څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

د خان عبدالغفار خان د زمانې ځينو

مهمو سياسي او ټولنيز حالاتو ته

لنډه کتنه

          د پښتنو ستر مشر او ملى مبارز خان عبدالغفار خان په ١٨٩٠ م – ١٣٠٨ هـ ق کال کې د پيښور د هشنغر د اتمانزو په کلې کې زيږيدلى ، او په ١٩٨٧ م – ١٣٦٦ هـ ش کال کې د ٩٧ کالو په عمر په پيښور کې وفات او په جلال آباد کې خاوروته وسپارل شو .

          د ١٨٩٠م کال نه تر ١٩٨٧ م کاله پورې چې د باچا خان د ژوند کلونه دي په افغانستان ، سيمه او نړى کې ډير مهم سياسى ، اجتماعى او تاريخى حوادث تير شوي دي . د مثال په ډول په ١٩١٤م کال کې لومړۍ نړيواله جگړه پيل شوه ، په ١٩١٩م کال کې د افغانستان استقلال تر لاسه شوه ، په ١٩٤٠م کال کې دوهمه نړيواله جگړه پيل شوه ، په ١٩٤٧م کال کې د هند استقلال تر لاسه شو او په همدى کال کې د پاکستان هيواد جوړ کړى شو .

          په دى مقاله کې د پاچا خان د ژوند په مهال کې د پورتنيو سياسى ، اجتماعى او تاريخى حالاتو او هغه واقعاتو په اړه چې باچا خان پورى مربوط دي ، يو څه معلومات به وړاندى شى .

          د باچا خان د ځوانئ په مهال يعنى په ١٩١٤م کال کې لومړى نړيواله جگړه پيل شوه . په دى وخت کې هند او د پښتنو ډيرى سيمې د انگريزانو تر مستقيم کنترول او حاکميت لاندى وى . افغانستان د انگريزانو غير مستقمه مستعمره وه . په دى وخت په افغانستان کې د امير حبيب الله خان د سلطنت څوارلسم کال و . په لومړى نړيواله جگړه کې افغانستان بيطرفه و او دا بيطرفى د انگريزانو په مشوره امير حبيب الله خان اعلان کړه . په لومړى نړيواله جگړه کې د افغانستان د بيطرفى د اعلان په اړه د مير غلام محمد په کتاب کې داسى يادونه شوى ده : (( امير حبيب الله خان هنگاميکه جنگ جهانى اول ( ١٩١٤ ) مشتعل گرديد ، دست بسته در انتظار دوستى انگليس نشست و در طى يک دربار عام ( بيطرفى ) افغانستان را اعلام کرد . امير در اين دربار منعقد در قصر استور با حضور سفير دولت انگليس گفت که : خط و ايسرا صاحب هند در خصوص اخبار کيفيت  حرب عمومى اروپا و داخل بودن دولت معظمه برتانيه در اين حرب به حضور ما رسيده و ضمناً بطور اشعار دوستانه نوشته اند که : چون دولت عليه افغانستان از زمان اعليحضرت ضياء الملته والدين مرحوم با دولت معظمه بريتانيا عهد دوستى و پيمان مودت داشته و دارد و در مهمات و مظمات امور خارجه پرسيدن راى و استشاره دولت برتانيا از جمله مواد عهد نامه قرار داده شده و تجديد هم شده است . از آنرو بيطرفى دولت عليه افغانستان را در آين حرب حاضره مناسب تر و موافق تر دانسته . امير بيطرفى افغانستان را اعلان کرد ، در حاليکه در افغانستان هيجان عمومى مردم احساس ميشد . و مردم سرحدات آزاد در خزان همين سال بر ضد استعمار انگليس قيام         کردند (١) .

 

 

    ( ١ ) – غبار ، مير غلام محمد ، افغانستان در مسير تاريخ – کابل ، ١٣٤٦ هـ ش ( ص ٧٣٩ ) .   

          د پورتنيو څرگندونونه په واضح ډول معلوميږى چې د افغانستان خارجى سياست په هغه زمانه کې د انگريزانو په لاس کې و ، او هر څه چې هغوى غوښتل هم هغسى کيدل ، او امير حبيب الله خان هم په همدى وضعى باندى خوښ او موافق و . د امير حبيب الله خان د دغه سياست په مقابل کې که څه هم مشروطه غوښتونکى خپل شوى و ، مگر هغوى په پټه او مخفى توگه د افغانستان د آزادى او د مشروطه نظام د مينځته راتلو لپاره خپلى مبارزى ته دوام ورکاوه .

