استرالیایي حکومت وایي د شرکتونو او سوداګرو د غوښتنو په نظر کې نیولو سره پلان لري د بهرینو کاریګرو د جذبولو لپاره د ځانګړو ویزو یوه نوې لړۍ پیل کړي چې له امله به یې یوازې هغه مسلکي او مجرب بهرني کاریګر جذب کړي کوم چې د استرالیا د ملي ګټو سره برابر وي.

په دغه نوي پروګرام کې ټاکل شوې چې له بهر څخه په دوو ويزو باندې کاريګر اسټراليا ته راشي، چې يوه يې د ۲ کلونو او بله یې د ۴ کلونو لپاره ده، چې د ۴ کلونو ویزه د ډيرو سختو شرايطو په اساس یوازی لوړو مهارت لرونکو بهرنیانو ته ورکول کيږي.

همداراز د دوه کلنې ویزې لرونکي نشي کولې په استرالیا کې دایمي استوګنې ته وړاندیز وکړي خو د څلور کلنې ویزې لرونکي د خپل کار د درې کلونو تر پوره کولو وروسته کولې شي په استرالیا کې دایمي استوګنې غوښتنلیک وړاندې کړي.
دغه راز د یاد پروګرام ویزو ته یوازې له ۴۵ کلونو کم عمره کسان درخواست وړاندې کولې شي.

تر دې وړاندې د استرالیا حکومت د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د بهرنیو کاریګرو د ویزو صادرول فسخه کړي وه.

دغه پروګرام لومړی ځل په کال ۱۹۹۶م کې د 'جان هاورډ' د حکومت له خوا رامنځته شوې وه چې تر دی دمه په زرګونو هندي، انګلیسي او چینایي وګړي له دغې لارې استرالیا ته تللي او میشت شوي چې شمیر یي ۹۵ زرو ته رسیږي.