څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار                                                     

 

 

په ويدي سرودونو او اوستا کې د لرغونې افغانستان

د تايخى پيښو انځور

          ويدي سرودونه او د اوستا کتاب د افغانستان د لرغوني تاريخ با ارزښته ماخذونه دي . ددې کتابونو د محتوياتو له مخې د افغانستان لرغونى تاريخ ليکل شوى دى . په دې کتابونو کې نه يوازى د افغانستان تاريخي پيښې بيان شوي دي ، بلکه په دې کتابونو کې د افغانستان جغرافياي موقعيت ، دودونو او رواجونو او د هغه وخت د مذهبي مراسمو په اړه هم هر اړخيز معلومات وړاندې شوي دي . په دې ليکنه کې غواړم د افغانستان د هغو تاريخي پيښو په اړه څيړنه وکړم چې په نوموړو کتابونو کې يادونه شوې ده . په لومړى سر کې لازم بولم چې ددې کتابونو د تاريخي لرغونتوب په اړه ، او بيا دې کتابونو کې د افغانستان د تاريخي واقعاتو په اړه به معلومات وړاندي شې .

          ويدي سرودونه يا ريگويدا د برهمنانو مذهبي کتاب دى ، چې په افغانستان کې ٢٥٠٠کاله وړاندى تر ميلاد مينځ ته راغلى او ليکل شوى دى . ويدي سرودونه په افغانستان کې مينځته راغلي او بيا په هندوستان کې بشپړ شو . پوهاند عبدالحى حبيبي په افغانستان کې د ويدي مدنيت او ويدي سرودونو په اړه داسى ليکلى دى : د آرين خلکو تاريخي دوره له ويدى سرودو سره پيل کيږي او له همدې تاريخي سر چينې څخه موږ د آرين د خلکو اندونه ، گروهه ، د ژوندانه ډول او د افغانستان له خاورې څخه د دوى مهاجرت څرگندوه .

          ويدي سرودونه پر بيلابيلو مهالونو ترتيب شوي دي او په گړني توگه له يوې خولې بلې ته اوله يوه نسله بل ته را ليږديدلى دي ( ١ ) .

          د ويدي سرودونو او ويدي مدنيت څخه وروسته په افغانستان کې اوستايي مدنيت پيل کيږي . په افغانستان کې د اوستايي دورې په اړه د تاريخي پيښو بيان د اوستا کتاب پواسطه شوى دى . د اوستا کتاب د افغانستان تاريخي ، جغرافيايي ، کلتوري او مذهبي پيښې ١٠٠٠ کاله وړاندې تر ميلاده بيانوي .د اوستا کتاب او اوستايي مدنيت په اړه مير غلام محمد غبار داسي يادونه کړې ده : د اوستا کتاب ډير لرغونى کتاب دى چې د زردشت يا زراتشراى بلخى پواسطه مينځ ته راغلى دى . د اوستا کتاب د لرغونتوب د نيټې ټاکل دير سخت کار دى ، مگر سره له دې هم په تخمينى ډول ويلي شو چې ١٠٠٠ کاله وړاندې تر ميلاده مينځ ته راغلى دى . د اوستا کتاب په اوستايي ژبه باندې ليکل شوى و . اوستايي ژبه په افغانستان کې پيدا شوې وه او له ميلاد نه څو پيړۍ وړاندې په همدې ځاى کې له مينځه تللې ده . د زردشت سرودونه په گړنى ډول د يوه نسله بل نسل ته راليږديدلي دي . د اوستا کتاب ٦٠٠ کاله وړاندې تر ميلاده په يوه آريايي ژبه باندى ليکل شوى او تدوين شوى دى . په لومړۍ ميلادى پيړۍ کې اوستا بيا را ټول او تدوين شو . په شپږمه ميلاده پيړۍ کې د ايران ساساني دولت لخوا د اوستا کتاب په پهلوي الفباء تدوين او راټول شو . د ساساني د دورې اوستا ٣٤٨ فصلونه لري ( ٢ ) .

          څرنگه چې مخکې وويل شو ويدي مدنيت او ويدي سرودونه په افغانستان کې رامينځته ، او په هندوستان کې بشپړ شو . ويدي مدنيت په ډيره پراخه سيمه کې مينځ ته راغلى دى ، ځکه چې په ويــــــــدي

سرودونو کې د هندوکش د غرونو د شمالي او جنوبى سيمو ، خلکو او تمدن څخه يادونه شوې ده . د مثال په ډول په ويدي سرودونو کې د بلخ څخه نيولى تر کنړ ، کندهار ، بدخشان او سند پورې يادونه شوې ده . همدارنگه په نوموړو سيمو کې د ميشته قومونو په اړه هم څرگندونې شوي دي . په لاندې ډول د پورتني موضوع په اړه معلومات وړاندې کيږي : د ريگويد په سرودو کې د افغاني سيمو د ډيرو سيندونو يادونه شوې ده لکه سنده هو (سند) کوبها ( کابل ) ، گومانې ( گومل ) ، کرومو ( کرم ) ، سويتى ( سوات ) ، ورکه ( کونړ ) ، هره ويتي ( ارغنداو يا اراکو زي ، چې اوس يې د پخواني نامه ريښۀ په د هراوت کې ساتل شوې ده او بهالانه ( د بولان دره ) .

