ډیر به مو بس بي بي، بس مینه، بس ګله او بسیره نومونه اوریدلي وي- که دا مو نه وي اوریدلي نو بسوګۍ خو ټولو ته معلومه ده- ما هم دا او دې ته ورته نور نومونه ډیر اوریدلي وو خو کله مې پرې فکر نه وو کړې چې ددغه ډول نومونو دایښودلو موخه به څه وي- لږه موده وړاندې راته څرګنده شوه چې دغه ډول نومونه په هغو ماشومو انجونو ایښودل کیږي چې ترې مخکې ډیرې خویندې مشرانې پیدا وي او دغه ډول نومونه ایښودل د اولاد ورکونکي ته یو پیغام وي چې نورې مو جینکۍ بس دي او ته یې هم بس کړه! خو بیا زامنو دپاره بس خان او بس ګل نشته!

بله یې څه کوې، ما په خپلو څلورو لورګانو یو بل سره تړلي او دې یوې قافیې نومونه یعني وړانګه، ازانګه, څانګه........ ایښي دي- یوې خواخوږې راته وویل چې ستا کره د لوڼو د پیدا کیدو یو لامل دغه یو بل پورې تړلي نومونه هم دي- دا نومونه یې په بیلا بیلو قافیو وویشه، کیدې شي چې بل خداې زوې درکړي!

همدا راز په کلي کې مو ډیران ګل، څپلۍ، ملنګ جان او غریب ګل په نوم خلک هم شته – په کلي کې مې یو مشر نه ددغه ډول نومونو د ایښودو فلسفه وپوښتله- دې واي چې د چا ماشومان نه پاتې کیږي نو دغه ډول نومونه ایښودل کیږي ترڅو د ژوند اخیستونکي ته د مرګ وړ ښکاره نه شي او ماشوم پاتې شي!