ګلزار د هندوستان مشهور شاعر دى. اصلي نوم يي سمپيورن سنګ دى. ګلزار د هندي فلمونو لپاره سندرې ليكي او په خپله يي هم يو شمېر فلمونه جوړ كړي دي. ده په ځوانۍ كې د ژوند چارې د موټر ميخانيك په توګه پيل كړې، خو وروسته يي د شوق له مخې فلمونو ته سندرې وليكلې او ډېر بريالى شو.
د هندوستان د مشهور شاعر مرزا غالب په ژوند يي يو ټيلويزوني سيريال جوړ كړ، چې شاهكار بلل كيږي. ګلزار داسې تشبيهات كاروي، چې د ده شاعري ته يي يو ځانګړى رنګ او خوند وربښلى دى. د سليم ډاګ مليونر نومي فلم لپاره د ګلزار په قلم ليكل شويو سندور اوسكر جائزه وګټله. د همدې ګلزار د ليكلې لنډې كېسې ( نيم) پښتو بڼه ستاسي په وړاندې ده. ژباړن
نيم
ليكوال: ګلزار
ژباړن نورمحمد سعيد
ټولو به (( نيم)) باله، نه بشپړ او نه هم څه كم او زيات ، بس نيم.... دا ځكه چې له ونې ډېر ټيټ و. خو كه موراو پلار يي ژوندي واى، نو سړي به ترې پوښتلي و چې چا پرې دغه نوم اېښى دى. تل يي له هرچانه د ځان لپاره همدغه نوم اوريدلى و. داسې هم نه وه، چې خفه شوى وي، زړه يي بد شوى وي، بلكې هر وخت به په خپلې مستۍ كې ورك و.
خټكو والا به ورغږ كړل، نيمه زما په دكان پام كوه، زه ډوډۍ خوړو ته ځم، نيم به ژر لښته واخېسته او ناره به يي كړه، راشئ د شكرې ټوټې واخلئ ، راشئ....!
كله به يي خټكي خرڅول او كله خرماوې. كله نا كله به يي بيا سپين سرې ابۍ ته له حكيم صاحب نه د هاضمې درمل راوړۀ، د دريم پوړد كشواني لور به يي مكتب ته بيوله او كه مادهو بنا به مزدور پيدا نه كړ، نو ده به ورسره د خښتو وړو راوړو كار هم كاوه. خو ترهركار كولو زيات خوند يي د ورا مخې ته له ګډېدا اخېست. واده به كه د هرچا و، ورا به كه هسې په دې لار تېرېده هم دى به يي مخې ته تر ډېره ځايه په نڅا روان و، كوچني لاسونه به يي اړول را اړول او لنډې پښې به يي رېږدېدې.
يوه ورځ د الياس وراباڼي تېرېدل، دى له عادت سره سم د ورا مخې ته په نڅا رهي شو. پنډت ورټۀ، وايي: اې نيمه، غرق شې د مسلمان په ورا كې ګډېږې؟
نيم په هوا كې لاسونه اړول، ورغبرګه يي كړه: هو! ډول، خو د هندو مسلمان دواړو په واده كې وهل كيږي او همدايو شان وهل كيږي. نيم به چې له دوولس كلنو هلكانو سره لوبې كولې، نو همزولى به يي معلوميدۀ. د هلكانو له مكتب ته تلو وروسته به يي د ښار ګوټي له سپين ږيري ماليار سره دونو وچې پاڼې ټولولې، ماښام به يي د پروفيسر صاحب له كوټې نه اور لګيت پسې رواخېست او اور به يي ورته كړ.
يوه ورځ پرو فيسر صاحب زړه كرتۍ وركړه، نيم بهر ته راو اېسته، لاندې باندې يي وكته او ماليار كاكا ته يي وركړه وايي: سلامت جوال يي د اغوستو لپاره راكړى، په دې كې خو زما غوندې درې كسان ځايږي.
د چهرپور ښارګوټي په پنځو ودانيو كې اتيا كورنۍ اوسېدې، چې ټول اوسېدونكي يي نږدې درې سوه تنو ته رسيدل. نيم د ، ج او خ د ټكي غوندې د دې ټولو خلكو په منځ كې ګرځيدۀ. له ده پرته د چا كار نه درېدۀ، خو له ده پرته په مخ هم نه ته، كه نيم به نه و، نو لكه دوى ټول به نه وو، لكه ډك كور چې په كورنۍ پېشو نور هم ډك ښكاري، دغسې چهتر پور ښارګوټى د نيم په وجود نور هم ډك ښكاريدۀ.
