راپورونه څرګندوي چې د مالیزیا او تایلینډ په ګډه پوله د انساني او بشري قاچاق وړونکو ډلو فعالیتونه د پخوا په پرتله زیات شوي.

سره له دې چې دواړه هیوادونه د انساني قاچاقبرۍ په وړاندې ډیر سخت قوانین لري خو داسې ښکاري چې د یادو مافیایي ډلو په قابو کولو کې پاتې راغلي.

د راپورونو په حواله هره ورځ په سلګونو کډوال او کاریګر د قاچاق وړونکو ډلو په مرسته د دواړو هیوادونو په پوله اوړي او راوړي.

سرچینې څرګندوي، د دغه قاچاق کوونکو ډلو ډیری غړي تایلینډیان او مالیزیایان دي چې د هر کډوال یا کاریګر د انتقالولو په صورت کې له هغوی د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ ډالرو ترمنځ پیسې اخلي.

سرچینې همداراز وایي، د یادو ډلو ډیری مراجعین هغه بنګله دیشي او میانماري وګړي دي چې د کار او یا هم د مهاجرت لپاره غواړي مالیزیا، تایلینډ او نورو هیوادونو ته لاړ شي.