          په اتهرو ويدا کې د بلخ نوم د (( بلهيکه )) په ډول ياد شوى دى ، چې وروسته د مهابهارته په کتاب او د سنگريت په ادبياتو کې (( بهليکه )) شو او ريښه يې له بهلي ( بخدي ) څخه راوتلې ده .

          همدارنگه په اتهرو ويدا کې د گنداريس (( د کندهار اوسيدونکى )) ترڅنگه د منجوان غره يادونه شوې ده ، چې همدا اوسنى منجان غر دى چې د نورستان او بدخشان  تر مينځ پورت دى .

          په ويدي سرودونو کې د لسو آريايي ټبرونو جگړه ياده شوې ، چې د ويدا د کتاب تر ليکلو ١٤٠٠ کاله ميلادنه مخکې د راوى (( پنجاب )) پر غاړه شوې ده او په دې قبيلو کې د افغانستان د خواوشا خلکو هم ډير نومونه شته لکه الينا (( داليشنگ او الينگار خلک )) او بهالانه (( د بولان د درې خلک )) او شيوا ((د سند د غاړې خلک )) او پورو (( د کندهار د شاوخوا خلک )) او پکتهه (( پښتون )) ( ٣ ) .

          د پورتنيو معلوماتونه په واضح ډول څرگنديږي چې ويدي مدنيت د افغانستان يو خاص ولايت او سيمې پورې مربوط نه و ، بلکه دا مدنيت د افغانستان او د هغه شاوخوا سيمو له آمو څخه نيولې تر هنده او د هرات او د هرات د شاوخوا نه د چين تر پولو پورې غزيدلي و . د ويدي مدنيت نه وروسته د هندوکش په شاوخوا پراخو درو او سيمو کې بل مدنيت پيل شو ، چې دغه مدنيت د اوستايي مدنيت په نوم ياد شوى دى . په تخمينى په توگه دا مدنيت ١٠٠٠ کاله ميلاد نه مخکې پيل او نژدې تر لومړۍ ميلادي پيړۍ پورې دوام کړى دى . ددې دورې د تاريخې او ټولنيزو واقعاتو د شرحې او توضيح په اړه د افغانستان او سيمې معتبر ماخذ يعنى د اوستا په کتاب کې بيان شوي دي . د اوستا کتاب لرغوني افغانستان په شپاړسو ولايتونو باندى ويشلى و ، په دى برخه کې د افغانستان نامتو مورخ احمد على کهزاد داسې يادونه کړى ده : د اوستايي خاورې پر شپاړس قطعو مشتمل و ، چې د هندوکش د لوى غره څلور خواو ته پر له پسې پرتې وې ، ترکومه ځايه ، چې پرې څيړنه شوې هغه سيمې ، چې ددې غره له بيلابيلو ځايونو څخه خړوبيدلې هغه د اوستايي ځمکې مقدسه برخه ده ، چې دادى له هره يوه څخه يې په ځانگړى توگه لنډه يادونه کوم .

          ١- اريانم ويجو : پوهانو دا ځاى د آموسيند او سير دريا پورتنۍ سيمه چې اوسنۍ فرغانه ده ، ټاکي .

          ٢- سغره : لکه څنگه چې له نوم څخه څرگنده ده دا د سغديان سيمه ده ، چې د آموسيندښۍ څنډوته پرته ده .

          ٣- مورو : دا د مروي له سيمې يا ارغند او څخه عبارت دى ، چې د مرکزې افغانستان له غرونو څخه سر چينه نيسي .

          ٤- بخدي : چې د ښکلې خاورې په نوم ياده شوې ده . دا همغه ( بخل باميک ) ( بلخ الحسنا ) (بلخ بامى ) او يا ( بلخ گزمن ) ده .

          ٥- نيسايا : د دي سيمې موقعيت يي د مرغاب او بلخ ترمينځ ټاکلى .

          ٦- هروي وه : پوهانو دا سيمه د هري رود سيمه ټاکي .

          ٧- ويکره ته : هغه پوهان او مدققين ، چې د لرغونې دورې په جغرافيه پوهيږي ، دا سيمه د کابل علاقه بولي .

          ٨- (( اور وا )) يا (( اوره )) : يو شمير پوهانو د (( طوس )) ، (( غزنى )) يا ((ارگون ))سيمه پيشنهاد کړى دى .

          ٩- ختتا : يو شمير پوهانو دا ځاى د (( هير کانيا )) يا گرگان علاقه تعبير کړې ده .

          ١٠- هري ويتي : هرې ويتي يا (( اراويتى )) د ارغند او د سيند گوټى نوم و .

