واي کومه نوې ډله راغلې چې د ټولو سره ورانه ده او ټول یې پسې را اخیستې دي- ما ورته وویل چې نوې موې نه ده، زوړ سړې په نوې جامه، د پروژې په نوې دوره کې را څرګند شوې او بیا مې ورته دا وویل:

نوې څیره

ته مو وژلو ته راغلې یې په بله څیره
دلته په تمه دې مقتول درته په خپله څیره

ته خو هماغه پخوانې یې زه دې ښه پیژنم
ما اوس ته نه شې غولولې په بدله څیره

ته مې د تن، ته د وجود او د شناخت دښمن یې
ولې په ځمکه دې زما نه خښوله څیره؟

ته د خندا، اې د خوښۍ، اې د مستۍ دښمنه
نه یې هغه چې به زما دې ژړوله څیره؟

ته د ایرو یې سوداګر ته خو اورونه پلورې
ځکه خو زما دې په لمبو کې سوزوله څیره

د هیڅ رواج او د هیڅ دود پروا دې کړې نه ده
تا مو د پیغلو په حجاب کې شرموله څیره

اې ددستار او دلونګۍ، اې د غیرت تجاره
چې په پردو دې خرڅه کړې ده دا خپله څیره

ته ازاري یې بس همداسې به کړیږې ته تل
ولې دې زما د خویندو میندو ځوروله څیره !

مونږ ته معلوم یې ځکه اوس درته چمتو ولاړ یو
نه یو هغه چې به پر تا مو تیروتله څیره

اوس دې په مخ کې کلک ودریږو د خپل سر په بیه
نور هغه نه یو چې له تا مو اړوله څیره

رحیم هغه نه دې چې ځان درته بخښلې و ټول
تا به د بل په لمسون ترېنه شوکوله څیره