څيړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
د افغانستان او سويلي آسيا هيوادونو ترمينځ د گډ بازار د جوړيدو امکانات
د افغانستان او سويلي آسيا د هيوادونو ترمينځ د ډيرو پخوا زمانو نه را پدې خوا اقتصادي ، سياسي او فرهنگي اړيکې موجود دې . او دغه اړيکې تر اوسه پورې پخپل حال پاتي دي . افغانستان نه يوازې د جنوبي آسيا، بلکه د منځنۍ آسيا اوليرى ختيځ د هيوادونو ترمينځ د وصل ديوې کړۍ په حيث خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى .
په دى مقاله کې لومړى به په لرغونو زمانو کې سيمه ييزو بازارونو او بيا به دسيمه ييزو او نړيوالو گډ بازارونو په اړه لنډ معلومات به وړاندې کړم او وروسته به د افغانستان او سيمي په سطحه د سيمه ييز او نړيوالو گډو بازارونو په اړه به معلومات وړاندى شى .
د قبايلو ، قومونو ، اولسونو او خلکو ترمنځ ، د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره د گډو منظمو بازارونو جوړول لرغونې عنعنه لري .
د ښارونو د منځ ته راتلو سره په هر ښار او ښارگوتي کې . د ((منډيي)) په نامه په ټاکلي ځاى کې د مشخصو شيانو د پلورلو او پيريدلو ، د گډ بازار لومړني شکلونه دي . د ديني او ملي ورځو په ميلو کې هرځاى تل ، د يو گډ بازار بيلگه تر سترگو کيږي .
زمونږ په هيواد ، په تيره بيا په شمالي برخو ، او د منځنۍ آسيا په ټولو سيمو کې د اووه نۍ په ټاکلو ورځو کې (( د بازار ورځ – روز بازار )) په نامه د گډ بازار عنعنه تر اوسه لا دوام لري . زمونږ د گاونډى هيواد تاجکستان پلازمينه ((دوشنبه )) نوميږي . دا هغه ځاى دى چه د اونيو په هره دوشنبه کې هلته د شاوخوا سيمو د خلکو له خوا گډ بازار جوړيده او ورو ورو د وخت په تيريدو او د سياسي، ټولنيزو ، اقتصادي پرمختگونو په لړۍ کې اوس د يو عصري پرمخ تللي ښار په بڼه اووښتى دى .
په پخواني شوروي اتحاد کې د اشتراکي مالکيت د سيستم د حاکميت او عملي انکشاف او پرمختگ په حالت کې د خوراکى موادو آزاد گډ بازارونه په خپلو ټاکلو ورځو او ځايونو کې ، د (( فردى تشبث )) په اساس فعاليت کاوه .
د تمدن د پرمختگ ، په تيره بيا د ترانسپورتي وسايلو د زيات مودرن انکشاف سره د هيوادونو په سويه د گډو تجارتي بازارونو د جوړولو ضرورت هم زيات شوى او امکانات يې هم مسير دى .
د خلکو د اقتصادي اړتيا وو د لرې کولو لپاره په سيمه او نړۍ کې د هيوادونو ترمينځ يو شمير گډ بازارونه مينځته راغلي دي . چې دا د اقتصادي ستونزو د له مينځه وړلو په برخه کې مؤثر گام دى. گډ بازارونه اوږد تاريخ لري چې يو شمير اروپايي ، آسيايى او امريکايي هيوادونو کې ښې نتيجې ورکړي دي. (( د مثال په ډول د اروپايي ټولنې جوړښت په ابتداء کې د شپږو اروپايي هيوادونو ( فرانسې ، المان ، ايتاليا ، بلژيک ، هاليند او لوگزامبورگ )) ترمينځ يو گډ بازار وو . ددې گډ بازار تړون په ١٩٥٧ز کال په روم کې لاسليک شوى وو )) (١).
د زمانې په تيريدو سره د اجتماعي ، اقتصادي او سياسي پرمختگونو په نتيجه کې د نوموړۍ گډ بازار هيوادونه ورځ په ورځ زيات او اوس مهال په نړۍ کې د اروپايي ټولنې په نوم د اروپا ټول هيوادونه سره يو ځاى شوي دي .
(( د فارس خليج د هيوادونو د همکارى شورا يو سيمه ييز سازمان دى ، چې د شپږو عربي هيوادونو څخه ، چې د نفتو توليدونکي دي تشکيل شوى دى . دغه هيوادونه د کويټ ، عمان، قطر ، د عربي متحده امارات ، بحرين او سعودي عربستان څخه عبارت دي،دغه هيوادونه په مجموعي ډول ٦،٢ ميليون کيلومتره مربع مساحت لري . په نوموړۍ هيوادونو کې نژدې ٣٥،١ ميليون تنه وگړي ژوند کوي )) (٢).