          ١١- اى تومنت : (( نيمروز )) .

          ١٢- (( رايا . گاء )) يا ((اره گه )) : په بدخشان کې د (( راغ )) په نوم يو علاقه ده .

          ١٣- کخره : ډارمسټټر فرانسوي ددې سيمې موقعيت په خراسان او يا په غزني کې ښيي .

          ١٤- (( ورنا )) يا (( ورنه )) : ددې سيمې څرگند موقعيت معلوم نه دى .

          ١٥- هپته هندو : يا اووه سيندونه يعنې او سنى پنجاب .

          ١٦- (( رانگه )) يا (( رانگاه )) : ددې قطعى ځاى هم تر اوسه پورى معلوم نه دى .

          په هر حال لکه څرنگه چې د پخوانيو او اوسنيو نومونو له يادونې او لنډې شرحې نه معلوميږى ، تر کومه ځايه چې پوهان د اوستا د شپاړسو سيمو د موقعيت په ټاکلو بريالي شوي ، تر ډير ځايه ددې سيمو چاپيريال د هندوکش چار چاپيره منطقې او د (( اکسوس )) يعنى آموسيند او (( اندوس )) يعنې سند د سيمو تر مينځ پرته وه او که چيرته يادې شوې سيمې يو له بل سره خوا په خوا و شميرو د افغانستان ټوله خاوره پکې راځى ، نو ښکاره څرگنديږي ، چې د اوستايى عصر اريائيانو مسکن او استوگن ځاى ، چې د هندوکش څلور خو او ته پراته وو ، وکړو يې په خپلو کې په ښه توگه سره پيژندل ( ٤ ) .

          د اوستا په کتاب کې نه يوازې د لرغوني افغانستان د ولاياتو او ښارونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي ، بلکې ددې هيواد د سرحداتو او حدود و په اړه هم معلومات شته . د لرغونى افغانستان سرحدونه د اوستا کتاب او نورو پخوانيو مورخينو او جغرافيه دانانو له نظره داسې پيژندل شوى دى : د اوستا د ليکنو له مخې او يوناني جغرافيه دانانو او مورخينو په شهادت آريانا ټاکلي حدود او سرحدات درلودل . د استرابو د ليکنو له مخې د آريانا ختيځ لوري ته د سند سيند ، جنوي لوري ته د هند سمنــــدر ،

شمالى لوري ته د پارو پا ميزاد غرونه او غربي لوري ته پارتيا پروت و ( ٥ ) .

          د پورتنيو څرگندونو څخه دي نتيجې ته رسيږو چې د افغانستان د لرغوني تاريخ اساسي ماءخذ ويدي سرودونه او د اوستا کتاب دى . دواړه ماخذونه په افغانستان او سيمه کې د خلکو د ژوند ، تاريخ ، جغرافيه ، عقيده ، فرهنگ ، اقتصاد او نورو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کوى . په پورتنيو ليکنو کې په ويدى سرودونو او اوستا کې د لرغوني افغانستان په اړه ځينى لنډ معلومات د بيلگى په توگه وړاندې شو .

          محققين او د افغانستان د لرغوني تاريخ مينه وال کولى شه ددې منابعوو په مرسته د لرغوني افغانستان په ټولو برخو کې لومړى لاس معلومات تر لاسه کړى . د پورتنيو معلوماتو په وړاندې کولو سره مونږ ته څرگنده شوه چې د لرغوني افغانستان حدود او موقعيت څومره پراخ وو ، او په دې پراخه سيمه کې افغانان ژوند او مبارزه کوله او يوه متمدنه ټولنه يې جوړه کړې و ، چې د نړۍ د تمدنونو سره سيالى کولې. د همدې منابعو او ماخذونو او د کشف شويو لرغونو آثارو له مخې مورخين او لرغون پيژندونکي دى نتيجى ته رسيدلي دي چې لرغونى افغانستان د نړۍ د لرغونو متمدنو سيمو څخه يوه سيمه ده .

منابع او ماخذونه

       ١- حبيبى ، پوهاند عبدلحى ، د افغانستان لنډ تاريخ ، ژباړن : عبدالروف بينوا ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښ،ر ، ١٣٨٢ هـ ل .

       ٢- غبار ، مير غلام محمد ، افغانستان در مسير تاريخ ، بنگاه انتشارات ميوند .پشاور، ١٣٨٤ هـ ل.

       ٣- حبيبى ، پوهاند عبدالحى ، د افغانستان لنډ تاريخ .

       ٤- کهزاد ، استاد احمد على ، افغانستان د تاريخ په رڼا کې ، ژباړن : اورنگ زيب ارشاد ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٣٧٩ هـ ل .

       ٥- کهزاد ، استاد احمد على ، تاريخ افغانستان ، جلد ١، ٢ ، ٣ بنگاه انتشارات ميوند ، کابل ، ١٣٨٤ هـ ش .