پښتون،

،

دا ډېورنډ لاین دی،۱۴مه برخه

له خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه

 

 

په لوی مارکیټ کې د هټیو مخې ته د ډول ډول مرغانو پنجرې ایښې وي،د ننه پکې رنګارنګ چرګان او نور مرغان ښکارېدل،ځینې غټ،څه ډنګر ، ځینې مریض او مړاوې ښکارېدل،

 

دوکانداران یې مخې ته ناست ؤ،چې کله به هم کوم اخیستونکی راغئ، نو پنجره کې به ېې د پلورنکې په ملتیا چرګان خوښول،په لږه شیبه کې به سړې چرګ په نښه کړ او دوکاندار به پسې لاس ورننویست، چرګبه شور جوړ کړ ،یو خوا بلې خوا به یې وزرونه ووهل ،خو اخېر به یې پښه تړلی ژوندی اخیستونکې ته ورکړ، او یا به یې د چرګانو مخې ته پرې چاړه راتیره،له چرګ به وینو دارې وهلې او پنجره کې ایسارو مرغانو به په مړاوې انداز ورکتل،دوی لیدل چې شېبه به شېبه یې ملګرې حلالېږ،ې او د دوی وار هم را روان دی،خو د ټولو حواس مړاوی شوې و،که له وسه یې څه پوره هم وو خو نه ېې شوای کولای،

یوازې هغه مرغه به د خلاصون هڅې کول،ې چې د چړې لاندې به پروت ؤ،نورو به ری هم پرې نه واهه،

 

دا د خوست ښار د چرګانو کوڅې حال دی،ما چې نن دوی ولیدل، نو پښتانه هم همداسې راته ښکاره شول،هره ورځ نوې خبرونه د پښتون په وژلو جوړیږې،

په دې تېرو ورځو کې څومره پښتانه له منځه لاړل؟

ننګرهار کې په واده برید ۹ تنه وژلې،بله خوا

پښتونخوا کې غبرګو ځانمرګو سل پښتانه ووژل

پکتیا کې پر ساختمانې شرکت د وسلوالو برید ۴۰ کارګران وژلې،

پیښور بمې چاودنو ۴۰ پښتانه ووژل

دا خو لا زاړه خبرونه و،هره ورځ ځانمرګی پښتون وژنې،د ناټو بمبارې پښتون وژنې

جاسوسې اداري پښتون وژنې او

 

هره ورځ پښتون میشته سیمو کې پښتون مشر ،کشر د طالب،القایده او جاسوس او نورو نومونو وژل کیږې او نور به هم ووژل شې،

له کورونو او جوماتونو نیولې تر پوهنتون او مکتب پورې بمبارې او چاودنې کیږې،خو چې کله پکې بې ګناه پښتانه ووژل شي،یو طرف ترې بخښنه غواړې او بله ډله ورته اجر غوښتنه کوي،

خو پښتانه اوس داسې حالت ته رارسیدلې چې، په کور یې نه وي راغلې له خولې غږ نه اوباسې،

د دسيسو او توطئو خبرې زموږ د شنونکو ، کارپوهانو او حتی عوامو په خبرو کې اوريدل کيږي . يو زيات شمېر خلک اوس هم په مجلسونو کې دا خبره مطرح کوي ، چې انګريز زموږ تاريخي دښمن دی او غواړي دا غچ له موږ نه واخلي چې دوی ته مو څو ځلې تاريخي ماتې ورکړي وې او دا افغانان وو ، چې د دوی غرور يې په نړۍ کې مات کړی . زموږ ځينې افغانان هم په دې هکله لږ افراط کوي او هرې پېښه کې ،که د کلي او سيمې په کچه هم وي په هغه کې د انګريزانو ﻻس ويني .

 

د دغو خبرو د سموالي او ناسموالي په هکله مطلق حکم کول مشکل دي لېکن د بريتانيا د پخواني لومړي وزير چرچېل دا خبره مې په ذهن کې وګرځيده چې ويلي يې وو: „ موږ داييمي دوستان او داييمي دښمنان نه لرو خو موږ داييمي ګټې لرو „ .نن سبا پښتون له انګرېز او عرب زیات په خپله پښتنو وژلئ

همدا پښتون دی چې ځانمرګی برید کوي،ښوونځی سوځوې،د پښتون په جاسوسۍ بې ګناه خلکو باندې بمبار کیږې،مشران دوی وژنې او......

د پښتنو شعور اوس مړاوی شوی دی، دوی اوس د چرګانو په ډول پنجره کې ژوند کوې،که کوم پښتون دې اغیار پکار شي نو د غدارو لیډرانو په واسطه همدا پښتون لاس تړلی یا حلال ور کوې ،خو تر اوسه یو پښتون هم ما ونه لید، چې اوس وخت کې ېې د وحشت په ضد بغاوت کړی وي،یا به د ولس شعور مړاوی شوی یا حالاتو دې ځای ته راوستلې چې له خولې غږ نه شي باسلی،که په چا راشې نو صرف هغه ژاړې او ولس ورته مړاوې مړاوې ګورې،

که مونږ یو نه شو،د وحشت په حلاف بغاوت ونه کړو،د ظلم مخه ونه نیسو نو یو به یو به وژل کیږو او داسې ورځ به راځې چې دپښتون په نوم به هیڅ څوک هم نه وي،

نوره راویښ شئ،نیکونو مو ویاړونه ګټلې ،لږ مټو کې همت پیدا کړئ چې سبا خو لمسیانو ته څه ویاړونه ورپرېږدو،د پنجاب او انګرېز ځامن دې خدای نور ورک کړې او که نه ورکېږې مونږ ته پکار دې چې نور یې ورک کړو،

 

 

۲۰۱۱ - ۰۶ - ۲۳