د استرالیا حکومت وایي د ۴۵۷ په نوم اوسنۍ ویزو پروګرام به د مارچ په میاشت کې فسخه کړي او پرځای به یې د ویزو نوې لنډمهاله پروګرام چې د مهارتونو کمښت یا TSS نومیږي پیل کړي.

استرالیایي حکومت وایي دغه اقدام د شرکتونو او سوداګرو د غوښتنو په نظر کې نیولو سره ترسره کوي.

دغه نوې پروګرام چې د بهرینو کاریګرو د جذبولو لپاره په پلان کې نیول شوې، له امله به یې یوازې هغه مسلکي او مجرب بهرني کاریګر جذب شي کوم چې د استرالیا د ملي ګټو سره برابر وي.

په دغه نوي پروګرام کې ټاکل شوې چې له بهر څخه په دوو ويزو باندې کاريګر اسټراليا ته راشي، چې يوه يې د ۲ کلونو او بله یې د ۴ کلونو لپاره ده، چې د ۴ کلونو ویزه د ډيرو سختو شرايطو په اساس یوازی لوړو مهارت لرونکو بهرنیانو ته ورکول کيږي.

همداراز د دوه کلنې ویزې لرونکي نشي کولې په استرالیا کې دایمي استوګنې ته وړاندیز وکړي خو د څلور کلنې ویزې لرونکي د خپل کار د درې کلونو تر پوره کولو وروسته کولې شي په استرالیا کې دایمي استوګنې غوښتنلیک وړاندې کړي.

د دواړو ویزو د ترلاسه کولو لپاره سخت مقررات په نظر کې نیول شوي لکه، د څو کلونو د کاري تجربې درلودل، په انګلیسي ژبه په لوړه کچه پوهیدل او د استرالیا د کاري بازار او معاشونو منل.

همدارنګه د ویزې ترلاسه کوونکې باید له ۴۵ کلونو کم عمر ولري، هیڅ ډول جرمي سابقې ونلري او د ویزې د ترلاسه کولو په مهال ژمنه وکړي چې په استرالیا کې به له توپیري چلند ډډه کوي.