تا خپل نكړمه ستا نه شوم
ځان مې وسپارۀ يو سيند ته
سين مين دى
سين روان دى
د يوۀ شنۀ ځنګلۀ په غېږ كې
د سپوږمۍ سپينې رڼا ته
سين د چا په لټه درومي
زه يم ما سره يو ګل دى
يو سور ګل لكه زما زړه
د څپو په اوږه ښكته پورته كېږو
نپوهېږو چېرته ځو چا ته رسېږو
ښايي سين مونږه ډالۍ كړي
هغه چا ته چې تل ستړى پسې ګرځي
***