د اروپا یاداشتونه !دریمه برخه
یوه څو اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو ددغه سفر په بهیر کې مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې که چیرې د سفر په اړوند کومه لیکنه وکړم نو هرو مرو دې ورسره شریکه کړم ـ دا چې لیکنه مې کړې ده ، ومې غوښتل چې نه یوازې خپلو هغه ملګرو چې ددلیکنې شریکولو غوښتنه یې کړې وه ، هڅه مې کړه چې خپلو نورو ملګرو سره يې هم شریکه کړم ـ نو دادې خپل لیک له تاسې لوستونکو سره شریکومه ـ هیله ده چې په دغه لیکنو باندې خپل نظر راسره شریک کړئ ـ
د ښځو حقوق
زمونږ هیواد ته د نړیوالې ټولنې د راتګ څخه وروسته د ښځو د حقوقو دکانداري ښه ګرمه روانه ده او ډیرو مسلمانانو پرې ښې روپۍ پیدا کړې ـ نړیوال دهرې هغه هڅې په مالي او معنوي ډول ملاتړ او ملګرتیا کوي چې د تور سرو حقوقو په اړوند وي ـ د خپل سفر په ترڅ کې مې نه غوښتل چې هغه مسایلو باندې پام وکړم چې په وطن کې مو هره ورځ ورسره سر او کار دې ـ د ښځو حقوقو او یا په بل عبارت جنډر هم د هماغه مسایلو څخه یوه مسله ده چه په وطن کې تقریبا هره ورځ پرې غږیږو او همدا راز پکار وه چی د چکر په لړ کې مې پرې فکر نه وې کړې ـ خو د ښځو حقوق هغه یوه مسله وه چې ومې نه کړې شول چې سترګې پرې پټې کړم او هغه هم ځکه چې په دغه اړوند یو څه زده کړم او بیا ترې نه د خپلو ورځنیو چارو کې ګټه واخلم – د خپل سفر پر مهال مې هر وخت دا پام کاوه چې تر کومه اندازه پرمختګونه شوي دي او څرنګه شوي دي-
د پرمختګونو به درته څه وایمه! ډیر زیات پرمختګونه شوي چې زما د یاداشتونو کتابچه به پرې ډکه شي ـ یو پرمختګ دا دې چې سړي یې ټول په جامو کې پټ او ښځې یې بربنډې کړي دي– لندن ته د رسیدو پر مهال ډیرې ګرمې هوا سره مخامخ شوم او سم ننګرهار یې راپه یاد کړ ولې چې دغه ورځ په دغه ښار کې د کال تر ټولو ګرمه ورځ وه ـ خو د ګرمۍ د ښځو حقوقو سره څه کار! ولې نه یاره ، حقوقو سره ډیر کار لري ـ دبیلګې په توګه ښځو دا حق درلود چې کالي لرې وغورځوي او دغه راز ځان د ګرمۍ نه خلاص کړي ـ خو بیا بله خوا لکه چې د سړو ګرمي نه کیدا ـ یو هم د کالیو شمیر په خپل تن نه وو کم کړې ، په داسې حال کې چې ګرمي یې هم کیدله ـ د ډیرو ملګرو نه مې پوښتنه وکړه چې یارانو تاسې خو دلته اوسیږئ او هرو مرو به مو په دې اړوند سروې او څییړنه کړي وي ـ دا څه راز دې چې ښځې بربنډې خو سړي بیا په نیکټایانو کې تړلي دي ـ د یوې مستې خندا نه پرته له چانه مې هیڅ هم وانه وریدل !
دا خو لا څه کوې چې په ایمسټرډیم او برسلز کې ورته د قانوني (غیر اخلاقي) کار اجازه ورکړې شوې ده او همدا راز حکومت ورڅخه ددې په مقابل کې مالیه اخلي! د یو څو سیمه ایزو (ددغه هیوادونو اصلي اوسیدونکي) خلکو څخه مې پوښتنه وکړه چې دوي په دې اړوند څه نظر لري ـ دوي خوله راته چینګه وینګه کړه او دغه کار یې بد وباله خو بیا یې وویل هر انسان حق لري چې خپل کسب او کار پخپله وټاکي ـ دغه ښځې په دغه کسب کې خوښې دي نو دچا ورسره څه کار او ددې تر څنګ دا خلک د هالینډ اقتصادي پراختیا کې برخه اخلي نو حکومت ته د قدر وړ دي ـ خو ما هم ورته په منډه وویل چې آیا حکومت یوازې د ټولنې د سیاسي او اقتصادي پراختیا مسولیت لري او که د اخلاقي او ټولننیزو پراختیاوو دروند بار هم پر غاړه لري ـ دوي هم راسره ومنله چې لري یې او که ته د غیر اخلاقي کار او کسب په په رڼا کې پوښتنه کوې نو حکومت خپله دنده ترسره کړې ده او هیڅ څوک هم نه شي کولې چې د ۱۸ کالو څخه وړې ماشومې ته په بده سترګه وګوري خو پس ددغه عمر نه هر انسان پوهیږي چې څه سم او څه ناسم دي ـ دملګرودغه دلیل غلې کړم ولې چې ددې وروسته مې نور نو څه نه درلودل ـ
د ښځو د حقوقو بحث روان دې نو یوه بله موضوع هم درسره شریکوم چې زما پام یې په وار وار ځان ته وګرځوو ـ هغه د بیلا بیلو توکو سوداګریز اعلانونه ول ـ د سړو د لاندې اخوستونکو کالیو اعلانونه مې ولیدل چې پکې د نیمه بربنډ سړي سره ښځه ولاړه ده ، د ږیرې د کلولو ماشین او د کریم اعلان او نیمه (یو څه لږه پټه) ښځه ، د سړیو د عطرو اعلان او بیا یو یا دوه نه بلکی یوه ډله نیمه بربنډې ښځې- دا لا څه کوې چې د ماشومانو د چاکلیټونو اعلان او بیا هم بربنډه ښځې ـ خو له بله پلوه سړي ټول په کالیو کې پټ ول او د ښځو هغه حق چې سړي هم بربنډ وګوري تر پښو لاندې شوې وو ـ ما ځان ته وویل که چیرې نارینه پیرودونکي د بربنډو ښځو په کتلو سره توکي رانیسي نو آیا ښځې به بربنډو سړو ته اړتیا ونه لري ترڅو د توکي پیرلو ته وهڅول شي ـ
اوس نو سرمې خلاص شو! پوه شوم چې په افغانستان کې میشته نړیواله ټولنه او دا مونږ خلک د ښځو د حقوقو پر سر ولې نه جوړیږو ـ ما خو فکر کوولو چې ګوندې دوي مونږ ته دا واي چې جینکۍ کم عمر کې مه ودوې، په بدو کې یې مه ورکوئ ، د پیسو په بدل کې پیغله په بن او یا هم زوړ سړي مه ودوئ او همدا راز ددوي د وهلو ټکولو نه مو منغ کوي - خو خبره خو څه بل څه ده کنه! اوس نو ښه پوه شوم او هغه دا چې دوي غواړي چې مونږ هم همدومره پرمختګ وکړو څومرو چې دوي کړې ـ