څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار                                                     

 

خان عبدالصمد خان اڅکزي

          د سيمې د آزادى ستر مبارز ، سياسي او فرهنگى شخصيت خان عبدالصمد خان اڅکزي په بلوچستان کې . په يوه علمي کورنۍ کې زيږيدلى دى . هغه د خپل ژوند ليک په برخه کې پخپل کتاب کې داسى يادونه کړى دى : د مشرانو د خولى چې د کال ١٩٠٧م د جولاى په اوومه پيداى شوى يم . په خټه اڅکزي ، حميد زى ، جليزى او د برخور دار خان د کاله يم زه د کوټى په پلو ضلع کې د گلستان تړى په عنايت الله کاريز نومى کلى کې زيږيدلۍ او لوى شوى يم ( ١ ) .

          خان عبدالصمد خان اڅکزي په خپل کور کې د پښتو ، عربى او درى ژبو نه علاونه د فقهى ، احاديثو ، تفسير او په نورو اسلامى مضامينو کې تحصيل وکړ او بيا يى په ښوونځى کې په رسمى توگه زده کړه وکړه ( ٢ ) .

          خان عبدالصمد خان په دينى علومو ، په پښتو ، فارسى او عربى ادبياتو کې مطالعه درلوده او ډير آثار يي له فارسى څخه پښتو ته اړولى دى ، هغه ادبى او فرهنگي چارو کې لوى لاس درلود ، د آزادى ، د  قوم د پرمختگ او ددى سيمي د خلکو د يووالي او پيوستون ستره هيله يي درلوده . دى د ١٩٢٠ –١٩٣٥م کلونو په جريان کې د هند د نيمې وچې له آزادى غوښتونکى غورځنگ سره آشنا اوله باچا خان ، مهاتما گاندې او مولانا آزاد سره يې وليد ، اړيکى سره ټينگ او د آزادى غوښتنى آواز يى سره يو کړ (٣) .

          خان عبدالصمد خان اڅکزى د ځوانى د دورى نه د خپل عمر تر پايه پورى د خپل قوم د آزادى او پرمختگ لپاره مبارزه کول . په دى لاره کې د ژوند په مختلفو دورو کې د آزادى د تر لاسه کولو پخاطر څو ځله زندان ته واچول شو . د ١٩٣٠م کال په شاوخوا کې خان عبدالصمد خان اڅکزي او خان محمد ايوب خان اڅکزي د وطن د آزادى د مجاهد و فعاليت ته زور ورکړ او په دغه لړ کې دواړه يو ځاى د استعمارى حکومت له خوا بنديان کړى شول . د دوى کورنۍ ته راز راز سزاگانى ورکړى شوى او دوى د آزادى غوښتنى فعاليت جارى ساته .

          په دغه لړ کې په ١٩٣٤م کال کې خان عبدالصمد خان اڅکزاي استقلال نومي ورځپاڼه جارى کړه چې بيا وروسته په ١٩٥٠م کال کې مصادره شو . په ١٩٤٨م کال کې خان عبدالصمد خان اڅکزاي بيا زندان ته وليږل شو . او په ١٩٤٩م کال کې د هر يپور مرکزى زندان ته وليږل شو ( ٤ ) .

          څرنگه چې مخکې وويل شو چې خان عبدالصمد خان اڅکزاى په يوه علمى کورنۍ کې زيږيدلى دى. نو دى هم له علم او ادب سره مينه درلودل او په دى برخه کې ډير ادبى او علمى خدمتونه سرته رسولى دى چې لنډه يادونه يې کيږى : د خان عبدالصمد خان مبارزه د قلم مبارزه وه او د هغه جهاد او جدوجهد په جنوبى پښتو نخوا کې بى علمى او ناپوهى ختمول وو . هغه ټول پښتون ولس ته يو ليک دود ورکول چې هغه خپلى مورنۍ ژبه کې علم حاصل کړى او خپل ځان و پيژنى . خان عبدالصمد خان په اردو ، پلوچى ، سندهى ، فارسى او عربى ژبو ښه وارد وو . د خان عبدالصمد خان د ځينو کتابونو نومونه په دي ډول دي :

 

 

            ١- پښټو ژبه او ليک دود .

            ٢- زما ژوند .

            ٣- صمد اللغات ، صمد خان ډکشترى .

            ٤- پښتو زبان او رسم الخط .