          د لومړى نړيوالې جگړې په دوران کې په هندوستان او پښتو نخوا کې هم د آزادى د لاسته راوړلو لپاره مبارزه روانه وه . په هند او د پښتو نخوا  په سيمو کې خان عبدالغفار خان په دغو مبارزو کې فعاله ونډه درلودله . په دغو آزادى بخښوونکو مبارزو کې د خان عبدالغفار خان او د هغه د ملگرو د په اړه په لاندى ډول معلومات وړاندى کيږى : په ١٩١٤م کال کې لومړى نړيواله جگړه ، پيل شوه  . ددى جگړى له پيليدو سره سم د شيخ الهند په هدايت د ترنگزو حاجى صاحب او نور ملگرى يې آزادو قبايلو ته ولاړ چې قبايل دا نگريز د استعمارى حکومت په خلاف را پاڅوى او خان عبدالفغار خان په خپل کورپاته شو او دا وظيفه ورته وسپارل شوه چې د دوى او د هندى ملگرو تر مينځ روابط وساتى .

          د جنگ په دوران کې د هند د نيمى و چې ډير سياسى ليډران د انگريزانو د حکومت لخوا بنديان شول . شيخ النهند د مالتا په جزيره کې بندى شو . مولانا عبيد الله سندهى کابل ته راغى او  راجه مهند را پرتاب تر صدارت لاندې يې د هند موقتى حکومت قايم کړ . مولوى سيف الرحمن . مولوى فضل ربى او مولوى تاج محمد هم کابل ته راغلل او مولوى عبدالعزيز سوات ته ولاړ . خان عبدالغفار خان غوښتل چې کابل ته راشى ، مگر انگريزانو ورته موانع پيدا کړه  او جيل ته واچول   شو( ٢ ) .

          د لومړئ نړيوالى جگړى په بهير کې هم په افغانستان او هم د پښتو نخوا په مختلفو سيمو کې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره مبارزه روانه وه . مگر دغه مبارزى او جنگونه تر واحدى قوماندى او لارښودنى لاندى نه وو ، کله په يوه سيمه کې د انگريزانو پرضد پاڅون کيده کله په بله سيمه کې . د لومړى نړيوالى جگړى په بهير .او د هغه نه وروسته ددى سيمى د ټولو سياسى قوتونو لپاره مناسب فرصت و ، چې د انگريزانو څخه خپله آزادى ترلاسه کړى واى ، ځکه چې په دى وخت کې د انگريزانو ټول نظامى او اقتصادى قوت او قدرت په نړيواله جگړه کې بوخت وو ، په دى وخت کې د پښتنو په سيمو کې ددغو آزادى بخښوونکى مبارزو او د هغه د نيمگرتياو په اړه خان عبدالغفار خان داسى يادونه کړى ده : جنگ څلور کاله پس ختم شو په دې دوران کې به کله نا کله د پرنگيانو او آزادو قبايلو ترمينځ جنگونه کيدل خو د ټولو قبايلو په يوه سلا او منظمه طريقه به نه وو ، نو ځکه پرنگى ته څه نقصان نه رسيده . چې مومند و به په پرنکى حمله وکړه وزير ، مسعود او اپريدى به په يو ځاى ناست و ، او که د اپريدو او انگريزو جنگ به و ، مومند ، وزير او مسعود به خبر نه وو ، او که د وزير و به ورسره جنگ و ، مسعود به چې د وزيرو سره په يوه علاقه کې ژوند تيروى جنگ ته تيار نه و ، مومند او اپريدى خولا په ځاى پريږده ، هر يو به ويل چې دا د هغه جنگ دى ، مونږ يې څه کوو ، په کار دا وو

 

 

    ( ٢ ) – بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله – د سولى او آزادى قهرمان خان عبدالغفار خان – چې

١٣٦٦ هـ ش ، ( ٧ مخ ) .

ټول قبايل په يو تحريک کې تنظيم شوى واى ، ښه تربيه ورکړ شوى واى او ټول يو ځل را پورته کابل ، شوى واى ( ٣ ) .

          د خان عبدالغفار خان د پورتنيو څرگندونو څخه په واضح ډول معلوميږى ، چې په هغه زمانه کې ظاهراً د پښتنو په سيمو کې د انگريزانو پر ضد منظمه او هماهنگه مبارزه موجوده نه و. او په دغو سيمو کې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره کومه واحده رهبرى او کوم سياسى سازمان او گوند هم نه وو ، ټول کارونه په طبيعى شکل او پخپل سر باندى روان وو . زما په نظر کيدى شى چې ددغو بى نظميو او خودسريو اساسى علت د انگريزانو پټه مداخله او همدارنگه د پښتنو په مينځ کې قومى او قبيلوى اختلافات ، اغراض او تضادونه وى .

