نورمحمد سعيد


له څه مودې راهيسې يوه خبره اكثر اورېدل كيږي، چې په افغانستان كې د ميډيا د زوال دور پيل كيدونكى دى. يو په بل پسې د ټيلويزونونو تړل كېدل، دراډيويي خپرونو بندېدل، په پرنټ ميډيا كې هم ورته ناوړه حالت او له نامتو خپروندويه مركزونو څخه د زيات شمېر كاركونكو شړل كېدل د دې خبرې د كره والي لپاره د دليل په توګه وړاندې كيږي.

 

كه دا خبره رښتيا ومنل شي بيا نو دا پوښتنه پيدا كيږي، چې سبب يي څه دى؟

د اټكل له مخې نوې سلنه ذهنونه به د مالي امكاناتو نه شتون ددې زوال اصلي سبب مني. شايد پنځه سلنه نور خلك به وايي، چې د لوستونكو، ليدونكو او اورېدونكو نه شتون د افغان مېډيا د ناتوانۍ سبب دى. په پاتې پنځه سلنه كسانو كې تر ما پورې اكثر په دې اړه خپله د ميډيا اړوند خلك ملامت بولي.

 

كه څه هم تر يوڅه حده پورې دا خبره سمه ده، خو ډېره سمه ځكه نه ده، چې ګرمه په دې لړ كې هم د عام كاروكونكي په ځاى دمشرتابه په غاړه ده. زموږ په هېواد كې د يو شمېر رسنيو مشران پخپله ډېر وړ كسان دي، خو ښه مديران نه دي او د دوى همدا كمزوري د دوى د رسنيو لپاره د تدريجي مرګ سبب كيږي.

 

ديوې رسنۍ د مشرتابه دنده په يو ډول يوه بې زړه سوي نقاد ته ورته ده، چې په بشپړه بې رحمۍ سره د ليكنو له انبارونو څخه هغه څه بيل او خپاره كړي، چې رښتيا د خپرېدو وړ وي. دلته له بده مرغه يا خو د ليكوالو د خوابدۍ له ډاره هر څه كټ مټ خپرېږي او يا بيا يوازې هغه څه خپريږي، چې د ادارې د مشر په خپل ذوق برابر وي.

 

د ادبي، معلوماتي او ژورناليستيكو خپرونو ګډوډېدل او يا په يو ډول خپرونه كې د بل ډول موادو خپرېدل د دې ښكارندويي كوي، چې د يو شمېر رسنيو مشران اصلاً خپل لوستونكي، ليدونكي او يا اورېدونكي نه پېژني او يا نه غواړي د پېژندلو لپاره يي زياروباسي.

 

داسې ډېرې بېلګې شته، چې كه چا په خپلو لوستونكو، اورېدونكو او يا ليدونكو د خپلې خوښې د تپلو په ځاى د هغوى د خوښي معلومولو كوښښ كړى دى هغه له لږ امكاناتو سره هم ډېر بريالي دي.

 

يو وخت داسې و، چې بې شمېره اونيزې، پنځلس ورځنۍ، مهالنۍ او مياشتنۍ مجلې به چاپ كېدې، خو اوس د ګوتو په شمېر يو څو پاتې دي او د نورو يي يوازې يادونه پاتې دي. سپين رښتيا دادي، چې د ډېرو تړل شويو مجلو چلوونكو ته ان خپله تګلاره هم معلومه نه وه، دوى به يا هغه څه خپروول، چې په خپل ذوق به يي برابر و او يا به يي هسې د سپينو پاڼو د تورولو لپاره له يوه بل ځايه پرپړې راټولولې.

 

په يوه ليكنه كې به د بې شمېره املايي تېروتنو شتون ثابتوله چې ليكونكي خپله ليكنه هم دويم ځلي نه ده لوستي، سړى نه پوهيږي د داسې ليكنو ليكوال په كوم دليل له لوستونكو څخه د واه واه اورېدو تمه لرله.

 

په ټوله نړۍ كې دود دى، چې د هنري او ادبي مطالبو لوستونكي چې د خاص ذوق څښتنان وي لږ كسان وي( په دې كې هم البته اعلى ادنا او متوسط شته) خو دلته يو شمېر دوستانو غوښتل، چې د دوى ادبي مجلې هم د ژورناليستكي خپروونو په څېر دوى ته مالي ګټه وكړي.

 

كه دا كار به ونه شو، نو زړه به يي مات شو او اېسته به يي د مجلې چاپ كول بند كړ. تر ډېره حده پورې له راډيوګانو او ټيلويزونو سره هم همدا كار وشو. كه د بې شمېره ادبي خپروونو په ځاى د ډېرو شاعرانو او ليكوالو په ګډون د لږ خپروونو لپاره ډېر او معياري كار شوى واى، ممكن په دې برخه كې مالي امكانات هم راپيدا شوي واى.

 

اوس چې خبره دې ځاى ته ورسېده، نو بيا هم د ستونزې په حل پسې د ګرځېدو په ځاى يي ډېرې خبرې په اسبابو كيږي، چې ګومان نه شي د دې وړۍ په شړۍ كولو كې به څه مرسته وكړي