دقدرت جزیری اونامقدس اتیلافونه

څرنګه چی ټولو هیوادوالو ته بهتره معلومه ده چی دافغانستان ددیموکراتیک نظام دله منځ تللونه چی دیوی نړیوالی سیاسی توطیه سره له مینځ ولاوړو ملی اردو ویجاړه شوه اوتجهیزات یی ګاونډیو هیوادونو ته ویوړل شول او دهیواد ټول دولتی تاسیسات ، اوزیربنایی بنسټونه خاوروسره خاوري شول او همدارنګه په هیواد کی وحشت ، انارشیزم او دپردیپالو لخواپردیو او دقدرت دلیونیو په ذریعه د سیاسی مداخله زمینه برابره شوه هرځای کی خپلي واکمنی او حکومتونه جوړ شول قانون دپښو لاندی شووهیوادوال هیواد پریښودلو ته اړل شول او دمغزونو اوکادرنو فرارته زمینه برابره شوه او په هیواددقدرت او خودسریو جزیری رامینځ ته شوی چتراوسه پوری زمونږ په هیوادکی دقدرت موجوده جزیری چې د بهرنیانو،اجنیانو اودمنطقه داستخباراتو دسرپرستی لاندی او په مالی امکاناتو اومرستوجوړی شوي او تغذیه کیږی باید لمنځه یووړل شي ځکه چې دملی ګټو سره په ټکر کی دی همدارنګه خلکو اودملی یووالی حکومت داصلاحاتو اواقتصادی تګلارو لپاره سرخوږی دی او دپرمختګ اواصلاحاتو لپاره سترخنډ دی ددوی اهداف دهیوادوالو ترمینځ بی اتفاقی ، قومی ، سمتی ، مذهبی ،نژادی ، ژبنی تعصباتوته لمن وهل دی دوی دبهرینو استخبارتی بلخصوص دګاونډیو داستخباراتی شبکو اهداف ، مخی اوپردې اجنداوې مخ ته وړی او دنور اوخپلو شخصی ګټولپاره کارکوی او ملی ګټو ته ژمن ندی او همدارنګه دځمکو دغصب ترڅنګ یی ملی عواید په ديره بیشرمی اوسپین سترګی سره غلاکوی او مرکزی حکومت ګواښی کله والی باغی شی کله امنیه قوماندان او کله هم دپارلمان وکیلان ښکاره بیلګی یی دبلخ دګوښه شوی والی او دقندهارامینه قوماندان باغیتوب او دفاطیمونو اجری ډلی سره چی دایران لخوا تمویل کیږی دسوریه په جګړه کی دهزاره ورونو ګډون دی چی تردی دمه دراپورټونو له مخی تقریبآ دوه زره هزاره ورونه وژلی شوی دی . همدارنګه دایرانه لخوا دفاطیمونو دډلي دستایو په غونډه کي داجرایه ریاست ددوهم مرستیال ګډون او وینا کول اوداسی ډیری نوری بیلګي موجودی دی . همدارنګه دغه دقدرت جزیری اونامتجانسی څیری دی چی دپردیو لخوا سیاسی تغذیه کیږی شپه اوورځ په نامقدسواتیلافونوجوړولو کی مصروف دی چی هیڅ ملی اهداف نلری صرف خپلی شخصیی اوتنظیمی ګټو لپاره کارکوی. مونږ ددغونامتجانسو اتیلافونو پایله دهیواد او ولسونو په زیان بولواوددغو اتیلافونو دماضی پاېلواو ترخوتجربو شاهدان یوو دجبل سراج اتیلاف د هماهنګي شورا اتیلاف ، ملی اتیلاف ، دانقره اتیلاف نه نیولي او اوس هم دنوی اتیلاف په درشل کی یواودا اتیلافونه مونږ هماغه دامانیه دوری داصلاحی ریفورمونو خلاف دانګریزانو او بغدادی پیرانو توطیی بولو چی د دملی یووالی دحکومت دجامی اقتصادی اوپرمختګ په لور دسترو زیربنایی برنامو اوکامیاب بهرینی سیاست اوتګلاری خلاف عمل ګڼو او هیوادوالو باندی غږ کوو چی ددغو نامقدسو اتیلافونو په اجنداو ځان خبرکړی او داجنبیانو پردیپالو اوبهرنیو استخباراتی توطیو ښکارنشی پدی خاطرچی ددی اتیلافونو پاېله دهیوادبربادی اودزیربنایی بنسټونوویجاړول او دمیشتو ورونو قومونو او ولسونو ترمینځ دتفرقه اچولو او تعصباتو ته لمن وهل دی. او مونږ دملی یووالی حکومت نه په جدی توګه غوښتنه کوو چی باید دابدنامی دقدرت جزیری او نامقدسه اتیلافونه مهارکړی او یومقتدراوپیاوړی مرکزی حکومت جوړ کړی ترڅو ددغو ناخوالو نه هیوادوال وژغوری او هم قانون پلې شوی وی.
دسرلوړی او پرمختللی افغانستان په هیله
په درنښت
نصیراحمد څپاند