          د لومړى نړيوالى جگړى څخه وروسته د انگلستان او نورو اروپايى استعمارى هيوادونو په مستعمراتو کې ملى او آزادى بخښوونکى غورځنگونه پيل شو ، چې په همدى لړ کې په افغانستان کې هم آزادى غوښتوونکى قوتونه فعال شو ، او د امير امان الله خان په مشرى په ١٩١٩م کال کې د انگريزانو څخه خپله آزادى تر لاسه کړه . د افغانستان د استقلال د لاسته راوړلو په برخه کى مهم او اساسى رول د دربار سرى گوند يا مشروطه غوښتونکى نهضت ولوباوه . ددى نهضت د مهمو اهدافو څخه يو هم د بى سوادى له مينځه وړل او د استقلال تر لاسه کول وو . کله چې د افغانستان استقلال اعلان شو او خارجى ملکونه د افغانستان استقلال په رسميت و پيژندل  . په دى وخت کې خان عبدالغفار خان افغانستان ته راغى او دلته هغه د غازى امان الله خان او د افغانستان د نورو دولتى مشرانو سره وکتل . ددغو ليدنو کتنو او د هغه د نتايجو په اړه خان عبدالغفار خان داسى ليکى : په کابل کې زمونږ تعلقات د نادر خان او دده د کورنۍ سره ډير وو ، دى پخپله وزير دفاع و ، او ورور يې سردار عبدالعزيز خان د معارف وزير وو . څو ورځى پس زه نادر خان ته ورغلم ورته مى ووى زما اراده ده چې د باجوړ آزادو قبايلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار شروع کړم او د پښتنو د بچو د روزلو لپاره قومى مدرسى جوړى کړم ، ستاسلاء او مشوره څه ده ؟ هغه زما د ارايه خوښه کړه ما سره يې په دى خبره اتفاق وکړو . زه د يو څو ماتى ملگرو سره د کابل نه جلال آباد ته راغلم ، په جلال آباد کې مې د هاشم خان سره هم سلاء او مشوره وکړه ، هغه هم زما ددى کار سره په ډير خوشحالى اتفاق وکړو او باجوړ ته يې زمونږ د تگ انتظام هم وکړ يو آس يې راکړ ( ٤ ) .

          ددى سفر او ملاقاتو نه وروسته خان عبدالغفار خان پريکړه وکړه چې د آزادى د تر لاسه کولو لپاره لازم او ضرورى ده چې د پښتنو په ټولو علاقو کې خلک د سواد څخه برخمن شى ، او همدارنگه ددى کار د سرته رسولو لپاره ضرور دى چې يو سياسى سازمان يا گوند جوړ کړى ، او پرته له دى څخه سياسى فعاليتونه نا ممکن دي . هغه په لومړى سر کې د پښتنو په مختلفو سيمو کې د ښونځيو او مدرسو په جوړولو باندى پيل وکړ ، په دى لاره کې هغه ډير تکليفونه وليدل ، مگر په پاى کې يې ډير برياليتوبونه هم تر لاسه کړه ، د مثال په توگه په دې اړه دى پخپله ليکى : د خالونو په کلى کې اخونزادگانو او پراچگان اباد دي دا دواړه کورنئ ډير و شنفکره او ښه خلک دي ، دواړه قوم پرست او دولتمند وو ، د دوى په مرسته مونږ دلته يوه مدرسه جوړه کړه او دوى ته مو وويل چې ددې مدرســى د

 

 

    ( ٣ ) – خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جد و جهد – کابل – ١٣٦٢ هـ ش ( ١٣٣ مخ ) .

    ( ٤ ) – پورتنى اثر – ( ١٧٦ – ١٧٧ مخونه ) .

انتظام د پاره مخفى صاحب را وغواړئ او مونږ ترې دير ته لاړو . دې مدرسى ډير زر ترقى وکړه او په لږه موده کې يې شاگردان څلور سووته ورسيدل د ملکنډ پولټيکل ايجنت د پښتنو د بيدارى سخت مخالف و هغه د دير نواب وغوښت ورته يى وويل چې دې مدر سو او تعاليم مونږ ته څومره مشکلات پيدا کړل ته ځانته دا مشکلات مه پيدا کوه  دا مدرسه ورانه کړه . د دير نواب راغى مدرسه يې ورانه کړه او ريې ورته کړو ( ٥ ) .

