یو څو کاله دمخه د خپلې دندې اړونده سفرونو په ترڅ کې به مې د پنجشیر ښکلي ولایت ته تګ راتګ کولو- یو وار د شتل په ښکلې دره ګۍ برابر شومه- د سفر په اوږدو کې راسره یو د پولیسو مشر او بل یې هم سرباز د ملګرتیا دپاره د ولایت له مرکزه لیږل شوي وو- د خپل کار په لړ کې د ولسوالۍ په یو کلي کې خپلو پولیسو ملګرو سره پلي شوم ولې چې له دغه ځایه نور موټر مخکې نه شو تلې- د لار په اوږدو کې په یوه سیمه کې سرباز په خپل افسر په خپل ځانګړي پنجشیري ګړدود غږ وکړ:
”او بچه قمندان، اینجا یک چند دقیقه زیر درخت نشینیم“!
له دې دمخه چې قمندان څه وواي، ما پرې غږ کړل چې: ”وطندار رتبه تو بالا است یا از این برادر“- ځواب یې راکړ چې نه دا مې مشر دې او زه یې تر لاس لاندې یمه- نو ما ورته وویل چې ګرانه بیا خو د اداري اصولو سره مشري او کشري خو پاله کنه! داسې دې پرې غږ وکړ لکه د کوڅې ملګرې چې دې وي-
زما د خبرې د پاې سره سم ”بچه قمندان“ وویل چې وروره ته مه خپه کیږه او زما او دده ورورولي ده او زمونږ ترمنځ د افسر او سرباز نه، د ورورولۍ اړیکه ده-
ماته بیا نو د ویلو څه نه وو پاتي او پرمخ ورسره لاړم!
کار چې خپل اهل ته ونه سپارل شي نتیجه یې یوازې ورورولي وی او بس، اداره نو بیا خپل سر خوري-