خو پرون هغه دوى ټول پرېښودل، غلي يي كړل، پروفيسر په جګ غږ په انګړكې ولاړو خلكوته غږيدۀ: تاسي ټول نيمګړي ياست، نيم ياست او هغه چې تاسي يي نيم بولئ، وګورئ څومره بشپړ دى، څومره كامل انسان!
كه دا پرونۍ خبره هم وي، خو اصلي كيسه دوه كاله پخوا پېښه شوې وه. له اصلي كيسې مخكې يوه بله كېسه هم وه، چې هغه هم له اصلي كيسې ډېره كمه نه وه، خو دهغې كيسې په باب ډېر لږ خلك خبر وو.
د چهر پور ښارګوټي تر ټولو ښاېسته نجلۍ رادا كملاني يوه ورځ د هير ګنج له سيمي راتله، چې دريو تنو بدمعاشانو يي لار ونيوله. يوه ورته سترګه ووهله، بل شپيلك واهه او دريم په مټ ديكه وركړه، نجلۍ وترهيده، لرې د كوڅې په بل سر كې يي يو سيورى تر سترګو شو، نجلۍ په زوټه چيغه كړه... نيماااااااااااااااااا!
ده يي غږ واوريد، په منډه ورغى، نجلۍ تر لاس ونيو: نيمه ما تر كوره پورې ورسوه!
نيم ژر په خبره پوه شو، زړه ور ور تېر شو، د رادا په مټ يي لاس كېښود او وې ويل: مه ډارېږه، زه يم كه نه، ځه چې ځو!
او د درې واړو بدماشانو له منځه يي رادا داسې را واېسته لكه د هوا څپه چې تېره شي، خو په هغه شپه نيم ته خوب نه ورته، لومړى ځل يي احساس كاوه، چې عمر يي اته وېشت كاله دى، تر لسو ورځو پورې يي د مكتب له هلكانو سره لوبې نه كولې او كالي به يي هم له اوتو كولو وروسته اغوستل، خلكو هم دا بدلون وليد او رادا هم، خوهغه يوازې مسكۍ شوه وې ويل: څومره ښه!
نيم له دې وروسته د كولو لپاره يو كاروموند ، د ساتونكي دنده، د باډي ګاډ كار، رادا هم پرې خوشحاليده، نيم به هره ورځ تر پوهنځي پورې بيوله، كله نا كله به يي كتابونه هم ورسره واخېستل...كله به ماښام ورغى، بېرته به هم ورسره تريوۀ ځاى راتۀ...خو يوه ورځ يي رادا زړه ورمات كړ.
رادا به د جګديش ليدو ته هلته تله، چې نيم به بيوله، خو د جګديش دا كار نه خوښېدۀ، چې اعتراض يي وكړ، نو رادا ورټۀ... توبه، توبه ، په هغه خواركي هم شك كوې؟
په هغه نيم ژواندي نارينه؟
بس له دې ورهاخوا يي په نيم كې د اورېدو توان نه و، څټ مخ وګرځېد، ښارګوټي ته له رسيدو سره سم يي په كوڅه كې پروت سپى بې درېغه وډباوۀ..... ډېر يي وواهه او د زخمي غوندې په خپله كوډله كې څملاست.
په سبايي رويه بدله وه، خلك حيران وو، هر چابه چې د كوم كار ورته وويل، نيم به ورته ويل: پېسې به راكوې؟
-پيسې؟
-ته په پېسو څه كوې؟؟؟
-هرڅه مې چې پرې وكړل.!
كرار، كرار د نيم په صندوق كې څو ډوله سكې او نوټونه جمع كيدل، دا له اصلي خبرې مخكې خبره ده او اصلي خبره داده، چې شپږ مياشتې وروسته رادا واده شوه....
په لوړ غږ ټيپ ريكارډونه غږېدل او د كوڅې له كونج څخه د بينډ باجو غږونه راتلۀ، نيم ته يي زغمل ګران شول، نڅيدونكي لاس پښې يي په لړزه شول، چټك پاڅيد، له صندوق څخه يې ټولې سكې اونوټونه ټول كړل او د چهر پور ښارګوټي د( سي ) ودانۍ د ديارلسم اپارتمان دروازه يي وټكوله.
په ديارلسم اپارتمان كې سيۀ اوسيده، ګوښې او بدنامه.... د ښارګوټي ټولو خلكو غوښتل، چې سيۀ دغه كور پرېږدي، ځكه اكثر ګهيځ وختي او ماښام قضا يو شمېر خلك ليدل شوي وو، چې كور ته يي ورتلۀ او يا ورڅخه وتل، نيم هم دا خلك ليدلي وو، خو پټه خوله و.. مګر نن ... ... ...
