دوه اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو ددغه سفر په بهیر کې مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې که چیرې د سفر په اړوند کومه لیکنه وکړم نو هرو مرو دې ورسره شریکه کړم ـ دا چې لیکنه مې کړې ده ، ومې غوښتل چې نه یوازې خپلو هغه ملګرو چې ددلیکنې شریکولو غوښتنه یې کړې وه ، هڅه مې کړه چې خپلو نورو ملګرو سره يې هم شریکه کړم ـ نو دادې خپل لیک له تاسې لوستونکو سره شریکومه ـ هیله ده چې په دغه لیکنو باندې خپل نظر راسره شریک کړئ ـ

 افغانان په اروپا کې   

د خپل سفر په ترڅ کې مې ډیر پخواني ملګري او یو لړ نور هغه افغانان هم ولیدل چې پخوا مې ورسره نه پیژندل او په لومړي وار مې ورسره پیژندګلیو وکړه ـ د دغه لیدنو کتنو او د ملګرو سره په ناسته پاسته کې به مې یوازې او یوازې د رحمت شاه سایل یو شعر چې د کوزې پښتونخوا خوږ ژبي سندرغاړي نعیم طورو ویلې دې په غوږو کې غږیده چې پکې واي:

چې کیني نورو وطنونو له بچي لویوي

میندې لیونۍ دي نادانې دي

هو همداسې وه ـ د ډیرو لیونیو میندو دزړګو ټوټې مې ولیدې چې دژوند دناخوالو سره لاس او ګریوان د خپلې کورنیو د مالي حالت ښه کولو په هڅو کې بوخت دي ـ ډیر تنکي ځوانان چې لا یې په ونو کې ناستو مرغیو باندې د غولکې د ګوزارونو وخت هم لا نه وو خلاص د غرب په لور د غرو رغو په لمنو کې منډو ترړو او د ستونزو د ګاللو دپاره لیږل شوي ول ـ په دغه کې خو ډیر داسې ول چې ددغو سختو او ربړونو نه وروسته یې په دیر کم عمر کې ډیره هوښیارتیا لاس ته راوړې وه او نه یوازې دا چې خپل ژوند یې جوړ کړې وو بلکې د خپلو کورنیو دپاره یې په ختیځ کې د عیش او عشرت زمینه هم برابره کړې وه – خو یو لوړ شمیر بیا پکې دهغه ځوانانو ووچې نور نو د ژوند په میدان کې یې د ځغاست توان په پیالو او لوګو کې بیللې وو ـ

دلته د هغه کم عمره ماشومانو یادونه اړینه بولم چې د ۱۸ کالو څخه د ټیټ عمر خاوندان دي ـ دغه ډله خلکو ته ډیرښه امکانات د حکومت لخوا برابریږي ـ د بیلګې په توګه په لندن کې ورته د اوسیدو ځاې، د زدکړې کورسونه او هم د جیب خرڅ ورکول هغه څه ول چې زما یې هم په خوله کې اوبه راوستې ـ خو بیا ددغو ماشومانو کړو وړو ډیر خواشینې کړم ـ یو ځوان مې ولید چې پلار یې یو څو جریبه پټې درلود او هغه یې هم خرڅ کړ ترڅو دغه ځوان لویدیځې نړۍ ته ولیږي ـ دغه ځوان چې د ډیرو غرونو د لوړو ژورو نه کله په ډکه او کله په تشه ګیډه، په وچو او تندې وهلو شونډو د ترکیانو د ډزو او د یوناني پولیسو د وهلو ټکولو څخه وروسته د خپلې خوبونو نړۍ ته رسیدلې وو په عجیبه کارونو سر وو ـ د دغه ملک د اوسیدونکو په څیر یې خپل غوږ سورې کړې او غوږ والۍ یې پکې اچولې وه . دا خو لاڅه کوې چې ټول سر یې کل کړې او د سر څټ خوا ته يې یو څه ویښته د لړم په شکل پریښي وو ـ د ملګرو نه خبر شوم چې هلک د چرسو په لوګو کې ورک ، د ترخو اوبو مینه وال دې چې ترڅنګ یې یوه ښکلې ګرل فریڼد (په انګریزي کې ښځینه غیر مشروع ملګرې ته واي) هم لري ـ دا خو لا څه کوې چې خپلو نورو ملګرو پورې خاندي چې دوي اوس هم د افغانستان په سټایل ژوند کوي ـ 