          دغسى خان عبدالصمد خان څه کتابونه ژباړلى هم وو ، لکه د امام غزالى صاحب کيميايى سعادت، د شيخ سعدى ، د عبدالکلام آزاد او شبلى نعمانى کتابونه ( ٥ ) .

          د افغانستان د استقلال په جگړه کې چې د هيواد د پرمختگ لپاره سرته رسيدلى و . د خان عبدالصمد خان اڅکزاي نظريو مهم ځاى درلود . د غازى امان الله خان د سلطنت په پاى کې چې په افغانستان کې اړو دوړ پيل شوي و . خان عبدالصمد خان اڅکزاي پخپله سيمه کې د نوموړى پاچا په پلوى يو فعال سياست پيل کړى و ( ٦ ) .

          خان عبدالصمد خان اڅکزاي د ١٩٣١م کال نه وروسته پريکړه وکړه چې د آزادى د ترلاسه کولو لپاره ټول پښتانه او بلوڅ سره متحد کړى ، نو له همدى کبله د خان عبدالغفار خان او نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو سره اړيکې ټينگې او خپلو سياسي فعاليتونو ته زور ورکړ . د خان عبدالصمد خان د دغو سياسى کوښښونو په اړه لنډ معلومات وړاندى کيږى :

          خان عبدالصمد خان او په مجموع کې پښتنو چې غوښتل يې له بلو څو سره اوږه په اوږه د هغوى د ملي حق په تر لاسه کولو کې گډه مبارزه وکړي دا امکان را منځته کړ ، چې دده تر مشرۍ لاندى د ( انجمن وطن ) گوند د تاسيس پر مهال د پښتنو او بلوڅو مشرانو تر منځ ملگرتوب نور هم ټينگ شي .

          په ١٩٣١ کې د پښتنو او بلوڅو سياسي مبارزانو او روشنفکرانو د کوټې په هاى سکول کې په گډه يوه غونډه جوړه کړه او د ملکي انجمن په نامه يې تشکل منځ ته راوړچې وروسته – وروسته د انجمن وطن گوند هم پر همدغه بنياد را منځ ته شو .

          خان عبدالصمد خان له خپل ورور عبدالسلام خان او نورو ملگرو محمد ايو خان اڅکزي ، سيد محمد طاهر خان اسمعيل خان ، قاضي عبدالله خان او نورو سره گډ کار پيل کړ او وروسته يې د عزيز پرس په نامه لومړنۍ مطبعه هم تاسيس کړه چې له اخبار پرته به يې نورې سياسي پاڼې هم خپرولې .

          ده په کال ١٩٣٧ کې له بلوڅ مشرانو سره خپل ملگرتوب لا پياوړى کړ او په ١٩٣٨ کې يې پاچا خان ته بلنه ورکړه چې د سهيلي پښتو نخوا او بلوچستان  دوره وکړي د غوليدنو – کتنو د پښتنو او بلوڅو مشرانو او ولسونو د سياسي شعور په راويښولو او يووالي کې خو را مرسته وکړه .

          په ١٩٣٩ کې چې مهاتما گاندي شمالي پښتو نخوا ته سفر وکړ باچا خان يې مېلمه پالنه کوله نو خان شهيد اراده وکړه چې ورشي مگر انگرېزي واکمنو يې دغه سفر په بېلا بېلو پلمو وځنډاوه .

          په ١٩٤٧ کال چې د هندوستان دوېش مساله را منځته شوه خان عبدالصمد خان ډهلي ته ولاړ هلته تر مختصر توقف وروسته کراچۍ ته راغى او له پاچا خان او نورو سياسي مشرانو سره يې وکتل .

          تر غه سفر وروسته چې عبدالصمد خان کله کوټې ته راستون شو يو ځل بيا بندي شو ، دا ځل نو د استقلال اخبار د تل لپاره بند کړاى شو . له خان شهيد سره د هغه بلوڅ ملگري هم زندان ته ولاړل او تر يوې مياشتې زندان  وروسته آزاد شو مگر امر وشو چې په کور کې دې د نظر بند په توگه تر نظارت لاندې ونيول شي .

          خان عبدالصمد خان  د نظر بندي په دوره کې د خپل سياسي فعاليت و نه دراوه او په پټه يې له خپلو دوستانو سره پيپلزار گنايزشن د سياسي حرکت پر جوړېدو خبرې وکړې خو دا ځل د پاکستان نوې واکمنۍ ونيو او د مچ مرکزي زندان ته يې واستاوه چې هلته تر ١٩٥٤ کال پورې بندي پاتې شو .

