ليكوال: نورمحمد سعيد

په پارك كې بې شمېره ماشومان په لوبو بوخت وو. ډېر كوچني هم پكې وو او لږ لويان هم وو،  ډېرو يي د ښوونځي درېشۍ اغوستې وې او يو شمېر نورو يي د لوبو جامې او يا دوديز كميس پرتوګ.

 

له دوى څخه ځينې  په فوټبال بوخت وو او چا كركټ كاوه. هغه چې د ښوونځي درېشۍ يي اغوستې وې، له ښوونځي څخه كورونو ته په لاره وو، خو ماشومتوب هڅولي وو، چې څو شيبې له خپلو همزولو سره په پارك كې په خلاص مټ ساعت تېرى وكړي.

 

د علاوالدين درې لارې  په دې سيمه كې دغه يو شته پارك غنيمت دى، كه نه نور نو خاوري دي، چې  ټوله ورځ دوړيږي. پارك پخوانى جوړ شوى دى، ځكه يي يو څه ساحه هم پراخه ده او ښه يي لا دا، چې نږدې ټولي ونې پكې پاتې شوې دي او لا هم شنې دي.

 

كه لږ ګوتې پرې ووهل شي، ښه ګلالى پارك دى. كه د منځ لارې يي په موزايكو نه،  په تېږو هم و پوشل شي  او په منځ كې يي يوڅه شنيلى زيات شي، نو زياتي سم دم پارك دى. سهار مهال پكې د خواوشا كورونو ډېر اوسېدونكي د ورزش لپاره راټوليږي، د لوى عمر خلك يي له يوه سره تر بله قدم وهي او د طبيعت له ښكلا خوند اخلي.

 

له دې وروسته بيا د هلكانو وار راځي، چې له خواوشا ښوونځيو څخه كورونو ته پر لاره، يو څو ګړۍ  پارك ته ورګرځي. په پارك كې ډېر معلولين هم يوه بله خوا ناست وي، چې د بې كارۍ له امله شايد  د وخت تېرولو لپاره دغه ځاى غوره بولي.

 

 

 

همداسې وخت و، سهار خواو شا يوولس بجې،  پارك له ماشومانو ډك و، چې ناڅاپه يوه ډله خلك پارك ته ننوتل. دوى په لس دوولسو لويو او ګران بيه موټرو كې راغلي وو. له دې ټولو موټرو څخه په يوه كې (صاحب) ناست و، چې د باد په څېر چټك  پارك ته څېرمه يوه كورته ننوت.  هغه كور چې صاحب ور ننوت د دوبۍ د سمندر په غاړه جوړو كورونو ته ورته دى. د خواو شا خټينو كورنو او د جګړو پر مهال د ړنګو شويو كورونو په منځ كې داسې ښكاري، لكه د  وسپنې په ګوتمۍ كې د الماسو غمى.

 

د( صاحب)  باډي ګارډان تر دوه درزنه هم زيات وو، ټول پارك ته ننوتل او يوه بله خوا كښېناستل. د دوى كالي هم د دوى د ظاهري بڼو په څېر رنګارنګ  او ډول ډول وو، چا پوځي درېشې اغوستې وه، چا بيا د عامو خلكو كالي، خو يو شى چې مشترك و، هغه دا چې د ټولو په لاسونو كې نوې او پرېمانه  وسله وه.

 

پارك ته له ننوتو سره سم  يي درې څلور تنه يوه لور ته كښېناستل او د چرسو د سګرېټونو په جوړولو او څكولو  يي پيل وكړ. دوه دريو تنو يي په خپل منځ كې لوبې پيل كړې، لوبې هم داسې، چې دم ګړۍ د نړيوالو لوبو په چوكاټ كې نوم نه لري. يوه ډله يي بيا يوې څنډې ته په قطه بازۍ بوخت شول.

 

ډېره بده داوه، چې د چرسي باډي ګاډانو خواوشا ماشومانو ته د دوى كړه وړه ډېر د حېرانۍ وړ نه معلومېدل، ځكه په ډېر عادي انداز يي خپلې لوبې جاري ساتلې، بلكې له باډي ګاډانو سره يي يوه نيمه ټوكه ټكاله هم كوله. له دې نه معلومېده، چې په دې ځاى كې  دا هر څه نوي نابلده نه وو،  ځكه خو ماشومانو ورته د عادي ورځنيو پېښو په نظر كتل.

 

هو رشتيا.. په دې منځ كې دحيرانۍ اصلي خبره رانه هېره شوه. د حيرانۍ خبره داده، چې د دې پارك په منځ كې يوه هم نه، بلكې دوه هدېرې جوړې دي. هدېرې له يوې بلې نه په لږ واټن كې دي، له شناختو شكاري چې په دواړو هدېرو كې  ښخ اكثر مړي د خپل منځي جګړو د وخت  شهيدان دي.

 

 

داسې ښكاري، چې د ځاى د نشتوالي له امله او يا هم په خپل سر د ژونديو د ډار له امله  دغه مړي همدلته تر خاورو لاندې كړل شوي دي، د دوى قبرونو ته لكړې ولاړې دي او په هره لكړه پورې ډېر رويمالونه غوټه دي.

 

ښه ځنډ وروسته صاحب راووت، د باډي ګاډانو په لښكر چغه ګډه شوه، ټولو منډه  كړه موټرو ته وختل، د موټرو انجنونه وغوريدل او شيبه پس يي له ځمكې داسې دوړې پورته كړې، چې د دوى له تلو ښه ځنډ وروسته هم په پارك كې په ناستو معلولينو، ماشومانو او د شهيدانو په هدېرو د باران په څېر اورېدې.