور کې اوسيده د پلار په حکم فوراً د يو لوى پوځ سره کندهار ته روان شو . په دى جنگ کې او رنگ زيب ناکام شو او د ژمى تيرولو دپاره کابل ته راغى .
بل کال او رنگ زيب د يو غښتلى پوځ سره د کندهار د نيولو په نيت له کابل نه روان شو او د کندهار ښار يې محاصره کړه ، په دى دوهمه جگړه کې بيا او رنگ زيب ناکام شو .
( ١ ) _ خټک _ عبدالقادر خان _ گلدسته _ د گلستان سعدى پشتو ترجمه _ پښتو اکډمى پښوريو ينورسټى _ ٦١ مخ .
شاه جهان ددى نه پس او رنگ زيب د کن ته واستاوه ، د شاه جهان بل زوى دارا شکوه د هغه په غوښتنه دريم ځل د کندهار د نيولو دپاره وليږه ، له سختو جگړو څخه وروسته د هغه پوځ هم ناکام شو )) . ( ٢٠ )
په دى ترتيب مغولى فوځونه په کندهار کې ناکام شول او بيرته د کابل خوا ته راغلل او کندهار د صفويانو په لاس کې پاتى شو ، کابل او د هغه شاو خوا سيمى د مغلو په لاس کې وې ، همدارنگه هرات او شمالى سيمى ځينې برخى د صفويانو تر ادارى لاندى وې ، او د غزنى سيمى د محلى حکمرانانو له خوا اداره کيدل . د ١٦٦٦ م کال نه تر ١٦٩٤ م کال پورى په ايران کې د شاه عباس ثانى زوى د شاه سليمان پاچاهى وه او کندهار او د افغانستان نورى سيمى ددوى تر ادارى لاندى وې . او د شاه سليمان څخه وروسته سلطان حسين د ايران پاچا شو .
(( شاه حسين د خپلى پاچاهئ په وخت په ١٧٠٢ م کال کې گورکين خان چې د شاه حسين په فوځ کې يې خدمت کاوه ، د کندهار د نيولو دپاره وليږه . گورگين خان ډير ظالم واکدار و ، دده د ظلمونو او کارونو په باره کې ، چې په کندهار او د هغه په شاوخوا سيمو کې يې تر سره کړى دى (( د پښتنو تاريخ )) کې داسى راغلى دى :
(( گورگين خان په ١٧٠٢ م کې کندهار ته راورسيد ، او د راتلو سره يې د پښتنو سره دا قسم سختى شروع کړه چې په تيرو سلو کالو کې نه هغوى د مغولو د لاسته ليدلى وه او نه هم د ايرانيانو د لاسه . گورگين خان په ډيرې بې رحمۍ او ظلم او زياتى سره د پښتنو په ځان ، مال او عزت باندې حملې شروع کړې . د هغه د پوځ دلاسه نه سپين ږيرى خلاص وو، او نه ځوان ، نه ښځه او نه نارينه ، نه ماشوم او نه بالغ غرض دا چې هر طرف ته ددى ظالم او سفاک گورنر پوځونه په ملک کې خواره شول . د خلکو مالونه يې تالا کړل ، کور ونه يې ورله وسيزل . . . )) ( ٣ ) .
گورگين خان په کندهار کې د ١٧٠٢ کال نه تر ١٧٠٨ م کال پورى واکدارى وکړه ، په دى موده کې ده ډير ظلمونه وکړل او ددى ظلمونو په نتيجه کې د کندهار خلکو را پاڅيدل او ددې پاڅون په سر کې د غلجو د قبيلى مشر ميرويس خان و ، گرگين خان او د هغه پوځ تباه شو . په ١٧٠٩ م کال کې کندهار آزاد شو او ميرويس خان د خلکو له خوا د افغانستان د مشر په حيث اعلان شو .
پورتنى موضوعات په افغانستان کې ددى زمانى د مهمو سياسى او تاريخى پيښو څخه دى ، چې په لنډ توگه وړاندى شوو ، د پيښور سياسى او تاريخى حالالت د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه په دوران کې داسى وو چې هلته د او رنگ زيب واکمنى وه او دغه وخت د مغولو په حکومت کې سياسى او اقتصادى بحران پيل شوى وو ، د مغولو حکومت په ښارونو او هوارو ځايونو کې حاکميت درلود او په غرونو او د ښارونو څخه يو لريو ځايونو کې ملوک الطوايفى مسلطه وه او د پښتنو په مينځ کې هم بى اتفاقى زياته شوى وه .
