څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار .
د افغانستان راتلونکې کابينه بايد يوه مسلکې کابينه وي ، نه تنظيمي ، قومي او د شخصي
اړيکو په بنا جوړه شوي کابينه
که مونږ او تاسي د افغانستان وروستي ديرشو کلونو يعني د جگړې کلونو کابينو ته نظر واچوو ، په نوموړي موده کې ټولې کابيني د حزبي ، تنظيمي ، قومي او شخصي اړيکو په بنا جوړې شوي وې . مثلاً د خلق او پرچم دواکمنۍ په دوران کې د دولت مهم پوستونه ددغه گوند تر منځ تقسيم شوي وو ، او واک د هغو کسانو په لاس کې و ، چې په گوند کې د غړيتوب کلونه يې ډيرو ، او خپل گوند ته وفا دار و. په هغه وخت کې د وزارت لپاره د رسيدو اساسي معيار ، واکمن گوند ته وفاداري او په گوند کې د غړيتوب سابقه په نظر کې نيول شوى و . د هغې نه وروسته د مجاهدينو او طالبانو په دوران کې د افغانستان وزارتونه د جهادي گوندونو او تنظيمونو په منځ کې تقسيم شوي وو . هر يو گوند د خپلې برخې په اندازه خپل هغه کسان کابيني ته معرفې کول چې په هغه گوند کې ښه فعال او وفادار و .
تېرو ترخو تجربو وښودل چې په افغانستان کې ائتلافي ، گوندي او قومي کابينې د افغانستان ستونزي نشي حلولي ، بلکې دا ستونزي نور هم زياتوي . د همدغو منفي تجربو په نظر کې نيولو سره کوښښ وشو ، چې د مؤقتې اداري ، انتقال ادارې او د هغې نه وروسته په انتخابي حکومت کې تر ډېره ځايه پورې مسلکي او کار پوهه کابينه جوړه شي . په دې وروستيو کلونو کې په ځينو وزارتونو کې پخوانۍ تيرو تنې تر يوې اندازې پورې اصلاح شوي . مگر بيا هم هغه کابينه چې د افغانستان د خلکو غوښتنې او ضرورتونو ته مثبت ځواب ووايي او هغه ستونزې چې د ديرشو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي دي د حل لاره ورته پيدا کړې نه ده جوړه شوې .
د افغانستان په تاريخ کې اوسنۍ مرحله ډيره حساسه او له ستونزو نه ډکه مرحله ده . په دې لامل چې د افغانستان اوسنيو ستونزو ته د حل يوه سالمه لار پيدا شي ، او افغانستان د پرمختگ خواته روان شي او د افغانستان په دولتي ادارو کې يو سالم سيستم رامنځته شي ، نو يوې سالمې ، مسلکي ، کار پوهې ، صادقې او هېواد پالى کابينې ته اړتيا لري .
راتلونکى جمهور رئيس بايد داېي مسلکي او کار پوه کابينه جوړه کړي ، چې د يو وزير د د تاکنې لپاره بايد لازم معيارونه وټاکې . زما په نظر د يو وزارت د مقام لپاره لاندې معيارونه ډير ضروري دي :
١. تر هر څه د مخه ، د کابينې مشر د نورو اصلاحاتو په سر کې ، جدي او د زړه له کومي ، د رشوت او اختلاس سره د مبارزې نيت ولري او پخپله په دې برخه کې عملي اقداماتو ته تيار وي او د نورو صلاحيتونو او کفايتونو تر څنگ ، هر وزير يې بايد دغسې شخصيت وي چې ه په خپل وزارت کې داسې کسان وگوماري چې شخصي عقيده او رسمي او شخصې عمل او وينا يې د رشوت او رشوتخورئ په ضد وي .
يعنې که او او به له سره خړې نه وي يانه شي ، ور لاندې څوک ماهيان نه شي نيولى .
٢. يو وزير بايد د اړوند وزارت په مسلکي دندو کې وارد او د تجربې خاوند وي . مثلاً د ښوونې روزنې د وزارت لپاره داسې مسلکي سړى وټاکل شي ، چې سره بيره پر مسلکي تحصيلاتو په ښوونځي کې د ښوونکي دنده تر سره کړې وي ، ښوونکى سر معلم او مدير پاتي شوى وي او په خپل کار او مسلک کې د نوښت او ښې تجربې خاوند وي . د لوړو او مسلکې تحصيلاتو د وزارت لپاره داسې وزير پکار دى ، چې د نورو معيارونو تر څنگ د افغانستان د لوړو تحصيلاتو په پوهنځينو کې د استادى دنده سرته رسولې وي او د لوړو تحصيلاتو ټولې ستونزې ورته په عملي ډگر کې معلوم وي . د اولمپيک کميټې د مقام لپاره داسې مـسئول وټاکل شي چې د نورو معيارونو په څنگ کې د ورزش مسلکې زده کړې او تجربه ولرى .
٣. يو وزير بايد ددې په څنگ چې مسلکي سړى وى بايد پخپل کار کې د صداقت او ايماندارى ښه سوابق هم ولري ، ښه مسلکي او کار پوه وى : او که د سوابقو له مخه رشوت خور او خاين وي د وزارت لپاره مناسب شخص نه دى .
٤. وزير بايد بې طرفه وي او د تبعيض او تعصب نخښې نښانې پکې نه وي . د افغانستان ټولو قومونو او مذهبونو پيروانو ته احترام ولري او د افغانستان ملي گټو ته د لومړيتوب حق ورکړي نه يو قوم ، مذهب يا گوند ته .
٥. وزير بايد د افغانستان په يو وزارت کې د ښې تجربې خاوند وي او ښه کاري سوابق ولري . زما په نظر پورتنې معيارونه نه يوازي د يو وزير لپاره پکار دي ، بلکې همدغه معيارونه د وزارت نه ښکته د معينانو ، رئيسانو او حتى د مديريتونو په سطح کې هم بايد په نظر کې ونيولى شي .
زما وروستى وړانديز دادى چې د هر وزارت ، معينيت ، رياست او مديريت لپاره بايد ځانگړې مسلکي معيارونه په نظر کې ونيول شي او دغه معيارونه د قانون په چوکاټ کې راشي . د همدغو معيارونو په نظر کې نيولو سره د وزارت د مقام نه نيولې تر ماموريت پورې مقررى او تعينات وشي .