کابل روانه اوونۍ بیا د یوه خونړي برید شاهد و.
د پینځو ځانمرګو لخوا په انټرکانټيننټل هوټل دغه شوي برید بیا ګڼې کورنۍ د ویر او غم په ټغر کینولې.
پر یوې مهمې او تاریخي ملکي وادنۍ دغه ترسره شوي برید کې په لسګونو غیر پوځي افغانانو سربیره بهرنیو اتباعو ته هم تلفات واوښتل او په همدې خاطر یې په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه او غندنې هم درلودې.
ددغه برید په تړاو د لومړنیو خبرونو له خپریدو سره همماله ګڼو هیوادوالو د تیر په څیر بیا خواله رسنیو ته مخه کړه او ډیرو نه غوښتل، چې پر حکومت او امنیتي ځواکونو د نیوکو او د هغوي د کنځلو لپاره دغه ترلاسه شوی فرصت له لاسه ورکړي.
په دغو هیوادوالو کې به داسې کسان هم وي د برید پر مهال یې د کورنۍ غړي خپلوان او نږدې دوستان د برید ځای کې ایسار پاتې وو.
طبیعي ده، چې هغوي د انساني غریضې له مخې هیڅکله د دې منلو ته چمتو نه وو چې دوست، عزیز او خپل یې له داسې برخلیک سره مخ شي او چې اوس مخ هم دي باید د ژغورلو لپاره یې باید عاجل ګامونه واخیستل شي.
د حکومت په منتقدینو کې به داسې کسان هم وي، چې پر دې هیواد او خلکو یې رښتیا زړه خوږیږي او طبعآ به د داسې پیښو پر مهال عکس العمل ښيي.
خو راځئ دا حقایق ومنو چې:
د داسې پیښو پر خلاف په غبرګون ښودونکو او منتقدینو کې داسې کسان هم شته چې غواړي د دښمن لخوا ترسره شوي بریدونه او پیښې د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره وکاروي او په دوی کې داسې کسان هم شته چې همدا دنده ورسپارل شوې چې تر داسې پیښو وروسته د حکومت او زړولو افغان امنیتي ځواکونو پر خلاف د خلکو احساسات راوپاروي.
د پیښې په تلویزیوني رپوټونو کې مې خپل سرتیري لیدل، چې هر یو یې تر موږ ښه دنګ، تنه ور، ښکلی ځوان و – خو د خپلو هیوادوالو د ژغورنې لپاره یې خپل ژوند خطر سره مخامخ کړی و. راځئ دا فکر وکړو، چې دوی به هم کورنۍ لري، مور، میرمن، ماشومان، دوستان او خپلوان به لري، چې دوی هم ورسره مینه کوي او نه غواړي له لاسه یې ورکړي.
خو دوی له دې سره سره د خپل یوه بل داسې هیوادوال د ژغورلو لپاره خپل ژوند د مرګ خولې ته ورکوي، چې په ټول ژوند یې هیڅ لیدلی هم نه وي، د کلي، ولسوالۍ او آن خپل ولایت به یې هم نه وي.
دا څومره سپیڅلې دنده او فکر دی، راځئ د ښکنځلو پر ځای په دې فکر وکړو.
ډیر هیوادوال نیوکه کوي، چې د انټرکانټینیټل د تصفیې عملیاتو ډیر وخت ونیوه. ما پوځي زده کړې او نظامي ژوند نه دی کړی، خو دا درک کولی شم، چې له ۲۰۰ څخه د ډیرو خونو چاڼ کول چې په هر یوه کې یې د ځانمرګي بریدګر د پټیدو، بمونو، او نورو خطرونو احتمال موجود وي، وخت نیسي.
که راځو دې ته، چې دغه بریدګر څنګه د کابل زړه کې دغه تر ټولو مهم هدف ته له وسلو او چاودیدونکو توکو سره ځانونه ورسول، دا بیا بل بحث دی.
د افغانستان جګړه او په ښارونو کې منظم بریدونه د طالب، حقاني شبکې او نورو ډلو دیني زده کوونکي سازمان او عملي کولی نشي.
افغانستان د سیمې او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د جګړې په ډګر اوښتی دی. ددغو ټولو هیوادونو استخباراتي شبکې دلته فعالیت لري او هره یوه یې د خپلو ګټو لپاره کار کوي. استخباراتي جګړې ستر اقتصادي ملاتړ او پراخ مالي لګښتونه غواړي. د افغانستان د روان کړکیچ په ښکیلو هیوادونو کې داسې هم شته، چې یوازې د څارګرو ادارو د ځینو څانګو لګښتونه یې زموږ ستاسې د ټولو امنیتي ارګانونو د بودیجې څو برابره دي.
پر انټرکانټینیټل هوټل بریدګر د پاکستان له مدرسو واسکټ کړي او وسله په لاس نه دي راغلي. دا کسان داسې استخباراتي شبکو د برید تر ځایه رسولي، چې لومړی یې د پاکستان په کومه مدرسه کې همداسې بریدونو ته روزلي، بیا یې ښايي یو ځای یا جلا جلا له بیلابیلو لارو تر کابله را رسولي، دلته یې ورته د اوسیدو ځای برابر کړی، وسلې او مهمات یې ورته برابر کړي او د برید تر ځایه رسولي، او بیا یې دوی ته هلته د رسیدو لار برابره کړې ده.
که مو یاد وي، کابل کې د امریکا سفارت تر دغه برید څو ورځې وړاندې د کابل د امنیتي وضعیت په اړه په خپره کې خبرتیا کې پر هوټلونو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.
مطمینآ د امریکا سفارت دا خبرداری د خپلو امنیتي او استخباراتي چینلونو له لارې ترلاسه کړی و، چې دا پخپله د استخباراتي شبکو فعالیت په ډاګه کوي.
له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره په کار دي، چې له ګاونډیو، د سیمې له هیوادونو او د نړۍ له زبرځواکونو سره د افغانستان په تړاو د دوی د دریځ د بدلولو په اړه خبرې وشي.
تر هغو چې دغو هیوادونو په افغانستان کې خپله امنیتي، استخباراتي او نیابتي جګړه پای ته نه وي رسولې، د هیواد امنیتي وضعیت ښايي د تیرو شپاړسو کلونو په څیر لاپسې خراب شي.
سیمه ییزه او نړیواله اجماع، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د واک په لومړیو ورځو کې ژمنه کوله، د افغانستان د کړکیچ د حل یوازنۍ حل لاره ده.