          خان شهيد په دغه دوره کې د زندان ډېر مشقتونه وگالل ، همدا چې له زندانه آزاد شو ، نو ويې ليدل چې سياسي فضا بدله شوې او د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو دسياسي حقوقو له ورکولو څخه ډډه کوي ځکه خو يې د (( ورور پښتون )) په نام نوى سياسي سازمان جوړ کړ او د پښتو په نامه يې د يوې مجلې خپرول پيل کړل .

          په ١٩٥٨ کې د مارشال ايوب خان له کودتاه څخه وروسته خان شهيديو ځل بيا په کوټه کې ونيول شو او داځل يې پوره لس کاله په سکر ، مچ ، هزاره ، هري پوراو لاهور زندانونو کې زولنې و شرنگولې . دغه اوږده بند د خان شهيد روغتيا ته سخت زيان ورساوه مګر د هغه پياوړې ، او نه ماتېدونکې اراده يې لا پياوړې کړه .

          خان عبدالصمد خان ستر انسان او ملي مبارز له لس کلن بند څخه وروسته هغه مهال چې کوټې ته راستنېده د خپلو ولسونو له دومره تاوده او پراخ هر کلي سره مخامخ شو چې د هغه مهال حکومت يې وار خطا کړ تر دې برېده چې بېرته يې ونيوه ، زنداني شو خو په سبا يې بېرته راخوشي کړ .

          خان عبدالصمدخان په ١٣٤٨ لمريز کې افغانستان ته راغى او دلته يې له پاچا خان او د نشنل پارټۍ له مشرانو سره وکتل ، د افغانستان د وخت له حکومتي مشرانو سره پرپيښو وغږېده .

          خان عبدالصمد خان په کال ١٩٧٠ کې د پښتو نخوا نشنل عوامي گوند جوړ کړ او په همدې کال د خپل گوند له خوا د استازي په توگه ايالتي شورا ( صوبايي اسمبلې ) ته وټاکل شو . ده دا ځل د خپلو خلکو د آزادۍ او د ملي شعور ودې ته د رسېدو لپاره ديموکراسي يواځنۍ لاره وگڼله او هڅه يې وکړه چې د ريښتنې ديموکراسۍ د ايجاد له لارې د خپلو خلکو ملي ارمان پوره کړي په دې لار کې مبارزه خطرناکه وه ، دده ځينې ملگري ووژل شول او خان عبدالصمد خان خپلو نورو مبارزينو ته د ځان ساتنې او په پام مشوره ورکړه .

          د ١٩٧٣ کال د دسامبر په دويمه نېټه سهار وختي دده کورته بمونه وروغورځول شو چې د چاودنې له امله يې د پېړۍ د مبارز دغه ځلانده ستورى په شهادت ورسېد .

          ارواښاد خان عبدالصمد خان اڅکزى د خپلو مينه والو د اوښکو په بدرگه د گلستان په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو او په افغانستان ، ټوله پښتو نخوا ، بلوچستان ، پاکستان هند او بنگله دېش کې يې په خورا درناوي د فاتحو اخيستلو مراسم دده زرگونو – زرگونو پلويانو په گډون تر سره شول  (٧) .

 

 

 

منابع او ماءخذونه

          ( ١ ) – د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى ، زما ژوند او ژوندون ، لومړى ټوک ، پښتو نخوا ادبى څانگه ، کوټه ، ٢٠٠٤ ، ( ٦٧ مخ ) .

          ( ٢ ) – محمد ابراهيم عطائى ، د پښتونستان مسله د حق خود اراديت په رڼا کې – ١٣٤٨هـ ل کال د سنبلى نهمه ، کابل ، ( ١٩٨ مخ ) .

          ( ٣ ) – http://www.president.gov.af/pashto-dari/news

          ( ٤ ) – محمد ابراهيم عطائى ، د پښتونستان مسله ( ١٩٩ مخ ) .

          ( ٥ ) – http://www. khyberwatch.com/forums/arch 176

          ( ٦ ) – Bakhtani khedmatgar – khan Abdul Samad khan Achkzai. The Kabul Times.march 18,1990.

          ( ٧ ) – عبدالغفور ليوال ، د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ليک ، د ننگ او فرهنگ اتل شهيد خان عبدالصمد خان اڅکزى ، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز ١٣٨٧ هـ