څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

د هند له نورو وگړو سره د حافظ 

رحمت خان اړيکې

          د اتلسمې ميلادى پيړئ په پيل کې د هند او د هغه په شاو خوا سيمو کې گورگانى امپراتورى چې نژدى دوه پيړى حکمر وائى کړى وه ، د زوال او نابودى خواته روانه  وه . په دى وخت کې د هند په مختلفو برخو کې آزادې محلي واکمنى جوړې شوې وې چې ددغو واکمنيو څه ځينې به مغولي دولت ته تابع وى او ماليه يې ورکوله او ځينى به په آزاد ډول سره اداره کيدلې . ددغو محلى واکمنيو څخه يوه هم د رو هيلکنډ د پښتنو واکمنۍ ده . په دى مقاله کې لومړى به د روهيلکنډ د ادارى د تشکيليدو او د هغه سردارانو په اړه لنډ معلومات وړاندى کيږى او وروسته بيا په دى سيمه کې د حافظ رحمت خان د واکمنى اومهمو فعاليتونو او د هند د نورو وگړو سره د هغه داړيکو په اړه به معلومات وړاندى شى .

د روهيلکند دادارى بنسټ ايښودونکى على محمد خان دى ، چې هغه په ١٧٣٧ م کال کې د محمد شاه مغولى د واکمنۍ په وخت کې ددى ځاى د مشر په حيث وټاکل شو . د هغه د ټاکل کيدو او حکمرانى په اړه سر محقق زلمى هيواد مل داسى يادونه کړى ده : (( . . . په ١٧٣٧ ع کال کې يې د دهلى له درباره ( محمد شاه پاچاه ) د نوابئ خطاب وموند ، نوبت او بيرق يى ورعطا کړل اوپه شاهى دربار کې څه کالنى معاش هم ور مقرر شو )) ( ١ ) د نواب على محمد خان دوفات نه وروسته د هغه زوى نواب سعد الله خان د رو هيلکنډ د حکمران په توگۀ وټاکل شو ، څرنگه چې هغه ځوان هلک و ، نو د هغه د حکمرانۍ په وخت کې ډير کارونه د نواب حافظ رحمت خان لخوا تر سره کيدل . په دى برخه کې سر محقق نصر الله سوبمن داسى يادونه کړى ده : (( دغه نامتو حافظ چې د على محمد خان د زوى نواب سعد الله خان د شپاړش کلنى واکمنۍ په دوران ( ١١٦٠ هـ ق _ ١١٧٦ هـ ق ) کې هم د روهيلکنډ د سياسي استحکام او فرهنگى لوړتيا پراخه هلې ځلې کولې او د هغې وعدې سره سم چې د خپل تره د زوى على محمد خان سره يې د هغه په ژوند کې کړې وه  د سعد الله خان کلکت ملاتړ وکړ ( ٢ ) .

          څرنگه چې مخکې وويل شو ، په هند کې د مغولى واکمنۍ په وروستيو کلونو کې آزادې او نيمه آزادې واکمنۍ جوړې شوې ، چې دغه واکمنۍ ځينى وختونه د مغولى پاچاهانو او امر په ځاى کول او ځينى وخت د خپلى واکمنۍ د غښتلى کولو لپاره ددغه او امرو څخه يې سرغړونه کوله . د روهيلکنډ واکمنانو هم ځينى وختونه د مغولى واکمنانو د او امرو څخه سر غړونه کوله ، په دى برخه کې د سر محقق سيد امين مجاهد په مقاله کې داسى يادونه شوي ده : د ډهلى مغولى دربار د خپل منځى تر بگنيو او شخړو له امله په سياسى لحاظ خپل زور او قوت پوره بايللى و ، له همدى وجې به على محمد خان هم د مرکزى حکومت د اوامرو چندان پروانه ساتله او ټولې شوې ماليى به يې يانه ورکولې او يا به يې په ورکولو کې ډيل کاوه ، او په دې توگه به يې د هغې څخه د پوځ په پيا وړتيا او د دوستانو په پيدا کولو کې کار آخسته . دى د مناسب وخت په انتظار و څو د روهيله پښتنو دغــــــــــاړې نــــــــــــه د

 

( ١ ) هيوادمل _ زلمى _ په هند کې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاونه . ١٣٧٣ هـ ش _ لاهور  ( ٣٧١ مخ  )

( ٢ ) _ سوبمن _ سر محقق نصر الله _ د نواب محبت خان ټاټوبى (( روهيلکنډ )) د تاريخ په رڼا کې .

 

گورگانى  حکومت د مريتوب جغ سپک کړى او خپله خپلواکى اعلان کړي ( ٣ )

          نواب حافظ رحمت خان نه يوازى د نواب على محمد خان د حکومت په وخت کې  په سياست او فرهنگى فعاليتونو کې فعاله برخه اخستله بلکه د على محمد خان د زوى ( نواب سعد الله خان ) د حاکميت په دوران کې يې نژدى ټولى سياسى ، ادارى او فرهنگى فعاليتونه سرته رسول . د همدغه صادقانه خدمتونو له کبله د سعد الله خان د مرگ نه وروسته د روهيلکنډ ټولو سردارانو په يو اتفاق دى ته رايه ورکړله چې د روهيلکنډ د حکومت د مشر په توگه پاتى شى . نواب حافظ رحمت خان د خپل حاکميت په دوران کې نه يوازى په سياسې ادارى او اقتصادى  کارونو فعالانه او صادقانه برخه اخستل بلکه هغه د علم او فرهنگ په وده او پراختيا کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي ، چې په لاندى ډول د هغه د علمې او فرهنگې فعاليتونو په اړه يادونه کيږى : (( د روهيلکنډ نوابان ( على محمد خان او حافظ رحمت خان ) سره له دى چې خپله شاعران او ليکوال وو ، نور اديبان او شاعران يې پالل ، له علما  وو سره يې مينه  وه ، د روهيلکنډ په ټولو ښارونو کې يې مدرسې جاري کړې وې ، د حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان د حکومت په دوران کې په روهيلکنډ کې پنځه زره علما او فضلا په مساجدو او سر کارى مدرسو کې په تدريس مشغول وو . مدرسينو او شاگردانو ټولو ته تنخو او ې ورکوله کيدې او پالنه يې کيده )) ( ٤ ) .

