دشينکي خان جګ قد و ، اومات کړی يې هرحد و . کله به يې چې ځان ته کالي کول ، نوبه يې څلورنيم ګزه ټوکر واخيست او پرخياطانو (درزيانو) به ورسم سو. د ښارهرخياط به ورته ويل ، اې شينکی خانه ! ته ډېرغټ سړی يې ، دڅلورنيم ګزه ټوکره وتاته جامې نه جوړيږي . شينکي خان به په زاریو پيل وکړ ويل اې استادانو ! خدای ته وګوری وايم نه لرم نور توان ، په دغه ټوکرمې په يوډول پټ کړی زماپه لقب خان  مه تير وزی دغه غوړلقب مې هسي اوخوشي په نامه پوري ټينګ موښتی دی . زه په حقيقت کښې ډېر خوارسړی يم پرما رحم وکړی . پس له ډيره کړاوه به شينکي خان دخياط قناعت حاصل کړ . ٣١ کلن ناورين ، جګړو ، خونړيو بدلونونو او بروبيزن شينکی خان هم دخپل ټاټوبي پريښودلو ته اړکړ . نوموړې په پردي وطن کښې د جبري کډوالۍ په کړکيچن ژوند چې د راتلونکي په اړه وړاندوينه پکښې ناشونې  وه  پيل وکړ . ځايي خلګوبه دشينکي خانه تل پوښتل : ته څوک يې ؟ - دکوم هيواديې؟- دلته دڅه د پاره راغلی يې؟-ايا خپل دوطن سره مينه لرې ، که دي جواب مثبت وي نو بيا دلته په پردي وطن کې څه کوې؟- کله بيرته خپل وطن ته ځې ؟ - دې ټولوپوښتنو ته مايوس اوبې موراله شينکي په ټيټ سراو ږغ يو واحد ځواب وايه : مسافري درنه خواري ده که څوک پاچاوي د ګدا محتاج يې کړينه . پرشينکي په پرديسۍ کښې کلونه کلونه تيرسول ،ولې په کوڅه او ګاونډ کښې يې نه چانوم زده کړ ، نه يې ترپايه اعتماد په وکړ ، نه يې په خپلو خوښيو اوغم کې ورګډاوه ، نه يې ټولنيزي اړيکې ورسره پاللې ، د ده وجود استثنا ګڼل کيدی او په ټولنه کښې پرهيڅ حساب و . ولې شينکي خان په دې ذهني انارشيزم اوټولنيزبدلون کښې خپل هويت اوارزښتونه ژوندي وساتل . هو ، شينکی خان تکړه ترانسناسيونال (د دوو بيلابيلو کلتورونوپه منځ کښې په معنوي لحاظ ژوندي پاته کيدل ) و . نوموړې خپلې لهجې اوجامې ته تغير ورنکړ ، خو په معقوليت اوهوښيارۍ يې اينټيګريشن ( Integration ) ته هم کلکه پاملرنه کوله . شينکی په بې وطنۍ کښې دخپل وطني عادت سره سم د څلورنيم ګزه ټوکرسره خياط ته ورغلی . خياط کالي ورته جوړکړه اونيم ګز ټوکر يې هم بيرته شينکی ته ورکړ، ويل ټوکر دي ډېر زيات راوړی و . شيکی په حيرانتيا خياط ته وويل : په کابل کې خويې ويل چې زه ډېرغټ سړی يم په څلورنيم ګزه ټوکر کښې لا زه نه ځايدم ،خو تا دادی د څلورو ګزو ټوکره ښه پراخي جامې راته وګنډلې . خياط ورته وويل : کابل ستا وطن و او هرسړی په خپل وطن کښې غټ او دروندوي ، عزت يې وي ،خلګ په درنه سترګه ورته ګوري اوپيژندګلوي لري . ته دلته څه يې ، اوڅه لرې ؟؟؟ - شينکي وويل : په رښتيا چې بې وطنه سړی هرچيري توهين دی - په يوه توت به وانخلي مهاجرڅوک .