غزل

ولوله لالهاند

دا چـې مـانـه ، نـه هـېـرېـږې خـــو ســـتـا هـــېـره ده قـــوي
نــو زمـــا مـــيـنـه جــــانــانــه تـــر تـــا ډېـــره ده قـــوي

خـامـخـا بـه نـو چـاودېـږي يـو مـې زړه خـپـلـه ضـعـيـف دى
بـلـــه مـــيـنـه شــــا او خــــوا تـرېـــنـه چــــاپـېـــره ده قـــوي

فکـر نه کـړم که ترې خـلاص شې زمـونږ خـوږه مـازيګـره
د مــاښـــام تــوره شـــيـشـکــه بـيــخــي ډېــره ده قـــوي

چې غـمـونــه د جـانـان راتـېـرېدلـى تـرېــنـه نــشي
د تـابـوت لـپـاره ( شــوه ) او کـه ( بــېــره ) ده قـوي؟

خــداى خـــبـر دى لالهاندې کــه بـه روغــه شــي آزاده
ســتا د ژونـد ســپـېـره مـرغـۍ دا ځــل راګــېـره ده قــوي