حرمينوته ورغلي طالبان څوک دي؟
انجینر میوند پوپل

زموږ د هيواد روانه ستونزه اوقضیه هغه وخت حل کیدای سي چې موږ درښتیني حل رښتینې لارې ولټوو. که دولت غواړي چې د نړۍ اوخپل ولس د غولونې لپاره غولوونکې جریانات رامېنځ ته کړي او په جعلي څیرو اوجعلي غونډو د رښتینې سولې وخت اوځای ونیسي دا به د دولت لپاره لنډ مهاله سوبه وي ؛خو د رواني غمیزي د اساسي حل څخه به يوه فاصله بله هم زیاتیږي. همداراز که طالبان د سولې د حقیقي جریان ترپیل وړاندي داسي شرایط او قیودات وړاندي کوي چې منل يې ناشوني اوياهم مشکل وي نودابه د رښتینې سولې په وړاندي د دوي په اصلي اراده د نړۍ او ولس شک پیاوړي کړي.
د همدې ستونزو د پلټولو په برخه کې اړینه ګڼم چې د طالبانو په نامه له يوه جعلي جریان نه پرده پورته کړم. چې د دې لپاره د طالبانو دنږدې سرچینو څخه یولړ ترلاسه سوي معلومات له لوستونکوسره شریکول غواړم.
له هغه وخته چې د امریکا اويولړ نورو هيوادونوپه همکاري د سولې او دو طرفه تفاهم لپاره په قطرکې طالبانوته د دفتر اجازه ورکول شوه، نو زموږ دولت له بده مرغه په دې برخه کې د ژور دقت پرځای له پیله مخالفت پیل کړ. په دې کې شک نسته چې د امریکا له خوښې او ارادې څخه پرته افغان حکومت د سولې په برخه کې هيځ نسي کولای: نوهغه لاره چې امریکاهم پرې راضي وه ولي يې زموږ دولت مخالفت وکړ؟
بيا له دې څخه يوقدم وړاندي واخیستل سو او د طالبانو په مينځ کې بې اهمیته، بې نفوذه اوحتی شړل سويو اشخاصوسره د تفاهم جریان ته دسولې راوستو اوجګړې ختمیدو په عنوان کوریج ورکول سو، دا کارپخپل ځاي سم و چې دولت له دغو اشخاصوسره تفاهم کړی وای اوهغوي راجلب کړي واي؛ خو دا ډیره فاحشه غلطي وه چې تنها د ميډیايي تبلیغاتو لپاره دغو اشخاصوته د اصلي طالب استازو او د دفتر دبدیل حثیت ورکول سو؛ ځکه د سولې پروسه تبلیغاتي کول پکار نه و ، بلکې حقیقي کول پکار و.
خبره را لنډوم اوراځم دې ته چې د اوخت په مکه مکرمه کې ناست طالب مشران رښتیاهم د طالبانو ډلې استازي دي اوکه هغه له روان بهیر نه د باندي نام نهاده څيرې اوبې کاره پرزې دي
دا وخت په مکه کې د سعودي چارواکو او افغان حکومت په مرسته يوڅو طالبان ناستې کوي:چې تراوسه يې لاندي نومونه په ډاګه سوي دي؛ عبدالرحمن زاهد، حاجي احمد هوتک، مولوي محمد مسلم حقاني،شیر اغا رشیدي، شیخ نظرمحمد اوملا احمد رباني.
حاجي احمد هوتک:
حاجي عبدالرحمن احمد هوتک د طالبانو د واکمني پرمهال د اطلاعاتوکلتور وزارت کلتوري مرستيال و، کله چې د طالبانو حکومت ونړید؛ هغه دامین جان مجددي په مشري د خدام الفرقان دتنظیم غړي و، بيا وروسته د ناروغۍ په وجه پرکورناست و. د پخوانيو شیخ محمدیانو غوندي خواره اومظلومه قواره، په ظاهره شیخ، د کورمېنځ کې شوخ! حاجي احمد هوتک چې يو وخت يې د کینسر د بیماري په بهانه ځان پرطالبانو امریکاته ورساوه او له راغبرکیدو وروسته يې فرض روژه په دې بهانه نه نیوله چې ینه(ځیګر) مي ۹۰فیصده ختمه ده نورمرمه او د خوراک بندولو توان نلرم. خو د طالب غورځنګ ترمينځ د لانجو لپاره به په میاشتو په سفرونو ورک و اوهرډول غذا ورباندي بده نه لګيده اوجزبه يې هم يواځي قومي وه. نه جهاد اونه دین اونه دمسلمانانو وحدت ورته ارزښت لاره.
