د جاکارتا ګلوب ورځپاڼې د راپور په اساس، د اندونیزیا حکومت په پام کې لري چې د ناقانونه کب نیونې د مخنیوي لپاره یو لړ نوي اقدامات ترسره کړي.

د دغه هیواد د سمندري چارو وزیر (لهوت بینسار) په یوه غونډه کې ویلي، حکومت غواړي یو نوې سیستم په لار واچوي چې تمه کیږي په مرسته به یې ناقانونه کب نیونه په سیمه کې تر ډیره قابو شي.

نوموړې وایي، یاد نوې سیستم به د (ناټونا) په سمندرګي کې وازمایل شي.

په سمندر کې د ګزمو د پیاوړی کولو لپاره به یو لوی ټانکر سټیشن نصب شي ترڅو ګزمه کوونکې بیړۍ وکولې شي په اسانۍ سره په سمندر کې تیل ترلاسه کړي او وچې ته د راتګ اړتیا پیدا نه کړي.

هغه وایي، نه یوازې دا چې دا کار به حکومت ته ډیر اقتصادي پریوځې بلکې د دې له امله به څارونکې بیړۍ وکړې شې ترڅو په سیمه کې خپلې ګزمې او څارنې آن تر یوې میاشتې اوږدې کړي.

همدارنګه هغه زیاته کړه، حکومت په پام کې لري په خپلو سمندري سیمو د نظارت د پیاوړي کولو لپاره له سټلایټونو او بې پیلوټه الوتکو هم ګټه واخلي.

ناقانونه کب نیونه یو نړیوال جرم دی چې کولې شي د یو هیواد اقتصاد ته نصبتآ ډير زیان ورسوي. له همدغه امله ده چې د اندونیزیا حکومت ورسره له کلونو راهیسې لاس او ګریوان دی. دا چې د دوی دا نوې اقدامات به د ناقانونه کب نیونې په مخنیوي کې اغیزمن وې که نه، راتلونکې وخت به یې ثابت کړي.