د اندونیزیا پولیسو د تیرې دوشنبې په ورځ د انور صادق په نوم یو تن انساني قاچاق وړونکې چې د میانمار هیواد تابعیت لري او د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې یې په یوه مهمه قاچاقې پیښه کې لاس درلوده، په پلازمینه جاکارتا کې محاکمه کړو.
د محکمې په ترڅ کې پر نوموړي د بشري قاچاق او د کډوال د ناقانونه لیږد رالیږد تورونه ثابت شول، چې په نتیجه کې هغه ته د ۲ کالو او ۶ میاشتو د حبس جزا واورول شوه. همدارانګه نوموړې باید ۵۰۰ میلیونه اندونیزیایي روپیو نغدي جریمه هم تادیه کړي.

صادق د میانمار هیواد د روهنګیا اقلیت قوم پورې تړاو لري او په سیمه کې یې د "موانګ تین" مستعار نوم په مرسته خپل ناقانونه کارونه مخته وړل.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال د نوامبر میاشتې په ۲۶مه د یوې چټکې کشتۍ په مرسته ۱۶ تنه کډوال چې د هند، نیپال او بنګله دیش هیواد اوسیدونکي وو، د استرالیا د کریسمس ټاپو ته په قاچاقي ډول انتقالول، خو د کشتۍ د تیلو د ختمیدو له امله هغه په خپله دغه هڅه کې ناکام شو.

د جاکارتا د کالدیراس سیمې د پولیسو د جنایي تحقیقاتو ریس فریدي سامبو وایي، "که څه هم مونږ وکولی شول چې په هغه وخت کې په کشتۍ کې سپاره ۱۶ تنه ناقانونه کډوال ونیسو، خو صادق په تیښته بریالی شوې وو، او وروسته تر ډیرو هڅه هغه تیر کال په آګسټ میاشت کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ونیول شو."