(( د شاه جهان د حکومت په وروستيو کلونو کې د کابل والى مهابت خان و ، او د پيښور والى مير يعقوب نوميده ، ددى دواړو واليانو روابط د خوشحال خان خټک سره دوستانه وو ، مگر په ١٦٦١ م کال کې د مهابت خان په ځاى سيد امير د کابل والى شو .
( ٢ ) _ قاضى عطاء الله خان _د پښتنو تاريخ _ کابل _ ١٣٥٦ ( ٥٢ _ ٥٣ مخونه )
( ٣ ) _ پورتنى اثر _ ( ٥٦ مخ )
او رنگ زيب په ١٦٥٨ م کال کې د هندوستان پاچا شو . پر تخت باندى د او رنگ زيب د کښيناستلو په وخت کې خوشحال خان په خپل زاړه دستورد مغولو د حکومت جاگيردار او د خټکو د قبيلى سردار وو . لکه چې معلومه ده د خوشحال خان کورنى د جلال الدين اکبر د زمانى نه د مغولو د حکومت په مرسته ولاړه وه _ او دا حالت د او رنگ زيب د حکومت په ابتدائى کلونو کې هم قايم وو . خوشحال خان د نوى حکومت د پاليسى د کاميابولو په لړ کې د مخالفو قبايلو ( يوسف زو ، افريدو ) سره څو جنگونه هم کړى وو ، او په دى جنگونو کې بريالى شوى و )) ( ٤ ) .
د او رنگ زيب د پاچاهى په اوايلو کې خوشحال خان خټک بندى شو او تقريباً څلور کاله په پيښور ، دهلى او رنتهمبور کې بندى او بياد محمد نبى خان مير بخشى په سفارش آزاد شو ، مگر په آگره کې نظر بندو ، بياد مهابت خان په خصوصى سپار ښتنه خوشحال خان ته هم دوطن دورتلو اجازت ورکړى شو ، او هفته پنځه کاله وروسته په ١٦٦٨ م کال کې بيا وطن ته راغلو .
ظفر کاکا خيل د خوشحال خان د قيد او بندى کيدو په باره کې ليکلي :
(( د قيد په دوران کې د خوشحال خان په زړه کې د مغولو نه د سر کشى جذبات را لړ زيدلى وو او دا يوه فطرى خبره وه ، ولى هغه لا په جذباتى کشمکش کې و . که يو طرف ته هغه او د هغه کورنئ د مغولو پرورده وو ، نو په بل لور هغه اعتماد چې دى خاندان په مغولو درلود په ډير بد رنگ زائل شوى و . مهابت خان چې پيښور ته راغى نو د شهباز خان په حکم ئى د لنگر کوټ د تعمير اراده وکړه ، او خوشحال خان ته ئې د هزارى منصب او د يوسف زو د علاقى د حکومت پيشکش وکړ ، ليکن خوشحال خان ددى ځواب کې مهابت خان ته وليکل چې : (( زه پلار په نيکه د مغولو طرف دار وم ، يوسف زى د حکومت نه رو گردان و ، ما د هغوى په وژلو او تباه کولو څه صرفه نه وه کړى ، ولى ددى برا در کشى او دولت خواهى په بدل کې زه بى گناه قيد شوم ، ټولو خيل خانه مى تار په تار شوه ، او ددى لوى مصيبت په وخت کې ددښمنۍ با وجود يوازى يوسف زى زما پکار شول ، زما مال آل و عيال ته ئې پناه ورکړه او هغوى يي د بادشاه د قيدو بندنه بچ کړل ، که چيرى زه اوس هم د يوسف زو مخالفت وکړم ، نو دا به زما له پاره د انسانيت او پښتون ولى په قانون کې يوه داسى بدنامى وى چې د هغى داغ به په يوى نيک نامى هم لرى نه شى )) (٥ ) .