زړه دردونکې خبره خو داده چې دغه ډول ځوانان تر ۱۸ کلنۍ پورې نازول کیږي خو همدا ۱۸ کلن چې شي نو دوسیه یې سیړل کیږي او ډیرې یې بیرته کور ته لیږل کیږي- اوس نو دپلار پیسې خو لاړې دده هغه خپل حیثیت هم د لویدیځوالو د نخرو پیخو په ترڅ کې له لاسه ځي ـ اوس نو په ننګرهار، کندهار، کنړ، وردګ ، غزني او یا همداسې نورو ولایتونو کې نو نه خوغوږوالۍ په غوږ کولې شي او نه هم په سر لړم جوړولې ـ همدا ده چې ګوزاره یې په خپل کور کې هم ګرانه شي – زه خو دغه میندو او پلارانو ته حیران یم چې دا ددوي څنګه د تیږې نه جوړ زړه دې ـ تنکې زوې د خپلې خوږې سینې نه لرې د مرګ په کومه کې ورکوي ترڅو پاونډونه راولیږي ـ یاره که په خپل زوې یې لګ زړه هم دردیږي نو والله که به خپل د زړه ټوټه په دغه ډول له ځانه لرې کړي ـ خو پلار غریب یې لا څه وکړي هغه دده تربور کلال خان چې خپل زوې لیږلې ! دې د هغه نه څه کم دې! که تربور د بامه ځان راغورځولې شي نو ملال خان زوې لا د چا کم دې ـ تربورولي دې ورکه شي، خواږه بچي ورته ورکوي او دوي یې بیا هم پالي ـ

په لندن کې مې ملګرو ته دا هم وویل چې یو څه ورانې او ګرمتیا په دوي کې هم دې ـ دوي هم یو لامل دي چې خلک نه سیند او نه غر ګوري ، نه اور او نه اوبه خو د لندن په لور منډې وهي ـ دوي په حیرانتیا وپوښتلم چې ولې دوي! ورته ومې ویل چې ورورنو د لندن څخه خپل انځورونه په هغه دکان کې چې مزدوري پکې کوئ مو ویستلي وي رالیږئ، هغه موټر چې یو څو دقې دمخه مو مینځلې وي عکس ورسره اخلئ او بیا یې رالیږئ ـ هلته یې چې مونږ وګورو نو بس وایو چې عشرت خان خو عشرتونه وکړل او مونږ پاتې شو ، والله که به ورسره شریکوال نه ګرځوو ـ

