ژباړه او زياتونه عبدالرحمن فرقاني 

کېداي شي، نوموړې جګړه جې انګازې يې په څپو کې تاوېږي. او اوروپا غواړي په لنډه نږدې کې پر ترکې باندې نوموړې جګړه په لاره واچوي، خو الله متعال د ټولو پر کړنو مسلط دي.
اورپا په دغه آسانۍ اوردګان ته نه تسليمېږي، د کليسا مليشې تر دسيسې پرته دې ننندارې ته لاس تر زنې نه کېنې ، چې د ترکيه اساسي قانون په دې سادګۍ سره بدلون ومومي !
نوي کاله کېږي، چې ترکيې د سيکولاريزم په تاټوبي کې خاپوړي او ژوند کړي، او داسې اساسي قانون پرې حاکم دي، چې په اوروپا کې د کليساګانو او معبدونو تر ګنبځو لاندې ليکل شوي دي !.
نوي کاله کېږي، چې عثماني خلافت راپزېدلي او ځاي سيکولاري حکومت نيولي دي، چې دين په رسميت نه پېژني، اوروپا دغه موخې ته د لاسرسي لپاره دروند او بې برېده لګښت او د خپل ځېګر توتې له لاسه ورکړي او د اوږدې مودې لپاره يې هلې ځلې په لاره اچولې کله به يې بريا موندله او کله به هم ناکامېدل ، تر دې چې خپل نوموړي هدف ته ورسېدل.!
دېر بې ځايه ده، چې ځيني فکر وکړي، چې اوروپا پر ترکيه اعتماد لري، دېر لنډ فکره دي، هغه څوک چې فکر کوي، چې اوروپا د ترکيې د اقتصادي پرمختګ لپاره د ترکيې غړيتوب د اوروپا په اتحاديه کې ومنل شي، نه په حقيقت کې هيڅکله داسې نه ده او نه به داسې وشي.!
اوروپا په تول يقين او باور سره پوهېږي، چې که ترکيه د خپل ډوډۍ او وسلې خاونده شوه، نو لومړني کار به يې د خپل اسلامي او تاريخي هويت او عظمت د جرړو ته ورګرځېدل وي، چې له لاسه يې ورکړي دي،چې يوه ورځ د تاريخ په لړ کې د نوموړي مجد او عظمت خاونده وه، او په چټکتيا سره به د احيا په اړه لاس په کار شي او کېداي شي دغه هدف نېږدي شوی هم وي.
که ترکان وکولاي شي ، او جرات وکړي، چې نوموړي سيکولاري اساسي قانون که څه هم يوه ماده يې وي، په لغټه ووهي او دا کار دوي په بشپړه توګه د دغه اساسي قانون بدلون ته رسولاي شي
هغه څه چې آلمان،دنماراک او اتريش يې تر سره کوي ، په حقيقت کې د يوه دسيسې پيل دي، نه ټوله دسيسه د دوي بوجۍ تل د دسيسو او توطيو څخه ډکه او ډېرخاينان او جاوسوسان او شيطانان هم په پرلپسې توګه هڅې کوي..
زه نه وايم چې رجب طيب اردوګان د عثملاني خلافت اووه دېرشم سلطان دي، او فکر نه کوم چې دا د ده خپله هيله هم وي، او همدا راز دا هم نه وايم چې هغه دومره کوچوني وګڼو او يا پرې ظلم وکړو، الله تعالي د هغه مل دي، خو دا وايم چې رجب طيب اردوګان هغه ميخ دي، چې د سياسي او ايدياوژيکي سيکولاريزم پرتابوت باندې ټکول شوي دي!، دغه سړي د هغه تر خاوره لاندې صندوق څخه دوړې او ګردونه پاکوي او هغه پرانېزي او ترکان يې د خپل پرتمين تاريخ څخه خبروي او د خپل برخليک د ټاکلو واک بېرته دوي ته وسپاري..
او اوروپا پوهېږي، چې دېر وخت نه لري او نور د سياسي او دېپلوماسي کړنلارو او تګلارو څخه د ګټې اخيستنې فرصت يې هم له لاسه ورکړي دي او که ترکيه همدا اوس ورته تسليم نه شي، نو بيا به د تل لپاره ورته تسليم نه شي، او زه فکر کوم چې اوروپا به نور تر دې ډېر وخت له لاسه ورنه کړي او ژر به د واټيکان په کليساګانو کې د جګړې زنګونه ووهل شي ..
دلته زه د ليکوال په نظر يوه يادونه او زياتونه کوم، چې تر اوروپا وړاندې د امريکا استخبارتي کړۍ هم دغه ښکارندې ته په پوره توګه متوجه او په پرلپسې توګه د ترکيې د ښکيلولو لپاره هلې ځلې کوي، او ډېره بې ځايه به وي ، چې څوک فکر وکړي، چې ګواکي د ترکيه حکومت د امريکا د پلانونو سره سم حرکت کوي او د امريکا اهداف ته په يوه ډول خدمت کوي او يا تر دې هخوا باور ولري، چې اوردګان د امريکا په فلک کې د امريکا د ګټو لپاره کار کوي ..!
په حقيقت کې که د لوېديځ استخبارتي کړۍ که نن له کوم اسلامي حکومت څخه وېره لري، هغه به يقينا پر اسلامي مفکوره ولاړ د ترکيه نوي واکداري وي.. الله تعالي دي د مسلمانانو لپاره د ترکيه حکومت د سند په توګه چې د مسلمانانو د ګټو څخه دفاع وکړي په خپل امان کې وساتي.!.
ليکنه احسان الفقيه
ژباړه او زياتونه عبدالرحمن فرقاني