غزل
ښه دې رایاد دي ستا مې هر ستم له یاده ووت
غوښتل مې هېر دې کړمه هېر مې هم له یاده ووت
هر ځل چې لاړې له دې شونډو نه شو هېر تبسم
هر ځل چې راغلې د دې سترګو نم له یاده ووت
چې په خندا کې دې په ناز سترګې راواړولې
ستا له بڼو مې د زړه هر زخم له یاده ووت
روح دې جانانه چې د جسم جامې واغوستلې
وعده یې هېره هم یې هر قسم له یاده ووت
دواړه هېرجن یو ستا ماضي له مانه حال هېر دی
ما هستي هېره کړله ستا عدم له یاده ووت
که د غماز له ذهنه لاړم سعادته کله
داسې یې بوله د ابلیس آدم له یاده ووت
عبدالستار سعادت