نورمحمد سعيد
آيا داسې كيداى شي، چې په لږ وسايلو د كابل ښار دمنځ ټولې كوچنۍ غونډۍ سمسورې شي؟
په ظاهره دا ډېر ګران كار ښكاري، خو داسې نه ده، بلكې دا ډېر اسان كار دى. لږ توجه او ډېر زيار ته البته پكې اړتيا شته.
طرح داسې ده، چې د هرې غونډۍ خواو شا له سره تر پايه غرنۍ ونې او بوټي كرل كيږي، له دې وروسته د هرې غونډۍ په سر د اوبو لپاره يوه زېرمه جوړيږي او بيخ ته يي يوه څاه، د كوچني موټر په وسيله له څاه نه په كوچني پائپ كې د اونۍ شپږ ورځې پاس زېرمې ته په كرار كرار اوبه خېژول كيږي.
د اوونۍ په اوومه ورځ له زېرمې څخه د هماغه كوچني پائپ په وسيله د غونډۍ له سره يو سړى هرې خواته اوبه شيندي او ټولې ونې او بوټي خړوبوي.
دا كار په عصري توګه هم كيداى شي، چې په بهر هېوادونو كې د اوبو شېندونكي نل ليكې په كروندو كې غځول كيږي، له زېرمې څخه د موټر په فشار په يو څو متره دائره كې اوبه شېندل كيږي، خو دا كار شايد زيات لګښت ولري.
دلته له ځمكې څخه پاس د غونډۍ تر سره پورې د اوبو د زېرمو شمېر هم زياتېداى شي، چې په دې توګه به دغونډۍ سر ته د اوبو خېژول نور هم اسان وي. د سيمټي زېرمو جوړولو په ځاى د اوبو يا تيلو لپاره كارېدونكي ټانكرونه هم پاس د غونډۍ سر ته د هيليكوپتر په وسيله خېژول كيدى شي.
دا كار د ازمينې په ډول د ښار په هره برخه كې كيدى شي، ځكه د ښار منځ له غونډيو ډك دى، خو د ټول ښار د ككړ چاپېريال په پاكولو كې به دغه كار ډېر ګټور ثابت شي.