دې پشتون وینه چې توئیږي خلقو
په مونګ له هرې خوا ظلمونه کیزي
دا اور به څرنګه سړیږي خلقو
دا دسیسی دې د اغیارو مونګ کې
پشتون په دې کله پوهیږي خلقو
نور هیڅ غم نه لرم په دی خفه یم
زمونګ مشران هر وخت خرڅیږي خلقو
افغان ماشوم ځان ته افغان نه وائی
په دغه نوم باندې شرمیږي خلقو
شمع د علم چې رڼا شوه کله
بیا به تر یو بل نه ځاریږي خلقو
دا لراوبر افغانان یو کړی خدایا
پشتون بیل سوئ نه بیلیږي خلقو
ظلم کړه دومره چې زغملائی شې
پشتون ویده دئ راوشیږي خلقو
هر ځائ افغان چې دربدره ګرزي
سیدشاه به ولې نه ژړیږي خلقو
سیدشاه خروټئ-لندن