دا چې مې د ملګرو سره د ټوکوټکالو کیسه روانه کړې ده نو یوه بله یې هم درته وایم ـ یو ملګرې مې کابل ته د خپل واده دپاره را روان وو ـ دا چې دده واده باندې مو خبرې کولې ما ورته وویل وروره ستاسې دلاسه خو اوس نو مونږ ته خپله لور خور هم څوک نه راکوي ـ هر یو چې ګورې خپلې پیغلې يې لندنیانو ته ساتلې دي ـ مونږ ته یوازې هغه راکوي چې لږې بد رنګه وي او ګمان کیږي چې ګوندې لندنیان به يې ونکړي ـ ملګرو مې داوږدې خندا نه وروسته یو لوړ لیست د کیسو راخلاص کړچې سترګې یې راته لمدې کړې ـ د هغه کس په اړوند یې راته وویل چې پیغله یې واده کړه او بیا یې د ځانه سره رواسته خو د هیترو په هواي ډګر کې يې ترې ځان پت کړـ غریبه زنانه چې نالوستې هم وه ډیرې ورځې سرګردانه وه ترڅو یې خپله لار پیدا کړه او لا اوس هم د بې سرنوشتۍ ژوند کوي ـ دغه ځوان چې په سر یې لړم جوړ کړې وو هم دیوې پاکستانۍ پیغلې سره د مینې په مرض اخته دې او د هغه بلې پیغلې د پریښودو په فکرکې دې چې دا څو کاله وشول دده په تمه یې د سترګو نه خوب تښتیدلې دې ـ دغه پاکستانۍ پیغله هم دغه ځوان باندې عاشقه ده او هغه ځکه چې دا هم د نشه يې توکو باندې روږدې ده او دواړه په شریکه د ملنګي بوټي نه لوږي اوباسي ـ د زړه اوښکې مې په بهیدو شوې او د کیسو لړۍ لا نیمې ته هم نو وه رسیدلې چې نور مې ورته بس وویل ـ   

یو مهال چې په پیښور کې مې د مهاجرت شپې تیرولې نو کله کله به د حیات آباد په لور د خپلو خپلوانو د لیدو په پلمه لاړو ترڅو د باغ ناران او تاتارا پارک چکر ووهو ـ هلته به مو افغانان ورونه لیدل چې زمونږ د خوبونو په محلونو کې شپې سبا کوې او د ښاري بس پر ځاې په ټیکسي کې ګرځي ، د نیمې ورځې پورې خوبونه او دشپې هندي فلمونه ګوري ، د مازدیګر چکر دپاره پارک ته ځي او نور نو هیڅ دنده نه لري ـ هغه مهال به مو سره ویلې چې ددوي خپل او خپلوان په لویدیځو هیوادونو کې اوسیږي نو ځکه دوي په پیښور کې مزې کوي ـ دا چې هغه وخت مو د نړۍ په اړوند ډیر کم معلومات درلودل داسې مو ګڼله ګوندې په دغه پرمختللیو هیوادونو کې به ډالر ، مارکونه او پاونډونه په ونو شنه کیږي او دغه ځوانان یې یوازې راشوکوي ، دا ځکه خو یې دکورنۍ غړي په پیښور کې په خرڅولو نه دریږي ـ مونږ هم ډیر د ملامتولو نه وو ولې چې دغه افغانانو به په داسې ترتیب سره پیسې خرڅولې چې ګوندې ریښتیا هم په ونو کې شنې کیږي ـ   

