د اروپا یاداشتونه-لومړۍ برخه

یوه اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو دا وار مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې که چیرې د اروپا په اړوند کومه لیکنه وکړم نو هرو مرو دې ورسره شریکه کړم ـ دا چې لیکنه مې کړې ده ، ومې غوښتل چې نه یوازې خپلو هغه ملګرو چې ددلیکنې شریکولو غوښتنه یې کړې وه ورسره شریکه کړم بلکې هڅه مې کړې چې خپلو نورملګري هم ترې خبر کړم ـ نو دادې خپل لیکونو تاسې لوستونکو سره په سلسله واره ډول شریکومه ـ هیله ده چې په دغه لیکنو باندې خپل نظر راته ووایاست ـ

 انسانان او سپي

ده خپل سفر په لړ کې مې د اروپا سپین ږیرو او مشرانو خلکو ته ډیر پام وو ـ په ځانګړې توګه هغه چې نور نو د کار عمر څخه اوښتي ول ـ پام مې وکړ چې هر یو یې یو سپې د پړي څخه نیولې او روان کړې یې دې ـ په لاره د تګ پر مهال ورسره خبرې کوي ، د مینې اظهار ورته کوي او ښکلي او زړه پورې نومونه، چې ډیریې د انسانانو نومنه لکه مایک، میتهیو، هیرو ول، اخیستل ـ دا خو لا څه کوې چې یو نیم به ورته د زوې خطاب هم کاوه ـ ددغه څه په وار وار لیدو نه وروسته مې خپلې ټولنې ته پام وکړ او هڅه مې وکړه چې خپل سپین ږيري او مشران د اروپاي مشرانو سره په پرتلیز ډول وګورم ـ راته ښکاره شول چې د سپي پر ځاې په لاس کې یې د لمسي لاس دې او کله ورته خپله مینه وړاندې کوي او هم ورباندې په لاره د سم نه تللو له کبله په قهریږي هم ـ لمسي ته دباتور خان ، زمرې خان او زړور خان غوندې نومونه اخلي او ورنه پوښتي چې څه ته اړتیا لري او یا خپه دې که خوشحاله ـ دې توپیر ته نو ډیر حیران شوم خو بیا خوشحاله پدې وم چې که چیرې د زړښتت عمر ته ورسیږم نو د خداې مهرباني ده چې سپو ته هیڅ ډول اړتیا نه لرم ـ  

د لویدیځ د مشرانو په اړوند مې خو لا پخوا اوریدلي وو چې د زړخت پر مهال د مشرانو کور (Old Home) په نوم یو ځاې ته لیږل کیږي ولې چې په خپل کور کې د ساتنې او د خدمت څوک یې نه وي ـ لور یا ځوې یا خو د واده پرته د مخالف جنس سره ژوند کوي او یا هم د ژوندانه په چارو کې دومره بوخت وي چې ډیډ (په انګریزي کې د پلار دپاره کارول کیږي) ته وخت نه شي ورکولې ـ له بله پلوه زمونږ په ټولنه کې چې څومره یې ویښتان سپینيږي همدومره واکمن او د قدر وړ ګرځي ـ د جرګې او مرکې خاوند شي او د لویو لویو ستونزو د هوارولو چارې پر مخ بیاي ـ د زوې او لور، زوم او اینګور دپاره لومړې مسولیت او د لمسو دپاره ټوله نړۍ ګرځي ـ

خبره رانه ډیره خپره شوه او د سپو د ګرځولو نه رانه جرګو مرکو ته اووتله – د سپو خبره مې کوله نو یو څه نورو ته مې پام شو او هغه دا چې سپي به په لاره ډیر سم روان ول ـ د دوو اونیو په لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن غونډ ښار او همدا راز د بلجیم شا او خوا ولیده خو یو سپې مې هم و نه لید چې غپلي یې وي ـ خپل خو لا څه کوې چې په لاره تیریدونکو خلکو دپاره هم د هیڅ راز ویرې وړ نه ول ـ سپي په خپله لاره او سړي په خپله لاره روان ول ـ خو چې بیا مې خپل وطن راپه یاد کړ نو پام مې شو چې زمونږ خو که څه خبره وي او که نه غپیږي ـ دا خو لا څه کوې چې د اصیل سپي له خوا هم د ویرې له لاسه نه شې تیریدلې ولې چې ویره تل دپاره په زړه کې وي چې هڅې نه چې و مو نه داړي ـ

دا چې د اروپا د سپو په اړوند بحث روان دې نو راځه چې یوه بله موضوع هم درسره شریکه کړم او هغه ددوي نظم دې ـ لکه څرنګه چې درته به معلومه وي د پرمختللي هیوادونو د ترافیکو نظم ډیر ښه او زړه پورې دې ـ د موټرو پرته د انسانانو دپاره هم سرې او شنې اشارې دي او همدا راز خلک د سرې اشارې پرمهال د سرک پر غاړه ولاړ وي ترڅو اشاره بیرته شنه شي ـ خو که بحث مې بیرته د سپو خوا ته اړولې وي درته ویلی شم چې دوي هم د اشارو ډیر احترام کوي ـ په وار وار مې ولیدل چې په ارامه به کیناست او دې ته به يې انتظار کولو چې اشاره شنه شي او بیا له سړکه تیر شي ـ د پړي درلودنکي دې ته اړتیا نه درلوده چې دې را يې کاږي او یا هم دې ته یې اړ باسي چې اشارې ته پام وکړي ـ هر وار به نو زه به یې دې ته اړ کړم چې سوړ اسویلې اوباسم او د ځان سره ووایم چې اشاره خو لا څه کوې زمونږ خلک د یو ژوندي انسان چې د ترافیکو په جامه کې ولاړ وي پرواه یې نه کوي او د هغې د غځیدلي لاس نه په سنګ تیریږي ـ بخښنه غواړم او مطلب مې دا نه دې چې خپل انسانان د غرب د ځناورو په مقابل کې سپک کړم خو تاسې خپله فکر وکړئ او ماته لارښونه وکړئ چې په دغه اړوند خپلې پایلې څنګه ولیکم ـ