هغه دالله فرض روژه د بیماري په نامه خوري خو د قومي جزبي پر سر په میاشتو مياشتو دفساد لپاره په ناستو اوسفرونوکې مصروف وي.
د هوتک ځینې خاطرې مې اوس هم په دماغ کې ګرځي: د طالبانو د واکمني پرمهال چې ما په خارجي اینجوکې کار کاوه؛ يوملګری مي په یونیسکوکې و. ماته يې ویل چې احمدهوتک تل د بتانو د حفاظت په پلمه ډالري زرګونان ترګروت تیروي. ماویل دا ناشونې ده چې دغه تصوفي اوسنتي ملادي دانګریزانو دومره خفیه یارانه وکړي اوبیا د پیسو اخیستل! ملګري مي دا هم ویل چې موږ پرحاجي هوتک شکمن يو چې له يوې خوا يې د طالبانو مېنځ کې د بتانو موضوع وښوروله اوبل لورته يې موږ ته د خطر خبر راکړ او د بتانو له ماتیدو وروسته هم زموږ د فتر هغه ته ۵زره ډالر ورکړل. زړه مي لاهم نده منلې، ځکه کوم هوتک چې مالیده، نوهغه خو ټولې د اخیرت خبرې کولې؛ په کشف اومراقبه کې غږیده؛ د دونيا له هرډول متاع نه بیزاره ښکاريده. خوکله چې په۲۰۰۶کې په يوه کاري سفر پاکستان ته ولاړم هلته مې هوتک صيب ولیده چې دامين جان مجددي له اعلان سوي ګوند "خدام الفرقان" څخه يې فاصله نيولې وه او ځان ته يې د کچه ګړۍ په کيمپ کې دیني مدرسه پرانیستې وه. مدرسه په کچه ابادي کې وه خو د هوتک صیب کور د حیات اباد په لوکسه سیمه کې و؛ دغه توپیر راته خوند رانکړ.
له هوتک څخه مې د خدام الفرقان د پريښودو پوښتنه وکړه راته ویل یې چې هغوي په مادیاتو مصروف سول زموږڅخه يې هسي کار واخیست. خوبیاراته خپل دوست کیسه وکړه چې د پاکستاني ادارو لخوا خدام الفرقان ته ورکول سوې پیسې ملا ارسلا،مجاهد او واحدیار سره تقسیم کړې وي او هوتک يې پرایښی و؛ نوځکه هوتک ورنه خپه شو. بل ځل زه د هوتک کورته په ۲۰۱۲کې ورغلم د هغه په مهمانخانه کې يو کلين شیپ(خریلی) ماډرن زلمي په خپل تنګ پتلانه کې په دوو پښو ناست و؛ غاړه کې زیړ رنجیر و چې غالبا د طلا به و؛ لاسونوکې يې نري سپین بنګړي و؛ ويښتان يې کوڅۍ کړي و اوخپله ستره کوڅۍ يې په کیتک کې بنده او د ملا پر تیر را ځوړنده وه؛ هلک ميکپ هم کړی و او ډیر انجلۍ ته ورته و. زه د دغه هلک په شتون حیران وم. کله چې هوتک صیب راغی نو زماپه لیدو يوڅه خجالت شو؛ هلک ته يې وکتل بیايې ماته مخ راواړه: وای انجینرصیب دازموږ يوخپل دی زموږکره میلمه راغلی. له ګپ شپ نه وروسته چې هوتک صیب دباندي و لاړ. نو له هلک نه مې وپوښتل چې تاسو د هوتک صیب څه ياست. هلک ویل زه يې زوم يم. بیامې وپوښته چې چیرته اوسیږئ ویل يې اروپاکې اوسم!دلته زه دهوتک په هوښیاري اومکاري پوه سوم او دهغه اصلي څیره مې سمه وپیژندله
عبدالرحمن زاهد:
