د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې (جولي بېشپ) په میانمار هیواد کی په روهنګیایي مسلمانانو باندی د شوو ظلمونو د څېړولو او پلټولو غوښتنه کړې.

آغلې بېشپ خبریالانو ته ویلي چی د میانمار هیواد مشرې (آن سان سیوکي) ته یی په کلکه ویلي چی استرالیا د روهنګیایي مسلمانانو په وضعیت ډېره خواشینې او اندېښمنه ده او له ملکرو ملتونو غواړي چی د دغو ظلمونو بې پرې پلټنه وکړي.

د ملګرو ملتونو یوه راپور د میانمار امنیتي ځواکونه د روهینګیایي مېرمنو په ډله ییزو جنسي تېريو او د نرانو او ماشومانو په ډله ییزه وژنې تورن کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، میانمار کې ډېرې بشري سرغړونې شوې، چې په وسلو د خلکو ګواښل، تښتول او د ماشومانو او ښځو په ډله ییزه توګه وژنې هم پکې راځي.

په استرالیا کی مدني فعالانو، د کډوالو حقونو مدافعینو او ډیرو نورو ادارو د استرالیا په حکومت د څه مودې راهیسي فشار زیات کړې تر څو په میانمار کی په روهنګیایي مسلمانانو بشري ظلمونه او ټولوژنې وغندي او د روهنګیايي کډوالو سره مرستې زیاتې کړي.