لنډه دا چې خوشحال خان خټک د ژوند تر اخره پورى د مغولو مخالفت وو او مغولو که هر څومره کوښښونه وکړل چې دى پخلا کړى او د ځان سره يې ملگرى کړى مگر خوشحال خان د هغوى هيڅ وړانديزو نه مانه او د ژوند تر آخره پورى د مغولو په مخالفت کې ولاړ و . په دى باره کې د ١٦٧٦م کال د پيښوپه لړ کې سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل په خپل کتاب کې يوه پيښه بيان کړى ده چې دلته وړاندى کيږى : (( په ١٦٧٦ م کال کې شهنشاه او رنگ زيب خپل مشر زوى شهزاده معظم ته د شاه عالم بهاردر خطاب ورکړ او د پښتنو مهم يي هغه ته وسپاره د شهزاده په خصوصى در خواست مير خان مير ميران ته د امير خان خطاب ورکړى شو ، او هغه دولايت افاغته والى مقرر شو ، دا امير خان دهغه اصالت خان وراره وکوم چې د خوشحال خان خټک پخوانى دوست او محسن وو ، د امير خان او خوشحال خان تر مينځ هم دوستانه تعلقات وو ، او د قيدو بند په ورځو کې ده هم د خوشحال خـــــــــان د
( ٤ ) _ ظفر کاکا خيل سيد بهادر شاه_ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ _ پيښور ٧٥٩ _ ٧٦٠ مخونه .
( ٥ ) _ پورتنى اثر . ( ٧٦٦ مخ ) .
د خلاصى دپاره کوښښ کړى وو ، دغه وجه وه چې شهزاده او امير خان اټک ته راورسيدل ، نو امير خان د هغې زړى دوستى په بنا خوشحال خان د ملاقات په غرض پيښور ته وبللو په دى ورځو کې د خوشحال خان په خپله کورنى کې هم ډيره بى اتفاقى وه . د خوشحال خان په کورنۍکې ددى اختلاف نه علاوه نور پښتانه هم په مجموعى حيثيت سره د مسلسل جنگونو په وجه ستړى شوى وو ، په دغه کال کې بارانونه هم نه وو شوي او په ټوله علاقه کې قحطى وه ، ددې ناموافقو حالاتو سره د امير خان سره د ذاتى تعلقاتو معامله هم منځ ته راغله ، په دى بنا د خوشحال خان له پاره د مغلو سره په مخالفانه سر گرمى جارى ساتلو کې ډير خړنجونه وو، دغه وجوهات وو چې هغه د حالاتونه د بى وسۍ په وجه په مات زړه د شهزاده او امير خان د ملاقات په غرض پيښور ته لاړ ، امير خان د پيښور نه تللى وو ، او د لنډى خانى په مقام د شهزاده د استقبال په غرض مقيم شوى و ، خوشحال خان د شهزاده سره ملاقات وکړو ، او کوم وخت چې شهزاده کابل ته روان شو نو خوشحال خان هم د امير خان د ملاقات په غرض د هغه سره لاړ ، صوبه دار امير خان د لنډى خانى په مقام د شهزاده استقبال وکړ ، او د خوشحال خان سره يې هم دلته ملاقات وشو ، شهنشاه او رنگ زيب چې د شهزاده په خدمت کې د خوشحال خان د تلونه خبر شو ، نو هغه شهزاده ته وليکل چې په هر دستور چې وى خوشحال خان رضاکړه ، او د منصب قبلو لوته ئى آماده کړه ، ددى په حقله د خوشحال خان سره خبرى اترى وشوى ، ولى خوشحال خان دى ته تيار نشو ، او شهزاده ته يې ووې چې د شهنشاه د لورى نه په ماظلم شوى دى . حقيق دادى چې مغول حاکمان د پښتون قام د ذهنيت او نفسياتونه نا خبره وو ، پښتانه خپله بى عزتى په هيڅ دستور نه هيروى او خپل هوډ په هيڅ دستور نه پريږدى ، د خوشحال خان د ذاتى او خاندانى خدماتو په بدل کې چې د هغه کومه بى عزتى شوى و ، هغى د هغه زړه ته دومره صدمه رسولى وه او د هغه زړه داسې ټوټى شوى وو ، چې دا ټوټى د انعام او اکرام يا منصب په په سيليښ بيا نشوى پيونديدلى . . . .