          د انگريزانو او د هغوى د پلويانو د مخالفتونو سره سره خان عبدالغفار خان په دى باندى بريالى شو چې د پښتنو په ټولو سيمو کې ښوونځي او مدرسې جوړ کړى او ددى ښونځيو او مدرسو د جوړيدو نه پس په ډيره لږه موده کې ددى مدرسى مثبتى پايلى څرگندې شوې او ددى مدرسى د فارغ التحصيلانو څخه لوى لوى سياسى او فرهنگى شخصيتونه جوړ شو . ددغو مدرسو د جوړيد او د هغه د مثبتو نتيجو په اړه احمد کاکا داسى ليکى : . . . باچا خان په دى ټولو خبرو سوچ وکړو او دى نه پس يې ملا وتړله ، را پاڅيدلو اول يې ورله توجه تعليم طرف ته وگرزوله او په اتمانزو کې آزاد اسلاميه هايى سکول يې جوړ کړ ، بلکه دا سکول نه وو ، دا يو نيورسټى وه . دې کې دينى ، مذهبى ، تاريخى او دنياوى ټول علمونه ښودلى شول او هم پکې سياسى شعور پيدا کيده او هم دى سکول لکه د ماسټر عبدالکريم په شان يو لوى عالم او اديب را پيدا کړو چې هغه د مرگ تر وخته پورې د خپل دماغ ، قلم او ژبې په ذريعه خدمت وکړ ، دا هغه مدرسه ده چې دى د عبدالولى خان په شان يو داسى سياست دادن پيدا کړ چې ټوله دنيا د هغه په سياست قايله ده .په ټول يورپ اوپه ايشيا کې لکه نور   ځليږى . دا هغه مدرسه ده چې دى لکه د عبدالغنى خان په شان ديوى لوى پايې شاعر ، اديب فيلسوف او سياست دان پيدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه د عبدالروف قربان په شان شاعر او سياست دادن په درگى ملاکنډکې پيدا کړ . دا هغه مدرسه ده چې دې لکه سعادت خان ، جليل په شان شاعر او يو بيدار مغز زلمى پيدا کړ چې د مرگ پورى يې د فخر افغان لمن پرې نه ښوده . او دا هغه مدرسه وه چې دې په ټوله صوبه کې د وړو مدرسو يو جال خور کړ چې ددغى ټولو مدرسو مرکز دا تمانزو مدرسه وه. هغسى خو ټوله صوبه کې مدرسې وې ولى په خاص ډول صوابۍ تحصيل ، نو ښار تحصيل ، هزاره ، مردان کې او د قبايلو تر ايجنسو پورى دا مدرسې جوړې شوې وې . ددې مدرسو نه چې هر څومره هلکان فارغ شوو . هغوى چاپه شعرونو او نظمونو ، چا په تقريرونو کې د خپله وسه پورې کار کړى        دى ( ٦ ) .

          څرنگه چې وويل شو ، خان عبدالغفار خان پريکړه وکړه چې د آزادى د لاسته راوړلو لپاره ضرور دى چې يو سياسى سازمان يا يو سياسى گوند جوړ کړى ، دى کله چې په پښتو نخوا کې د ښوونى او روزنى لپاره پلانونه طرح کړل ، نو د ښوونى او روزنى د پروگرام سره متوازى د سياسى سازمان په جوړولو يى هم لاس پورى کړ ، او د (( انجمن اصلاح افاغنه )) په نوم يو سياسى او اجتماعى سازمان جوړ کړ . ددى سازمان د تاسيس د ضرورت او اهدافو په اړه پخپله باچا خان  داسى فرمايى : مونږ په ١٩٢١ع کــــــــال کــــــــــــې د دوستانو په امـــــــداد په اتمازو کــــــې د آزاد سکــــــــول بنياد کښيښوده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٥ ) _ پورتنى اثر _ ( ١٧٨ _ ١٧٩ مخونه ) .

    ( ٦ ) – احمد – خدايى خدمتگار تحريک ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٦٩ هـ ل ، د سرحدونو چارو وزارت ، ( ١٧٧ – ١٧٨ مخونه ) .

چې په دى سکول کې قاضى عطاؤ الله ، ميا احمد شاه ،تاج محمد خان ، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملگرى وو . د مدرسى ترڅنگه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او پکې د قامولى د مينى او محبت د پيدا کولو غرض د اصلاح الافاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړو ( ٧ ) .