خو له بده مرغه داسې نه ده او دغه پاونډ او یورو په ونو نه شنه کیږي بلکې له ډیرو سختو هڅو او هلو ځلو څخه وروسته ګټل کیږي ـ ځوانان دې ته اړ دي چې د ورځې د اتلسو نه تر شلو ساعتونو پورې ډول ډول کارونه وکړي ترڅو دغه پاونډونه ترلاسه کړي ـ ژوند دومره بوخت دې چې دوه د یوې کوټې ملګري کله کله په اونیو او حتی په میاشتو یو بل سره نه ګوري ـ د ملګرو په یوه ډله کې میلمه ومه ـ دوي ټولو سره کیسې او مرکې کولې او د پرون او د هغه بل پرون په خبرو باندې سره په بحث بوخت ول ـ د ډیر ځنډ وروسته یو یې ماته وویل چې د یو بل سره یې کابو څلورو نه تر شپږو میاشتو نه دي لیدلي او الله دې ماته خیر راکړي چې سره یې د يوځاې کیدو لامل وګرځیدلم ـ په ډیر حیرانتیا مې ورته وویل چې وروڼو تاسې خو لږه شیبه مخکې د تیرو څو ورځو په خبرو سره بوخت ولئ نو دا د میاشتوخبره له کومه ځایه راغله ـ په خندا یې راته وویل چې وروره دا ټولې کیسې او مرکې د ګرځنده ټیلفون له برکته شوي ګنې مونږ دومره وخت ده کومه کړ ـ هغه بل لا وخندل او ویې ویل چې کله ګلالې راته ټیلفون وکړي نو ځه پوه شم چې سړې په تشناب کې دې ولې چې دې یوازې له تشنابه د اړیکې د نیولو وخت لري او بس ـ هغه بل بیا ویل چې کله شیر راسره اړیکه نیسي نو پوه شم چې سړې په بس کې کور ته روان دې خو تل یې تیلفون پرې کومه ولې چې دا نو زما د خوب وخت وي ـ د خبرو اترو په ترڅ کې په دې پوه شوم چې دغه ګلالي ځوانان چې خوږه مور به ورباندې په کور کې د لونګو لو هم ونکړي د ناجوړتیا په وخت کې په یوازې کوټه کې تکلیفونه تیروي ، کله چې ورباندې کوم خفګان راځي نو هم یې ځان ته ګالي او د خوښیو د لمانځلو دپاره هم څوک نه لري او ځان ته خانديی او خوشحالیږي ـ هغه د پاکستان د پښتو ډرامو تکړه ممثل اسمعیل شاهد خبره په زړه کې ځانته ګډیږي ـ یوه بله عجیبه درته کومه او هغه دا چې یو لړ یې غواړي چې لا پرون کور ته ستانه شوي واې خو له غیرته او د کلي او کور له شرمه دغه پریکړه نه شي کولې او دغه د سختۍ شیبې تیرولو ته اړ دي .دا هر څه زما دپاره ډیر زړه دردونکې وو او بیا به مې د ځانه سره ویل چې:

چې کیني نورو وطنونو له بچي لویوي

میندې لیونۍ دي نادانه دي

 دا چې ده افغانانو وروڼو د ژوند د ناخوالو کیسو خواشینۍ راوبښلې ، د یو لړ ځوانانو خبرې راته بیا د ډیرې خوښۍ وړ هم وې ـ ډیر ځوانان مې ولیدل چې په زړه کې یې د وطن مینه  زمونږ په پرتله لا ډیره زیاته ده ـ ددوي په اروپا کې د اوسیدو موښه داده چې ښې زدکړې وکړي ترڅو بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو پر مهال د وطن په ابادۍ او بیا رغونه کې لا ډیره ونډه واخلي ـ ددوي زړه غواړي چې دا د لندن پرمختګونه ټول په اوږه بار او د افغانستان په خاوره کې یې کیږدي ـ خو بیا واي چې خداې دې وطن کرار کړي او سوله دې الله ورته په نصیب کړي ترڅو دوي خپل دا ارمان سر ته د رسولو دپاره بیا خپلو کورونو ته ستانه شي ـ دلته نو زمونږ د ملک مشرانو  (چې ځانونه یې د مشرانو په توګه راباندې را تپلي دي) ته مې دزړه نه خیراوې ووتلي ولې چې دا همدوي دي چې زمونږ د هیواد خواږه بچي یې د پردیو مزدوریو ته اړ ویستي دي ـ

