هېند اره زړه كي زره تڼا كې                      

     بشرمل نا صر

سبا به زما غزلي څنګه وايې

ته راته ووايه شېرينه اشنا

ستا وسروشونډو ته تا وا ن ونكړي

درنګ ښكلا به دي سپېره غوندي شي

چي زما د ميني و مزار ته ا شنا

په چيغو،چيغونا امېد ه غوندي

د رقيبا نوپه لار راشې راته

ته به مي غواړې يو د ميني وصا ل

زه به د تور لحد په توره شپه كې

ستا له را تګ سره سپېرې خا ورې

په ښكلو سترګوبا ند ي وموښمه

چي دجنت خوشبوپيد ا شي ترېنه

ته به مي واخلې له مزاره خوړده

دزړه دردونه به ارا م كړې با ندي

ستا لېونى په تورلحدكي ښه يم

هېند اره زړه كي زرتڼا كې يوسه

 


ورېښمينو ګوتو كې شپېلۍ    

بشرمل ناصر         

زما دميني څو تڼا كې د زړه

ستا د هجران له غمه وټوكېد ې

پكې يو راز د ښكلو سترګوپروت وو

لكه د يا ر په تكه سره غېږه كې

د با ړخوګا نومنځكې سره خا لونه

راته رڼا كړي په تا ريكه شپه كې

ما شومي څړيكې مي په خوب ويده شي

ارما ن مي واخلي يوه سندره د غم

ورېښمينو ګوتوكې شپېلۍ ونيسي

له ګلا بي شونډ و يې څا څي ويني

د جا نا ن نوم چي په ټپه كې راشي

د تورو سترګوملغلرې اوښكې

په خا موشۍ سره په ځمكه درومي

په لارې ذكركړي جا نا ن د ميني

په هغه ځمكه كې را شين شي ګلاب

د يا ر د حٌسن اغېزه وي پكې