          په لومړى سر کې کله چې (( انجمن اصلاح افاغنه )) تاسيس شو او د ښوونى او روزنى پروگرام پيل شو ، ددى انجمن غړى ٣٠ تنه وو ، مگر په ډيره لږه موده کې  د دوى شمير دومره ډير شو ، چې په ټوله پښتو نخوا کې . ددى انجمن دغړو په مرسته ښوونځى او مدرسى جوړى شوى او د دوى د هلو ځلو نه مسبتى او ښى نتيجى لاسته راغلى . ددى پروگرام د مثبتو نتايجو په اړه پاچا خان داسى ليکى : د انجمن په کوشش زمونږ د مدرسى په ملک کې ډير شاخونه قايم شوي وو ، يو ډير لوى شوق په پښتنو کې د خپلو بچو د تعليم پيدا شوى و ما او خادم صاحب د هغو معاينه شروع کړه . زمونږ د يوسف زو مدرسى په ډير ښه حالت کې وې او د هغى ټوله وجه د صاحب زاده خورشيد خان صاحب ، د ادينه او نصر الله جان محنت قربانى او کوششونه وو ( ٨ ) 

          په ١٩٣٩م کال کې دوهمه نړيواله جگړه پيل شوه او دغه جگړه په ١٩٤٥م کال کې پاى ته ورسيدله . په دى اوږده جگړه کې بريتانيه هم برخه اخستى وه . اگر چه جگړه د انگلستان او د هغه د متحدينو په گټه پاى ته ورسيدله ، مگر په نړيوال ډگر کې دبريتانيى په مستعمراتو کې آزادى بخښوونکى نهضتونو زور آخستى و ، په هندوستان کې هم آزادى بخښوونکى جنبشونه فعال شو ، او بريتانوى استعمار گران مجبور شوو چې هندوستان ته سياسى استقلال ورکړى . د دوهمى نړيوالى جگړى د پاى ته رسيدونه وروسته (( د هند د خلکو د آزادى غوښتنى د غور زوپرزو او د خان عبدالغفار خان په مشرى د خدايى خدمتگارو په ملگرتيا د هند د ملى کانگرس د پرله پسى سياسى منظمو او اصولى مبارزو او د وخت د حالاتو او شرايطو پربنا د انگريز استعمارى حکومت مجبور شو چې هند پريږدى . برتانوى حکومت د خپلى کابينى څلورتنه وزيران هند ته وليږل ، څلورتنه مشران غړى د کانگرس لخوا او څلورتنه د مسلم ليگ لخوا وټاکل شو . د کانگرس په غړو کې خان عبدالغفار خان هم شامل و ، د دوى په گډون د شملى کنفرانس جوړ شو . په دى صورت د ١٩٤٦م کادمى د مياشتى نه وروسته د هند په نيمه وچه کې د برتانوى حکومت او د هند حزبونو ، په تيره بيا د کانگرس او مسلم ليگ تر منځ د سياسى مفاهمو او مذا کرو او د سياسى حل د ليارى د لټولو لوبه شروع شوه .

          انگريزانو غوښتل چې هند څو ټوټى يا لږ تر لږه دوه ټوټى کړى او يو ټوټه يى د مسلم ليگ تر سلطى لاندى راشى . مسلم ليگ هغو سره ملگرى و ( ٩ ) .

          د ١٩٤٧م کال د جون د مياشتى په ٣ مه نيټه د هندوستان دويشلو او ټوټى ټوټى کيدلو لپاره

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧ ) – خان عبدالغفار خان – زما ى ژوند او جدو جهد . ( ١٨٢ – ١٨٤ مخونه ) .

    ( ٨ ) – پورتنى اثر – ( ٣٢ مخ ) .

    ( ٩ ) – بختانى خدمتگار ، عبدالله ، د سولى او آزادى قهرمان ، خان عبدالغفار خان – ٣١ مخ .