په هر حال دا حقيقت دى چې د شهنشاه د لورى نه په څومو قعو د خوشحال خان د خفگان د لرى کولو کوښښ شوى و ، په دى موقعه هم شهزاده ، صوبه دار امير خان او نورو اميرانو د خوشحال خان ډيره د لجويى او عزت افزائى وکړه ، او اګر چې د صوبه دار امير خان دا خواهش و چې خوشحال خان دى د هغه سره کابل ته لاړ شى ، ولى هغه ددى نه معذورى ظاهره کړه او بيرته خپلى علاقى ته راغى )) ( ٦ ) .
(( او رنگ زيب په ١١١٨ هـ ق _ ١٧٠٧ م کې مړ شو . مگر دده د پاچاهى په اخرو کلونو کې دده په حکومت کې سياسى بحران پيل شوى و ، د مغولو تر منځ خپل منځى مخالفتونه زيات شوى وو او د پښتنو سره هم ددوى اختلافونه ورځ په ورځ زياتيدله چې دلته د بيلگې په ډول د يوسف زو د قوم د بغاوت ځينى پيښى بيا نوو : د يوسف زيو قوم د اباسيند د غاړې په علاقو کې را پاڅيدله ، بادشاه د اټک فوجدار کامل خان ته وليکل چې د پښتنو ځپلو لارې چارې وسنجوې امير خان د کابل صوبه دار ته يې هم حکم وکړ ، چې پنځه زره پوځ د شمير خان به سر کردگى د اټک د فوجدار مرستى ته راوليږه ، کامل خان د شمير خان انتظا رونکړ او د خوشحال خان خټک او نورو خانانو په ملگرتيا يې په يوسف زو حمله وکړه ، ډيره زور وره جگړه وشوه )) ( ٧ )
(( د ايمل خان او نورو خانانو په سر کې پښتنو بيا پاڅون وکړ ، د کابل صوبه دار محمد اميــــــــــن
( ٦) _ پورتنى اثر ( ٤٨٧ _ ٤٨٨ ) مخونه .
( ٧ ) _ زيب سر _ تاريخ هندوستان _ لومړى ټوک ٧٣٧ مخ .
خان سره ددوى جنگونه وشوو ، مغول او پښتانه ډير مړه شول ، محمد امين خان له پښتنو ماتى ورکړه ، ټول مال اسباب يې تالا شو ، دى پخپله هم گرفتار شو ، دى پښتنو بيا په رو پوپر يښوده )) ( ٨ ) .
په لنډه توگه بايد وويل شى چې د عبدالقادر خان خټک د ژوند په دوران کې يعنى د ١٦٥٣م کال نه تر ١٧١٦ م کال پورى افغانستان او د هغه شاو خوا سيمى د دريو لويو امپراتوريو يعنى په هند کې د مغولى پاچاهانو ، په ايران کې د صفوى پاچاهانو او ماوراء النهر کې د تورانى پاچاهانو د تقاطع نقطه و او ددى دريو امپراتور يو په مينځ کې هميشه جنگونه روان وو او دغه سيمه کله د يوپه لاس او کله د بل په لاس کې لويدله لکه چې مخکې وويل شو په دى جنگونو کې د عبدالقادر خان خټک کورنۍ هم راگير وه او عبدالقادر خان خټک چى يو صوفى مشر به شاعر اوليکوال و او د خوشحال خټک د ژوند په مهال يې په ډيرو جنگونو کې د مغولو پر ضد برخه واخستله او د ژوند په وروستيو وختونو کې کله چې د گلستان په ترجمى باندى بخت و نو د جنگونو څخه يې لاس واخيست او ددى څخه وروسته يې سياسى چارو کې هم ډيره څرگنده برخه نه ده اخيستى او خپل پاتى ژوند يې په رياضت ، عبادت ، مطالعه ترجمو او منظومو او منشورو ليکلنو تير کړى دى . چې دده په ترجمو کې د سعدى د گلستان ترجمه (( گلدسته )) ډير اازښت لرى . او د هغى په باره کې د دانشمندانو له خوا څيړنى هم شوى دى .
ماخذونه
١ _ خټک عبدالقادر خان گلدسته _ د سعدى گلستان پښتو ترجمه _. پيښور
٢ _ قاضى عطاء الله خان _ د پښتنو تاريخ _ لومړى ټوک_ کابل _ ١٣٥٦
٣ _ ظفر کاکا خيل سيد بهادر شاه _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې_ پيښور .
٤ _ زيب سر _ تاريخ هندوستان _ لومړى ټوک _
( ٨ ) پورتنى اثر _ ٧٣٠ مخ .