هڅې کله مو د خپلې ټولنې منافقتونو ته پام شوې دې؟ نږدې هر کار کې مو منافقت له ورایه ښکاري-


ډیر وار مې لیدلي چې د بریښنا د پیسو د ورکړې په کتار کې ولاړ نارینه به ښځینه وو ته د درناوي په پلمه پرته له کتار تګ او د کار خلاصولو اجازه ورکړي، خو د کتار نه د تیریدو پر مهال به یې مخ، اننګي، سترګې، باڼه او که مخ یې پټ وي نو پوندې او پینسې څاري او شننې به پرې کوي- ډیر پیژنم چې خپلې میرمنې ته به په لار کې په وار وار واي چې ټیکرې سم که، چادري دې ښکته کړه، مخ دې پټ کړه، خو خپله به بیا د بل لور خور ته داسې په برندو برندو ګوري لکه چې د سره یې انسان نه وي لیدلې-

په تالار کې د ودونو د ډوډۍ په میز به د اوبو څښلو پر مهال درته دومره ستونه وکړي چې ته به اړ شې چې ورته وواې چې د خداې دپاره نه مې دي پکار خو دې به بیا هم درته لګیا وي او ستونه به کوي ترڅو ثواب خپل کړي، خو د ډوډۍ پر مهال به بیا ورته ده سره ښکارې نه او په خواړو به داسې حملې کوي لکه تالان چې جوړ وي- ولې کله مو جومات کې نه دي لیدلي چې د مخکي صف د تشې د ډکولو دپاره به درته هر اړخیز وړاندیز کیږي، خو له جومات نه د وتلو پر مهال داسې پهلواني وي لکه وړومبي وتونکي ته د سرو زرو مډال ټاکل شوې وي-



همدا راز ځاې نه ځاې به سنت پرځاې کوي او پورې وهي به دې چې ته ښې لاس یې مخ ته شه، خو که همدا د کیڼ لاس خاوند سره په سرک برابر شوې نو له چپه به موټر ښي ته در واچوي او ملګري باندې به غږ وکړي چې څنګه مې درته قید کړ-


ولې کله مو نه دي لیدلي چې مدیر صیب به په هره دویمه خبره کې درته واي چې ”بخښنه غواړم“،”که ستاسې اجازه وي نو زه به هم یو نظر ورکړم“،”زه په خدمت کې یمه“ او دې سره به درته له ځانه د اخلاقو انځور جوړ کړي خوکه بیا همدا د اخلاقو ګوډې د ناپیژندګلوۍ په حال کې درسره مخامخ شي نو داسې به درسره خبرې کوي لکه د پلار نیکه دښمن چې دې وي او د قانوني کار کولو پر مهال به هم درته سپورې واي –


د ساز او آواز خاوندانو ته به څنڼې اچوي او په میدان به ورته تاوده ګډیږي خو چې کیني نو غږ به وکړي چې ډمان ښه ګرم دي! د جولا جوړ کړي کالي چې په غاړه کړي نو کوږ وږ به روان وي چې سپین کالي او تور واسکټ مې اغوستې خو بیا چې چاته په غوسه شي نو غږ به وکړي چې د جولا بچیه، ناي ته به یې د ویښتو جوړولو پر مهال سر ټیت نیولي وي او ناست به وي خو چې کوم ملګرې یې ملګرتیا کې کمې زیاتې راولي نو بیا واي چې ده پلانکي ټول خویونه نایانو ته ورته دي-


ډیر کلي وال مې اوریدلي چې واي هرڅوک چې په افغانستان کې بهرنیو موسسو سره کار کوي، ګټه یې حرامه او ایمان یې په شک کې دې خو بیا همدا کسان مې په وار وار لیدلي چې یا به په دغه موسسو کې څوکیداري غواړي او یا هم ډریوري او که نه نو زوې به یې انګریزي او کمپیوټر کې ډیر تکړه وي! کار به له حکومت سره کوي، تنخوا به یې نړیوال بانک ورکوي، ډیر پیژنم چې د امریکا د پراختیاي ادرې پروژې پر مخ ځغلوي خو ملاتړ به د طالبانو کوي-


دا څو بیلګې د خروار څخه موټې دې!


اوس نو تاسې ووایاست چې دا منافقت او دورنګي نه ده! آیا مونږ ټول منافقان نه یو! آیا منافقان د الله د غضب وړ نه دي؟