 

ورکنگ جلسه جوړه شوه . په دى جلسه کې د برتانوى هند وايسراى لار ډمونټ بيټن ، د هند کانگرس ، مسلم ليگ ، خدايى خدمتگار و او د هند د يو شمير نورو سياسى گوندونو استازو گډون پخپله کړى و . ددى جلسى د مهمو موضوعاتو او فيصلو په اړه پخپله باچا خان داسى ليکى : . . . په غونډه کې چې گاندهى جى هم د تقسيم طرفدارى وکړه ، نو مونږ ټول حيران پاتى شوو . بله مسله په سرحد کې د ريفرنډم مسله وه . دا مسله هم د لار ډ مونټ بيسټن په منصو به کې راغلى وه په دغه خبره هم ډير بحث مباحثه وشو او دلايل پيش شول ، سردار پټيل او راج گوپال اچاريه دلته په ورکنگ کميټى ډير زور واچولو او اخر ورکنگ کميټى دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسيم او صوبه سرحد کې د ريفرنډم خبره دواړه ومنلى شوى . زه حيران شوم چې دوى دا ټولى فيصلى کړى وى نو دا ما سره يى بيا جرگى او مټنگونه ولى کول ؟

          په دى وخت کې ما ورکنگ کميټى ته يو پيشنهاد وړاندى کړو او دامى ورته ووئيل چې مونږ هميشه د کانگرس ملگرتيا کړى ده او لاس مو ورکړى دى اوس که کانگرس مونږ يوازى پريږدى او له مونږ سره امداد ونه کړى نو په صوبه سرحد به ددى ډير خراب اثر پر يو ځى که کانگرس خدايى خدمتگار د شرمخانو خولى ته همداسى پريږدى نو دا به د صوبه سرحد سره غدارى وى ، د گاندهى جى په زړه باندى ددى پيشنهاد زيات اثر وشو او ويى ويل چې زه به د مونټ بيټن سره په دى مسله خبرى وکړم .

          په سباله زه او گاندهى جى ، وايسراى لاړ ډمونټ بيسټن ته ورغلو هغه سره مو خبرى وکړى هغه په دى کې د جناح صاحب شرکت هم ضرورى وگڼلو ، څه وخت چې جناح صاحب ، گاندهى جى او زه يو ځاى شو ، نو جناح صاحب وويل چې دى زما ورور دى ، زه ده سره ځان له خبره کوم ، نو ما گاندهى جى ته وويل چې دده داسى خوښه ده ، نو که ستا اجازه وى ، نو زه به ورسره ځان له خبره وکړم ، هغه ماته وويل ډير ښه . جناح صاحب ماته وويل چې تاسو ته به (( پراونشل اټانومى )) ( صوباى خود مختارى )  ورکوو ، خو په دى څه عمل ونه شو ، اصل کې ماته تر دغه وخته پورى دا معلومه نه وه چې د مونټ بيسټن ، کانگرس او مسلم ليگ تر مينځه ټولى فيصلى شوي دي ( ١٠ ) .

          د باچا خان د پورتنيو ليکنو څخه په واضح ډول څرگند شو چې د هند دويش په اړه انگريزانو ، د کانگرس گوند او مسلم ليک گوند په خپل مينځ کې د باچا خان د شرکت او خبرتيانه پرته ، پخوا په موافقه رسيدلى وو ، او د ورکنگ کميټى جلسه تش په نامه يوه تشر يفاتى جلسه وه . همدارنگه په دى جلسه کې د پښتنو د سرنوشت په اړه د ريفرندم فيصله ونشوه .

          (( دا ريفرندم په ډير مضوعى او تصنفى ډول وشو . د پاکستان او هندوستان د رايو پر ضد وقونو باندى قرانکريم او د هندوانو مقدس کتاب (( گيتا )) کښيښودل شو . د مسلمانانو په صوبه کې به کوم داسى مسلمان وى چې له قرآنه تير شى او بل کتاب ته رايه ورکړى ؟ په دى دليل او په تيرو ذکر شويو اصولى د ليلونو خدايى خدمتگارو او د صوبى ډيرو خلکو په ريفرندم کې برخه وانه خستله ، د پاکستان د حکومت لخوا خان عبدالغفار خان او دولس زره خدايى خدمتگاران با مشقتو جيلونو ته واستول شوو )) ( ١١ ) .       

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٠ ) – خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جدو جهد – ( ٧٣٣ – ٧٣٤ مخونه ) .

    ( ١١ ) – د سولى او آزادى قهرمان – ( ٣٤ مخ ) .

          د هيواد يو معاصر دانشمند مورخ د هند دويش په اړه داسى ليکي : (( به تاريخ سوم جون ١٩٤٧ حکومت برتانيه ، بيانيۀ معروف خود را در باب آزادى هندوستان و تقسيم آن بۀ دو دو مينيون اعلان نمود . . . در بيانيه مذکور حقوق ملى افغانها پامال و چنان فيصله شده بود . که ولايت سرحد ذريعۀ يک ريفرندم الحاق خود را به يکى از دو دومينيون هندوستان و پاکستان تصويب کند .

