غزل

محمدالله کمال

 

تر خپل مطلبه هر سړی غواړي خپل وار مخکې کړي
وار د دوښمن ته ځان تر شا کړي ښکلی یار مخکې کړي
زه د دنیا د غمازیو په راز وپوهېدم
دارا د هرې بلا مخې ته نادار مخکې کړي
که سپین د سپین او تور د تور په شان قبول کا خلک
خدای به هغه دم دې جهان ته نوبهار مخکې کړي
د زړه په تل کې اوسېدونکی غم د هجر اوس هم
د دیدن هیلې ته ناپایه انتظار مخکې کړي
خدای مهربان دی ګوندي وي چې داسې وخت هم راشي
چې افغانان په سوله امن خپل دیار مخکې کړي