          نواب حافظ رحمت خان د پورتنيو فرهنگى خدمتونو په څنگ کې د علم او فرهنگ دودى او پراختيا لپاره يو لوى کتابتون هم جوړ کړى وو ، چې په دى کتابتون کې زياتره کتابونه په پښتو ژبه باندى ليکل شوى وو ، پوهاند عبدالحى حبيبى ددى کتابتون په اړه داسى يادونه کړى ده :  (( حافظ رحمت خان عالم ، اديب ، ليکوال ، متدين ، شاعر او مورخ سړى و ، ده يوه مفصله کتب خانه هم درلوده )) چې د کتور اسپرينگر مشهور مستشرق د هغو کتابو فهرست په ( ١٧٥٤ م ) يو جلد نشر کړ او دي وايى چې دا کتابونه څلويښت ضدوقه او اکثر هم پښتو وه ، لويه برخه يې په ١٨٥٧ م دلکنهو په فساد کې برباد شو )) ( ٥ ) 

          د حافظ رحمت خان د ژوند په مهال کې د هند په نورو سيمو کې چې نور سرداران : مسلط وو ، هر يو د ځاان او د خپلى کورنۍ لپاره کار کاوه او په هره و سيله او واسطه د پيسو او مال دولت د گټلو لپاره پلانونه او پروگرامونه جوړول ، مگر حافظ رحمت خان داسى سردارنه وو ، هغه د خپلې سيمې د ټولو او سيدونکو لپاره که افغان وو او که هندو او که د نورو قومونو څخه وو د ټولو لپاره کار او خدمت کاوه او ټولو ته په يوه نظر کتل او ټولو سره يې ښى اړيکې درلودلې . هغه ته د سيمې د مسلمانانو هندوانو او نورو قومونو او مذهبونو د پيروانو لخوا په درنه سترگه کتل کيده او د ژوند په مهال او وروسته ورته درناوى کيده . د حافظ رحمت خان سره د خلکو د ښوو اړيکو په اړه سر محقق زلمى هيواد يادونه کړى ده : (( حافظ الملک يو افغان و ، يو مسلمان و ، ده د هند په زمکو کې ژوند کاوه _ او د هند د زمکو په يوه پيڅه يې حکومت اوسردارى درلوده . دده په رعايا  وو کې د مسلمانانـو

( ٣ ) _ مجاهد _ سر محقق سيد امين ، روهيلکنډ او د نواب محبت خان په دوره کې د هغه سياسي  ټولنيز حالات . 

( ٤ ) _ د نواب محبت خان پښتو ديوان _ سريزه او سمون د سر محقق زلمى هيوادمل _ ١٣٨٤ هـ ل د افغانستان علومو اکاډمى _ (( د سريزى ٢٦ م مخ ))

( ٥ ) _ حبيبى _ پوهاند عبدالحى ، نو مور کى مورخين ، ١٣٥٩ هـ ش ، کابل ( ٣٣ مخ ) .

تر څنگه هندوان هم په زيات تعداد موجود وو . ده له دوى سره هسى رو يه درلوده ، لکه څنگۀ چې يې له مسلمانانو سره درلوده . دده په حکومتى لويو ارکانو کې هندوان هم شامل وو ، او له ده سره د هندوستانيانو د محبت نتيجه وه چې پهاړ سنگه يې په قبر د گومبتې د جوړلو کار پر مخ بيوه . دده د حکومت په دوران کې هندوانو ته هر ډول مذهبى او نورى اجتماعى آزادى ور په برخه  وې . د حافظ صاحب دحکومت په دوران کې هندوانو په رو هيلکنډ کې لوى لوى مندرونه او عبادت گاوې جوړې کړې دي او د داود ټول مذهبى او ملى رسوم به په خورا شان وشوکت سره تر سره کيدل )) ( ٦ ) .

          په روهيکلنډ کې د پښتنو د واکمنۍ په دوره او په ځانگړى توگه د نواب حافظ رحمت خان د حکومت په وخت کې د هند په نورو برخو کې يو عمومى سياسى او اقتصادى بحران پيدا شوى وو ، ځکه چې د مغولو امپراتورى د زوال اونابودى خواته روانه وه ، په هر ځاى کې خپل سرى او شورشونه او جنگونه پيل شوى وو ، همدارنگه ددى بحران نه پرته خارجى تيرى کوونکى لکه انگريزانو او ځينى نور اروپايى حکومتونو هم غوښتل چې خپل استعمارى اغراض دلته عملى کړى ، نو ددغو داخلى او بين المللى بحرانونو له امله د هند او سيمې د ټول وخلکو ژوند خراب او گډوډو د تاريخى شواهدوله مخى زما په نظر يوازنى ځاى چې خلک يې آرام مطمن او په عادل حالت کې ژوند کاوه هغه د روهيلکنډ د سيمى خلک وو ، چې دا هر څه د حافظ رحمت خان د کورنى د ښه تدبير او صداقت نتيجه وه . 

 

( ٦ ) _ هيواد مل _ زلمى په هند کې دپښتو ژبى او ادبياتو د ايجاد او ودى پړاونه ، ١٣٧٣ م ل ، لاهور ( ٢٩١ مخ ) .