          در مقابل چنين يک فيصلۀ دور از انصاف افغانهاى ولايت سرحد به هيجان آمده ، در تحت قيادت پيشوايان ملى خود تصميم گرفتند که با ريفرندم موعود مقاطعه کنند . متاسفانه کسى به اعتراض ايشان گوش نداده ، ريفرندم به بسيار عجله و بر اساس حق راى فوق العاده محدود ، که بيش از ده فيصد نفوس ، در آن شرکت کرده نمى توانست ، صورت گرفت . در اين ريفرندم از جمله تخمين سه ميلون نفوس ولايت سرحد فقط اسماى سه صد هزار نفر در فهرست آراء ثبت و به ايشان اجازه راى دهى اعطاء شده بود ، و آنهم به ترتيبى سنجش شده بود که قسمت بزرگ آراء بمردمان پنجابى و ديگر ولايات هند ، که در شهر هاى سرحد به شغل تجارت مصروف بودند ، تعلق مى گرفت و اکثريت افغان هاى خالص و ساکنين دايمى اين منطقه از اين حق محروم مى شدند .

          با وصف اين تقلبات صريح و با وصف آنکه ريفرندم بدون وجود مراقبين بيطرف ، فقط در تحت نظارت مامورين برتانوى صورت گرفت وبه قضيه يک رنگ مذهبى هند و و مسلمان داده شد . باز هم بيش از نصف آراء به طرف الحاق به پاکستان ظاهر نشد و آراى اکثريت بزرگ اهالى مجهول ماند. اما حکومت برتانيه همين نتيجۀ ناقص را کافى شمرده بر اساس آن حکم الحاق ولايت سرحد را به پاکستان اعلان کرد . . . ( ١٢ ) .

          خان عبدالغفار خان د هند دويش نه وروسته د ١٩٤٨م کال نه تر ١٩٥٧م کاله پورى بندى اويا نظر بند وو ، او بيا د بند څخه خلاص شو او د پښتو نخوا سيمې ته راغى او ديو نوي سياسي گوند په جوړيدلو يې لاس پورى کړ ، چې د دغه گوند په شاوخوا کې نور سياسى سازمانونه هم يو ځاى شوو . ددى گوند د تاسيس په اړه على خان محسوب پخپل کتاب کې داسى يادونه کړى ده : (( شپږم ستمبر ١٩٥٦م کال کې يې خپل تاريخى عدالتى بيان په تحريرى شکل کې عدالت ته پيش کړو ، ليکن ددى با وجود ، باچا خان عدالت په جيل کې واچوه ، او بيا ٢٥ جنورى ١٩٥٧م کال کې آزاد شو، او بيا يې N.P.A   نشنل عوامى پارټى جوړه کړه . په دى گوند کې ټول د استعمار ضد گوندونه او تنظيمونه را جمع وو ، سند هاري کميټى ، آزاد پاکستان پارټى ، خدايى خدمتگار ، سند متحده محاذ او سابقه مشرقى پاکستان نه د بها شانى عوامى ليگ شامل وو )) ( ١٣ ) .

          باچا خان د پاکستان د جوړيدونه وروسته يعنى د ١٩٤٨م کال نه د خپل عمر تر پايه پورى د پاکستانى واکمنانو پر ضد مبارزه کول او د خپل قوم د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په مبارزه کې وو ، د همدى بر حقه مبارزى پر سر هغه خپل زيات عمر د پاکستانى واکدارانو په زندانو کې تير کړل، سره

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٢ ) – مجموعه مقالات بنام (( مبارزه خونين مردمان افغانستان در راه آزادى )) – ترتيب کنندگان مجموعه : نجيب الله (( توروايانا )) و عبدالشکور حکيم مقالۀ صديق فرهنگ تحب عنوان : ( مسئله پشتونستان ) – چاپ کتابفروشى فضل ، پيشاور – ١٣٨٧ هـ ش – ( صفحات ٢٨٦ – ٢٨٧ ) .

    ( ١٣ ) – محسوب – على خان – له پير روښانه تر باچا خانه پورى د پښتنو ملى مبارزى ته کتنه – پيښور ، دانش خپرندويه ټولنه .