افغانستان په سويلي او ختيځه برخه کې د پاکستان سره نژدې ٢٤٣٠ کيلومتره گډه پوله لرى . چې ددې اوږده پولې په ډيرو ځايونو کې د گډ بازار د جوړيدو امکانات شته . د مثال په ډول په تورخم او سپين بولدک کې چې دواړه خواووته گڼ شمير خلک ژوند کوي دگډو بازارونو د جوړيدو ضرورت ليدل کيږې. په نوموړو سيمو کې د دغو گډو بازارونو په جوړيدو سره د سيمې ډيرو کسانو ته د کار زمينه برابريږى. او هم دارنگه د خلکو ډيرې اقتصادي ستونزې هم له مينځه ځي .
د افغانستان جنوب لويديځه برخه يعنې د نيمروز ولايت د دوو هيوادونو ( پاکستان او ايران ) سره گډه پوله لري ددى ولايت په يو مناسب ځاى کې د دريو هيوادونو ( پاکستان ، ايران او افغانستان) ترمينځ د گډ بازار د جوړيدو ضرورت او امکانات موجود دى .
افغانستان د چين هيواد سره په شمال ختيځه برخه کې نژدې ( ٧٦ ) کيلومتره گډ سرحد لري . اوس مهال دا يوه غرنۍ لوړه سيمه ده چې د گډ بازار د جوړيددو او د نقليه وسايطو د تيريدو او را تيريدو امکانات يې ستونزمن دي.
(( چين او افغانستان غواړى چې د دواړو هيوادونو د نښلولو او يوې سوداگريزې لارې د پرانيستو په موخه دوا خان په غرونو کې سړک جوړونه وارزوي. تير کال ولسمشر حامد کرزي خپل چينايي سيال ته د اولمپيک د لوبو په مهال په بيجنگ کې د داسې يو سړک د جوړونې وړانديز کړى و. افغان چارواکي غواړي چې دې تفاهم ته اوس د عمل جامه ور واغوندي . سږ کال په همدى موخه د افغانستان د بهر نيو چارو وزير رنگين دا دفرسپنتا په بيجنگ کې د خپل سيال سره په دې سلاشو چې ددې لويې لارې د جوړونې ارزونه وکړي )) (٣) .
که دا پروژه بشپړه او عملي شي په هغه صورت کې په دي ځاى کې د نورو اقتصادي پرمختگونو ترڅنگ د افغانستان او چين ترمينځ د گډ بازار جوړيدو امکانات هم پيدا کيږي .
افغانستان د منځنۍ آسيا او سويلې آسيا د هيوادونو لپاره ډير مناسب ځاي دي چې په دې سيمه کې يو سيمه ييز لوى گډ بازار جوړ شي . په دى اقتصادي بازار يا گډ بازار کې د منځنۍ آسيا هيوادونه او د سويلى آسيا هيوادونه کولاي شي چې گډون وکړي او خپلې تجارتي ستونزي حل کړي .
په دې برخه کې ښاغلى حامد کرزى د افغانستان جمهور رئيس د سويلي اسيا د هيوادونو د همکارى سازمان په پنځلسمه غونډه کې چې تير کال د سريلانکا په پلازمينه کولمبو کې شوى وو داسې وويل : (( تجارت ، د خلکو تگ راتگ او د نظرياتو تبادله هغه لارې دي چې د سويلى آسيا په هيوادونو کې د اقتصادي همکاريو د تقويي او پرمختگ زمينه برابروى . افغانستان د سويلي آسيا د هيوادونو ترمينځ د خلکو د يوځاى کيدو او د اقتصادى بازارونو د ودې او پرمختگ لپاره د ځانگړى موقعيت څخه برخمن دى)) . (٤)
د ذکر شويو گډو بازارونو د جوړيدو لپاره په لومړي گام بايد د دواړو هيوادونو د فني او مسلکي کسانو لخوا ساحوى ريسرچ وشي او د امتحاني دورې لپاره په ځينو مناسبو سيمو کې گډ بازارونه جوړ شي او دغو بازارونو ته لوايح او مقررات وضع شي کله چې د دغو گډو بازارونو څخه کوم مثبت نتايج رامينځته شول بيا کيدى شي د منځنۍ آسيا او سويلي اسيا د هيوادونو په شمول د يو لوى کډ بازار او يا اقتصادى بازار د جوړيد لپاره پروگرامونه جوړ شي .
زما وروستى وړانديز دادى چې د کنفرانس په پريکړه ليک کې د افغانستان په پولو او په ځانگړى توگه په سويل ختيځو پولو کې د گډو بازارونو د جوړيد په اړه ځانگړى وړانديزو ته ځاى ورکړل شي .
منابع او ماخذونه
(١)- www.ettelaat.net
(٢)- www.irdiplomacy.net
(٣)- الهام ياسيني ، دوا خان لويه لاره په حلقوى سړک بشپږ او چين به د افغانستان سره ونښلوى ، سيمه ييز مطالعات ، ١٣ مه گڼه ، ١٢٧ مخ .
(٤)- http://www.president.gov.af