څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
اساسى قانون او د ښوونې او روزنې وضعيت
دافغانستان اسلامى جمهوريت اساسى قانون داساسى قانون په لويه جرګه کې چې د١٣٨٣ هجرى لمريز کال دقوس د(٢٢ مى نيټى څخه دجدى تر١٤ مى نېټې پورى دوام وکړ،دملت داستازيو لخوادرايوپه اتفاق تصويب اود ١٣٨٣ هجرى لمريزکال ددلوى په ٦ مه نيټه دجمهوررئيس لخوا توشيح اونافذ شو. دهمدى تاريخ نه وروسته دغه اساسى قانون بايد افغانستان په ټولوبرخوکې عملىشي ،چې ددى اساسى قانون ځينى مادې په عمل کې پلې شوې دي او ځينى مادې تراوسه پورې عملى شوې نه دي . په دى لنډه ليکلنه کې په هغومادو باندى چې دښوونې اوروزنې په بر خه کې دي لږه رڼاواچوله شى چې تراوسه پورى عملي شوې نه دي .دافغانستان اسلامي جمهوريت داساسي قانون ددوهم فصل په دري څلو يښتمه ماده کې داسى راغلىدى :زده کړه دافغانستان دټولو اتباعوحق دى چې دليسانس تردرجى پورې وړياددولت لخواتامينيږى .دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف دعامولواودمنځنيو اجباري زده کړودتامين لپاره اغيزمن پروګرام طرح اوتطبيق کړي اودمورنيوژبو دتدريس لپاره په هغوسيموکې چې پرى خبرى کيږى لاره هواره کړي داساسى قانو ن له مخى زده کړه دافغانستان دټولو اتباعو حق دى چې دغه حق دقانون له مخى بايد دولت خپلواتباعوته ورکړي .که مونږد.افغانستان دښوونې اوروزنې اوسني پروګرامونه په ژوره توګه مطالعه کړو ، دافغانستان خلکودغه حقوق په پوره ډول نه دى ترلاسه کړى .فرصاً دښونى اوروزنى پروګرامونه که يوازى د افغانستان په مرکز يعنى کابل ښار کې مطالعه کړو ، زياتره پروگرامونه ،فورمولتيى اوننداريزدي په ارقامواواعدادوباندى اتکالري .مګراصلي هدف چې دښوونې اوروزنې لاسته راوړل دي هغه په صفرکې ضرب دي ،مثلاً ډيرزده کوونکي پيداکيږى چې ددولسم نه فارغيږ ى مګرسوادنلري .دافغانستان ډيرښوونځى په کميت باندى ولاړدى ،په ټولو برخوکې کميت شته مګرکيفيت اوسويه خپلى آخري درجې ته رسيدلې ده ، دښوونې او روزنې په برخه کې دکميت نه بايد کيفت ته ډيره جدى پاملرنه وشى .دافغانستان په مرکزاو ځينى نورو لايتونوکې خو نالوستي بکلوريا زده کوونکي فارغيږ مگرپه ځينوولايتونواو ولسواليوکې تراوسه نه ښوونځى شته اونه ښوونکي اونه دښوونى اوروزنى لپاره شرايط مساعددى .
داساسى قانون ددرى څلو يښتمى مادې په بله برخه کې داسى راغلي دي : اودولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې دمتوازن معارف دعامولواودمنځنيواجباري زده کړوتامين لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح اوتطبيق کړي داساسى قانون له مخى ددولت دغه مکلفيت چې په ټول افغانستان کې دمتوازن معارف عامولو دپروګرام طرح اوتطبيق دى ،تراوسه پورى په اولسويواوولاياتوکې څه چې په مرکزيعني کابل ښارکې هم محسوس شوى نه دى .
په رښتياسره په ټول افغانستان کې دمتوازن معارف دپروګرام طرح او تطبيق اسان کارنه دى .دولت نشسى کولى چې په ټول افغانستان کې په يووخت اوزمان دغه کارترسره کړي خودومره کولى شي چې په هغو ځايونوکې چې دې کارلپاره شرايط برابر دى بايد ترسره کړي اوپه تدريجي توګه وړاندې لاړشي ،دولت ته لازم دي چې په لمړي ګام کې دښوونکو تعليمى اوتحصيلى درجىته جدي پاملرنه وکړي اوهغه ښوونکې چې تعليمي اوتحصيلى درجه يې ټيته ده ورته جدي توجه وشي اوپه دوهم ګام کې د ښوونکو اقتصادي اومعيشتي مشکلا توته هم بايد پاملرنه وشي . تر څوچې په هيواد کې دښوونکو تحصيلى اوتعليمى سويه او درجه اوچته شي اويو ښوونکې دښوونې ټول شرايط پو ره نکړي دښوونې اوروزنې سويه به همدغسې ټيټه پاتې شي او بى سواده بکلوريا پاسان به فارغ شي .داساسى قانون له مخى داټول ددولت مکليفيتونه دي چې بايد تر سره يې کړى اود افغانستان دهغوټولو هيوادوالو حقوق اوامتيازات چې اساسى قانون ورته ورکړي دي ،په لاس ورکړل شي .داساسى قانون په ځنګ کې ځيني نور فرعى قوانين هم شته چې دټولنى دچاروه تنظيم لپاره راځي .په افغانستان کې نورفرعى قوانين تر کارلاندى دي چې دغه فرعي قوانين بايد ژرترژره فيصله او نافذ شي ،چې په دغو فرعى قوانينو کې يوهم دښوونې اوروزنې قانون دى .که دغه قانون ژرفيصله اونافذشي دښوونې او روزنې په برخه کې دغه پورتنې ستونزې يو څه حل کيږي .دښونې او روزنې دکيفيت داوچتولو لپاره يوه بله لاره دخصوصى او شخصي ښوونځيو پرانستل دي ،چې ددغه کارلپاره بايد قوانين اولايحې وضع شى او دهغه قوانينو اولوايحو په رڼا کې خصوصي ښو نځيوته وده اوپراختياورکړل شي .بايد دولت ،دملګروملتونو او نو رو مرسته کوونکو هيواد ونولخوادغه خصوصى ښونځيوته چې پرانستل کيږي دفعاليت زمينه برابر ه کړي .