یوه ډله هغه کورنۍ چې په ټولیزه توګه باندې په اروپاي هیوادونو کې ژوند کوي د خپلو وړو بچیو د راتلونکې په اړوند ډیر په ویره کې ول ـ هر یو به دا ویل چې یاره څه به کیږي او خداې خبر چې بچي به مو زموږ په خوښه دافغاني او اسلامي کلتور په رڼا کې را لوې شي او که نه ـ ما به ورته ویلې چې وروره کورنۍ تربیه اړینه ده او رول لري نو تاسې د بچیو تربیې او لار ښونې ته وخت ورکړئ ـ خو ځواب یې دا وو چې زمونږ کور د ټولنې هومره غټ نه دې او دغه بچې ښونځیو او پوهنتونو ته ځي نو هرو مرو د خپلې لارې څخه اوړي ـ یو ملګري مې راته د یوې صومالیاي میرمنې کیسه وکړه چې په ګاونډ کې یې اوسیږي ـ راته یې وویل چې دغه پیغله چې له کوره د پوهنتون خوا ته روانیږي نو د اسلامي حجاب سره سم ډیره پټه راوځي او زمونږ د ستاینې وړ ګرځي ـ خو یوه ورځ یې زه د لیونتوب تر بریده حیران کړم کله چې دغه پیغله مې ولیده چې د ریل ګاډي د سټیشن تشناب ته ننوته او بیا یو څو دقې وروسته  را ووتله او هغه هم د یو ډیر لوې بدلون سره ـ وه مې لیده چې هغه غوټه چې یې د کوره څخه د ځانه سره دلودله اوس هم په لاس کې لري خو په تن یې نو اوس د اروپاي میرمنو په څیر یو څو ریتاړې د کالیو په نامه دي ـ له دې څخه زما د ملګري مطلب دا وو چې ګوندې دغه پیغله له کوره د پوهنتون پر لور په حجاب کې راوتلو سره خپلې کورنۍ ته دا باور ورکوي چې ددوي په خوښه اسلامي حجاب کوي خو بیا له کوره پناه کیدو څخه وروسته نو د ټولنې د رواجونو سره سم ځان برابروي ـ

یوه خبره بله هم زیاتول غواړم او هغه دا چې زما ددغه لیکنې نه مقصد دا نه دې چې ګوندې خلک دې ته اړ باسم چې د اروپا او یا نورو لویدیځو هیوادونو ته د تلو پلانونه شنډ کړي ـ ما یوازې هڅه کړې چې خپلې مشاهدې درسره شریکې کړم ـ کیدې شي چې زه د نورو په پرتله یو څه ډیر د دغه هیوادونو د ژوند په اړوند منفي نظر لرم او همدا ده چې یوازې منفي شیان وینم ـ خو دا مه هیرووئ چې دغه هیوادونه بیا ډیرې ښیګړې هم لري ـ د مثال په ډول ددوي د ښونې نظام د ټولې نړۍ دپاره مثال ګرځیدلې ـ د نړۍ ډیر نامتو او د علمي مرتبې خلک له لندن د بیلا بیلو پوهنتونو څخه راوتي او د خپل هیواد د تاریخ برخه ګرځیدلي دي ـ همدا راز ژوند پرمخ تللې دې او د ژوند ټولې اسانیتاوې هر چا دپاره شته ـ او د ټولو نه اړینه او لومړۍ انساني غوښتنه سوله په ټولیزه توګه شتون لري چې دا هر څه یې د ستایلو وړ دي ـ د هیوادونو سینې یې پراخه دي چې د ټولې نړۍ انسان په خپله غیږه کې راټولوي او ورته د اوسیدو ځاې ورکوي ـ هیله مند یم چې یو څوک به مونږ او تاسې سره خپل مثبت نظر شریک او زما دغه لیکنه د پوښتنې لاندې راولي ـ

په پاې کې ویل غواړم چې زما ملګرو د سفر په اوږدو کې دومره مینه راکړه چې ورته ګوته په خوله شومه او په دې پوه شوم چې دغه وطنوال نو خپل د کلي وطن خلکو سره له پخوا څخه هم زیاته مینه لري ـ میلمستیا ګانې او ډوډۍ ګانې او هغه هم د وطن د خوندونو سره سم ـ الله دې ټول خوښ او سوکاله لري او خداې دې هغه ورځ راولي چې بیا په خپل کور او کلي شي ترڅو له دغه ټولو ربړو او نا خوالو څخه خلاص شي ـ له دغه دعا سره له ټولو ملګرو څخه ددوي د میلمه پالنې نه د زړه له کومې مننه کوم ـ