عبدالرحمن زاهد د طالبانو په واکمني کې يوځل د بانک رئیس و اوبیا د خارجه وزارت مرستيال شو؛ خو اوس د طالبانوپه مېنځ کې په مالي غدر، شکوونو، غلا اوکمیشن کاري کې نوم لري! هغه له مولوي مسلم حقاني سره لومړني طالب چارواکي وو چې د واک پرمهال يې د کابل په "ده سبز" کې په سلګونو جریبه ځکمې رانیولې اوترننه يې ملکیت دی؛پر دغو ځمکو د دعوو او قبضي د مخنوي لپاره يې محمدقاسم حلیمي په ستره محکمه ور ننویست.همدارنګه يې له يوشمېر پخوانيو طالب چارواکوڅخه د يوه خیريه اسلامي تنظیم د مشرلخوا د مرستې پیسې واخیستي اوبيايې د يوه کال لپاره ځان غایب کړ. بل وار يې بيا د کوريايي ښځو په تبادله کې له سره صلیب څخه يولک ډالر د طالبانو د مشرتابه په ناخبرې کې د امنیت ساتلو په پلمه ترګوتو کړل، له هغه وروسته یې له یوشمیر نورو مدارکو نه د طالبانو سره د اړیکې جوړولو لپاره د کمیشن په توګه لکونه ډالر ترلاسه کړل. کله چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اوړي کې د طالبانو د پخواني مشر د وفات له اعلان سره طالبانو ملا اخترمحمد منصور د مشر په توګه غوره کړ او د ملامحمد رسول په مشري يوشمېر پخوانيو طالبانو جلا ډله اعلان کړه. نو د دې نوې ډلې د ناستې پاستي ځاي په پیښورکې د عبدالرحمن زاهد کور و. هغه د ګاونډي هيواد له ځینې کړيو یولک ډالر د محمد رسول د ډلې د تنظیمولو لپاره ترلاسه کړل: خوبیايې نیمې هم مصرف نکړي .زاهد په داسي حال کې چې د طالب مشرتابه پرضد دسیسو کې يې هم کمیشنونه اخیستل خوبيايې د همدي مشرتابه په جعلي استازیتوب له تاجرانونه په لوړ مقدار مرستې هم ترلاسه کولې؛ چې له امله يې په پيښوراو دوبۍ کې د سترې صرافي مالک او د څو میلونو ډالرو د کاروبارڅښتن سو.
زاهد د دې ترڅنګ په دوبۍ او اسلام ابادکې له خارجي سفارتونو سره هم پراخې اړیکې لري، چې تل ورڅخه په يوه اوبله بهانه پیسې ترلاسه کوي.
شیخ نظر محمد:
شیخ نظرمحمد چې ټول کاینات يې د پاکستان د کوټې څو مهمانخانې اوجامع جوماتونه دي! نور نه د دین له اصله پوره عالم دی اونه هم له کوټې اوهلمندڅخه د باندي يې څه لیدلې؛ په ظاهره ملا اوپه حقیقت کې دقوم پرستي اوفساد جرړه ده. اوس چې سیميزو استخباراتوته په لاس ورغلي نو داسي په اتڼ راوستی چې پر ځان هم خبر نه دي. هغه ته طالبان په خپلو مينځوکې اربکی ملا وايي. نوځکه خو دهيچا استازیتوب نسي کولای يواځي د خیټې ډکیدل او پردي فرمایشونه منل يې ټوله فلسفه ده.
دانور درې واړه هم د دغو چرموښانو ړانده پیروان دي؛ چې دوي يې چیرته بيايي هلته ورسره منډي وهي. یويې هم په طالبانو کې ښه نوم ،ځای اونفوذ نلري. بس فقط د طالب په نامه د خلګو وخت ظایع کوي او خپله خیټه ډکوي.
که موږ دملت او هيواد د سولې او ښه رتلونکې فکر لرو نو باید د دایمي حل لټون وکړو، په ورځنيو اولنډو تاکتیکي اقداماتو وخت ضایع نکړو. له اصلي جهت سره په رښتینې بڼه د دې غمیزي د پای لپاره ناستي او مذاکرات وکړو. سپینې خبرې، پرسپین میدان د ولس اونړۍ په مخ کې وکړو. نه نور په استخبارتي جریاناتو مصارف وکړو اونه هم د سولې په نامه بیزنیس ته دوام ورکړو. دا خبره دي طالبان هم واوري چې هيڅ هم په پټه نسي سرته رسیدلای اونه هم پردي زموږ غم خوري.له خپلو افغانانوسره د رښتینې سولې لپاره کلک عزم او اراده وکړئ ترڅو د روان بحران اصلي حل را ووزي.

د رښتینې سولې او ودان افغانستان په هېله اودعا