د روان کال د جنوري په لسمه نیټه آسترالیا او اندونیزیا د اړینو معلوماتو د شریکولو د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو سره په سیمه کې د سمندري او سرحدي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل دوه اړخيزه ژمنې بیا تایید کړې.
د دغه تړون په اساس د دواړو هیوادونو قانون پلي کوونکي ادارې به د احتمالي ګواښونو، شکمنو پیښو او په سمندر کې د مشکوکو کشتیو په اړه معلومات له یو بل سره شریکوي.
همدارنګه د استرالیا سرحدي ځواکونه او د اندونیزیا سمندري امنیتي ادارې افسران به همغږی ګزمې او ګډ تمرینات ترسره کوی.
په دې اړه د استرالیا د سرحدي ځواک مرستیال مشر مایکل اوټرام وايي، د دغه تړون او امنیتي همکاریو له امله به دواړه هیوادونه او سیمه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.
نوموړی وایي، "په سیمه کې د خپلو ملګرو هیوادونو سره کار کول د آسټرالیا د امنیت او سوکالۍ د ساتلو لپاره خورا مهم دی، ځکه اوسمهال سمندري ګواښونه مخ په زیاتیدو دي."
هغه وویل "استرالیا نشي کولی د ناقانونه کډوالو او مخدره توکو قاچاق، د طبيعی سرچینو ناقانونه استخراج او سمندری تروریزم په وړاندې په یوازې مبارزه وکړي، بلکه د دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو سرحدي ادارو همکاریو ته اړتیا لري. "
نوموړي همداراز په پای کې وویل، "اندونیزیا هیواد د قاچاق وړونکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې زمونږه یو ارزښتناکه ملګري ثابت شوې، موږ تمه لرو چې په دې او نورو برخو کې نږدې کار کولو ته دوام ورکړو."