د برياليتوب په لور د سفر پر مهال  موږ له ناسمو حالاتو ډارېږو، حال دا چې ناسم حالات د برياليتوب د لارې خنډونه نه دي، بلكې اكثر مهال راته برياليتوب په نښه كوي. تاريخ له داسې كېسو ډك دى، چې يو شمېر هوډمنو كسانو په  خپلو طبيعي نيمګړتياوو سربېره  وتوانيدل چې مهم برياليتوبونه تر لاسه كړي. .

بدمرغي مګر داده  چې موږ  هڅه  نه كوو، چې له دا ډول پېښو ځان خبر كړو. كپلنګ ( چې مخكې يي يادونه شوې) له ځايه د كمزورى نظر څښتن و او څرګنده ده، چې د ژوند په ډګر كې د برياليتوب لپاره ډېر پياوړي نظر ته اړتيا ده. كپلنګ له دې امله، چې نظر يي كمزورى دى، د كرار كښېناستو پر ځاى د عمل ډګر ته ووت او د عمر تر پايه يي جدوجهد وكړ .

نوموړي سره له دې، چې د خپل نظر د ښه كولو لپاره يي هلې ځلې كولې(  بالاخره يي نظر هم ښه شو)  اهل نظر ته يي د ليك او لوست يو نوى انداز وركړ. د يوه بل وتلي ليكوال په هكله هم داسې ويل كيږي چې ځوان و او ايله يي د لوستونكو پام ځان ته اړولى و، چې په يوه رنځ اخته شو او  دواړه سترګې يي ړندې شوې.

په دې سربېره د ياد ليكوال پښو هم  كار نه كاوه، نوموړي  خپل كار ته دوام وركړ او يو وخت يي نوم د معتبرو ليكوالو په لړليك كې ياد شو. د جارج تهامس ژوند نور هم هېښونكى و، نوموړي په   ډېر چټل چاپېريال كې ژوند كولو ته مجبور و، د فلج په  ناروغۍ  يي ژبه ګونګه شوه او په يوه لاس پورې به يي  د درانه وزن له تړلو وروسته ليكل كول، خو د پنځو كلونو په موده كې يي درې ډېر مشهور كتابونه وليكل.

 

د ډيل كارنيګي له كتاب (د پرمختګ ۱۵ اصول) څخه

ژباړن نورمحمد سعيد