ای زما ربه!

تانه زار او سپېلنی شم!

ستا څومره عجیبه نظام دی!

ستا په مخلوق کې هر ډول خلک شته!

ځینې وخت یو تن بل ته دومره خوشالۍ ورکړي چې د هغه ټول غمونه له یاده وځي، او داسې ګومان کوي چې دۀ  په ټول ژوند کې  غم نه دی لیدلی، خو باالعکس ځینې وختونه یو تن بل تن دومره وځوري چې ټولې خوشالۍ او نېکمرغۍ یې له یاده وځي او داسې ګومان کوي چې په ژوند کې یې خوشالي نه ده لیدلې.

په رښتیا چې ځینې وخت انسان له فرښتو نه لوړ مقام لري خو ځینې وخت دومره ذلیل شي چې له ابلیس نه هم بدتر وي.

یا ربه!

ما د هغو کسانو له په ډله کې راوله چې له نورو غم اخلي او په بدل کې خوښي او نېکمرغي ورکوي.

يا ربه!

ستا په سپېڅلي ذات له هغو خلکو نه پناه غواړم چې خلکو نه خوشالي اخلي او په بدل کې غم ورکوي، خلک ځوروي او د خلکو له ځورولو نه خوند اخلي.

یا ربه!

(لوی مې کړې ، لويي را مه کړې!)