له دى چې د زندان ژوند ډير تريخ او له کړاوه ډک وو ، مگر هغه ددى تکليفونو په مقابل کې په ټينگه ولاړ وو . باچا خان د زندان نه بهر خپل قوم او خپلو ملگرو ته داسى توصيه کول : ما پسې د هيڅ قسم غم او فکر مه کوى . ولې چې زه خدايي خدمتگار يم . او که چيرې الله ته زما د وجود نه د خپل مخلوق څه خدمت اخستل منظور وي نو ماله به ښه او روغ صورت را کړي . دا څه نوى سلوک نه دى چې گڼې ما سره يوازى کيږى . دا خو زړه طريقه ده او د دنيا تاريخ ددى قسم واقعاتونه ډک دى .

          زما قيد بې شکه د تکليفونو نه ډک دى . ليکن به غير د تکليفونو نه څه کيدى نشى . خلقو چې د الله تعالى په لاره کې څومره تکليفونه تير کړي دي د هغه په مقابله کې زما تکليف خو څه تکليف         نه دى .

          دعا راته کوى چې الله تعالى ما په دى امتحان کې پاس کړى ، صحت را کړي او ددې قابل مې کړي چې د هغه د مخلوق خدمت وکړى شم ( ١٤ ) .

          د خان عبدالغفار خان د زمانى سياسى او اجتماعى حالات او حوادث ډير دى ، او ددى دورى د ټولو حوادثو څيړنه په يوه مقاله نا ممکنه خبره ده په دى مقاله کې هغه سياسى او اجتماعى حوادث چې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزى سر مستقيم اړيکى درلودلى په ډيره لنډه توگه بيان شو . ددى مقالى په ليکلو سره ددى سيمې ددى دورى تاريخ چې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزى پورى اړه درلودل تر يوى اندازى پورى روښانه شو . او ددى مقالى په لوستلو سره ددى موضوعاتو مينه وال او محقيقين کولى شى چې نورى څيړنى هم وکړى او ددى دورى واقعات او حوادث چې د باچا خان او د هغه کورنۍ او د هغه د ملگرو د مبارزو او کوښښونو سره اړه لرى نور هم روښانه او واضح کړى .

منابع او ماءخذونه

  1. غبار ، مير غلام محمد ، افغانستان در مسير تاريخ – کابل ، ١٣٤٦ هـ ش ( ص ٧٣٩ ) .
  2. بختانى خدمتگار ، سرمحقق عبدالله – د سولى او آزادى قهرمان خان عبدالغفار خان کابل – ١٣٦٦ هـ ش ، ( ٧ مخ ) .
  3. خان عبدالغفار خان – زما ژوند او جدو جهد – کابل – کابل – ١٣٦٢ هـ ش ( ١٣٣ مخ ) .
  4. پورتنى اثر – ( ١٧٦ – ١٧٧ مخونه ) .
  5. پورتنى اثر – ( ١٧٨ – ١٧٩ مخونه ) .
  6. احمد خدايي خدمتگار تحريک ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٦٩ هـ ل د سرحدونو چارو وزارت، ( ١٧٧ – ١٧٨ مخونه
  7. زما ژوند او جدو جهد ، ( ١٨٣ – ١٨٤ مخونه )  .
  8. پورتنى اثر – ( ٣١٢ مخ ) .
  9. د سولى او آزادى قهرمان ، ( ٣١ مخ ) .
  10. زما ژوند او جدو جهد ( ٧٣٣ – ٧٣٤ مخونه ) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ١٤ ) – بختانى خدمتگار – سرمحقق عبدالله ، د خان عبدالغفار خان ليکونه – لومړى برخه – کابل – ١٣٦٣ هـ ش – ( ٦٠ مخ ) . 

  1. د سولى او آزادى قهرمان ( ٣٤ مخ ) .
  2. مجموعه مقالات بنام (( مبارزه خونين مردمان افغانستان در راه آزادى )) – ترتيب کننده گان مجموعه : نجيب الله (( تورو وايانا )) و عبدالشکور حکيم . مقاله سيد مير محمد صديق فرهنگ تخت عنوان : ( مسله پشتونستان ) – چاپ کتابفروشى فضل ، پشاور _ ١٣٨٧ هـ ش- ( صفحات ٢٨٦ – ٢٨٧ ) .
  3. محسوب – على خان – له پير روښانه تر باچا خانه پورى د پښتنو ملي مبارزى ته کتنه – پيښور ، دانش خپرندويه ټولنه – ( ٧١٤ مخ ) .
  4. بختانى خدمتگار – سرمحقق – د خان عبدالغفار خان ليکونه ، لومړى برخه ، کابل       ١٣٦٣ هـ ش  ( ٦٠ مخ ) .