مینه فولادي ده او نظر یې فولادي دی
یاره سترګې پټې کړه لښکر یې فولادي دی 
ورشمه خو بیرته بینوا ترې راروان شمه
کور کې یې  پیریان دي او که ور یې فولادي دی
ځمه د پکتیا غرونو ته ډیر ډیر می یاشوي دي
ډک ورکې ګودر دی او نښتر یې فولادي دی
راشي لکه باز غوندی او زړه کې مې  راننوځي
ستا یادونه نه ځي ترې وزر یې فولادي دی
یار باندی خو هیڅ ونه شو زه شوم په ژړا ژړا 
زړه ته یې حیران یم د زړه سر یې فولادي دی
و ه د وصال ورځې ستا نامه راباندې ښه لګي
هیڅ له یاده نه ځي مازدیګر یې فولادي دی
خود به دومره ناز کوي او دا خو به منې کنه 
ډیره حوصله لري ساګر یې فولادي دی