کرامات

د سعادت حسن منټو لیکنه-د مشتاق رحیم ژباړه

د غلا د مال د نیولو په موخه پولیسو کور په کور لټنې پیل کړې- خلکو د پولیسو له ویرې د غلا ټول مالونه د شپې مهال دباندې غورځولو باندې لاس پورې کړ- یو شمیر خلکو خپل شخصي توکي هم ددې ویرې له ځانه لرې کړل چې هڅې نه د غلا په تور ونیول شي-

یو سړې په ډیره ستونزه کې ایسار و- هغه سره د شکرې (بورې) دوه بورۍ وې چې د خوراکي توکو د پلورنځۍ څخه یې غلا کړې وې- له دوو څخه یوه بورې هغه د شپې د کورد څنګ څاه ته وغورځوله خو چې کله یې دویمه ورغورځوله نو د شکرې د بورۍ سره یوځاې پخپله هم څاه ته وغورځید-

د دغه کس د چغو په اوریدو خلک را ویښ شول، په څاه کې یې رسۍ ښکته کړې او دوه ځوانانو دغه سړې را وویست خو یو څو ساعته وروسته دغه سړې مړ شو-

په دویمه ورځ چې کله خلکو ددغه څاه نه اوبه د څښلو دپاره راوویستې نو هغه خوږې وې- په هماغه شپه ددغه سړي په قبر دوه ډیوې بلې کړې شوې!