خدايزده په اپارتمان كې دننه څه تېر شول، خو نيم اووه ساعته وروسته د سيۀ له كوره ووت، هاغه وخت چې د رادا ډولۍ وړل شوې وه. له دې وروسته نيم اكثر هلته تۀ. خلكو ډېره بده ګڼله ، چې سيۀ له نيمه هم ډډه نه كوله.
دوى دا هم نه شواى زغملاى، چې يوه داسې ښځه چې دوى ورسره اړيكې لري، له نيم غوندي (لنډي) سره هم اړيكې وساتي، كه هغه ښځه فاحشه هم وي. بس له دې وروسته د سيۀ په ضد د ټول ښارګوټي اوسيدونكي فعال شول...يو دوو ځوانانو خو نيم ښه و ډباوۀ....نيم له ډېرې غوسې ليونى شو...د سيۀ كره ورغى، هغه په بستر پرته وه. شايد ناروغه وه. نيم په ساده باده انداز ورته وويل: سيۀ! له ما سره واده وكړه!
سيۀ ورته وكتل...مممممم يي كړۀ او بل لور ته يي مخ واړاوه. نيم له مټه ونيوله د ځان لور ته يي واړوله، ورنه ويې پوښتل: ولي ؟ له ماسره واده نه كوې، زه سړى نه درته ښكارم، ته مې هم نيم سړى بولې؟؟؟؟؟؟
سيۀ ورته ښه شيبه په غور كتل، بيا يي وويل: نيمه پرېږده چې ويده شم، ناروغه يم !
د نيم له لاسه د سيه مټ خوشى شو: ښه ده، ومره! ورځه دوزخ ته لاړه شه!
همدومره يي وويل، تاو شو وريي په زوره په ځان پسې پورې كړ او په زينو كوز شو.
اصلي خبره دا هم نه ده، ځكه له دې وروسته هم نيم تر كابو يوه كاله پورې په چهر پور ښارګوټي كې اوسيدۀ. د سيۀ په اړه ډول ډول اوازې هم ورته رسيدې.... د (سي) ودانۍ مخې ته به له كسته ډېر نه تېرېدۀ. يوه ورځ چا ورته وويل، د سيۀ زوى شوى دى او د ا خبره د چهر پور ښار ګوټي اوسيدونكوته دزغملو نه وه.
په سيۀ پسې يي راواخېسته... ويې باسئ له دې ځايه.. وركه دي شي له دې ښارګوټي... اپارتمان دي پرېږدي!!
خو سيه بيا هم شپږ مياشتې هلته تېري كړې او دا بيا پرونۍ خبره ده، چې نيم د خوراكي موادو بوجۍ په اوږو بار ښار ګوټي ته ننوت. هلته يي و ليدل، چې د (سي) ودانۍ مخې ته د خلكو ګڼه ګوڼه ده، ده پوښتنه ونه كړه، خويو چا ورته وويل، چې سيه زهر خوړلي دي.... نيم چټك پاس منډه كړه... دا هم ورنه هېر و، چې په شا يي بوجۍ بار ده... خدايزده ولي هلته ولاړو خلكو هم لار وركوله... او بالاخره د ديارلسم اپارتمان دروازې ته ورسيد... ويې ليدل، چې د سيۀ مړى اوس هم په بستر پروت دى او د شپږو مياشتو ماشوم ورسره لوبې كوي.
په ټول ښارګوټي كې د پروفيسر غږ اورېدل كيده: دا ماشوم به له تاسي نه كوم څوك ومني ؟
تاسي دومره شرف خو لرئ، چې بسپنه وكړئ او مړى پرې وسوځئ، خو ... دغه ماشوم يي... زه پوښتنه كوم ... څوك شته، چې د اولاد غوندې يې ومني؟؟؟
ټول لكه بتان داسې ولاړ وو.
ناڅاپه د نيم له لاسونو د خوړو بوجۍ وښويده.. ټولو په حيرانۍ وروكتل، دى ورو- ورو ورغى، ماشوم يي واخېست، په اوږه پورې يي ونيو او بې له دې چې چا ته وګوري، د خلكو د ګڼې ګوڼې په منځ كې تېر شو او د ښار ګوټي له درازې د باندې ووت.
د پروفيسر غږ اوس هم اورېدل كيدۀ: تاسي ټول نيم ياست، نيمګړي... او هغه چې تاسي يي نيم بولئ، بشپړ دى، كامل انسان!!