مونږ هم لکه نورانسانان،ساه لرو،نفس لرو
مينه لرو زړوکې،احساسات لرو،هوس لرو
مونږته دهوس ترڅنګ،مولاغيرت راکړیدی
مونږه افغانان يو،په غيرت سمبال ولس لرو
مونږ خدای له ازله،د ذلت په ورځ پيدانه يو
خدای پيدا ازاديو،دازاد ژوند بندوبس لرو
مونږته خدای په زړوکې، دوطن مينه راکړیده
زړو کې دوطن مينه پريمانه، هريو کس لرو
مونږد وطن لارکې له ژوندتير،په سرو لوبې کړو
ډکې هدېرې مو شهيدان ،دوياړ ادرس لرو
واواره د قيام غليمه !مونږ بېوسه خلک نه يو
تيريو له سرو په وطن ،دومره دکړو وس لرو
الحاج الهام الدين قيام - والدورف/جرمنی
10.11.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
په هـېـره به هــــم نکــــړم کله هـــــــېر، زړۀ ته راتېر
ګلاب ، ګلاب جــانان دی دومره ډېر زړۀ ته راتېر
په زړۀ کې مې دي ياره د مــــاشـــوم ارمان سلګۍ
د يـــاد غــشــي دې ګرانه، تېر و بېر، زړۀ ته راتېر
زمــــا خـــوښ...
13.11.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
که چېرې مو فايلونه له کمپيوټر څخه ډيليټ ، فارمټ او يا د پارټېشن په واسطه له منځه تللي وي نو د دې له پاره تاسو ته يو داسې سافټ وېر وړاندې کووم چې باالکل وړيا دی او ما خپله کارولی ښه نتيجه يې ورکړې ده .
د دې ګټور او ښکلي Date Recovery سافټ وير د ښکته کولو له پاره...