اے ربه په کړه وړه یمه پشتون ته زه حیران

دې بل عیبونه شه وینې نه ګورې خپل ګریوان



چې ځان ته غیرتې وائی غیرت ئی ده عیان

په خپله ظلم وکړې بیا کړې ښځه تری قربان


حکمونه دې الله تسلیموې په دواړو سترګو

زکات مه یادوه دې نورو ټولو کړه بیان


وبا دې جهالت ئی ننوتې په رګ رګ کې

خبرو ته ئی غوږ شه هم ملا ده هم سائنسدان

ملا ظالم ته ګوره چې دخیر په غونډوئ ناست دئ
رواج به دې هندو کړې نوم به ورکې د اسلام


دا څنګه ومنم چې چې په اسلام باندې مئېن دئ؟
پیسے چې ورښکاره شې بیا نه دین وی نه ایمان

پشتون چې تری ډاریزې پیر،پیغور او دې پیریان