ننداره
ليكوال: نورمحمد سعيد
د ښار ټول سړکونه پاخه وو، تک تور پاک شفاف. د سپينو او زېړو کرښو په وسيله پرې ترافيکي نښې نښانې کښل شوې وې. څنګلارې هم ټولې پخې جوړې وې او ګام په ګام د ونو ترڅنګ ترافيکي علامې هم پرې درول شوې وې. د هر سړک نوم او د سيمې يا مينې نوم په داسې ځايونو کې څو ځايه ليکل شوى و چې له ورايه معلوميده.
د سړکونو تر منځ د ونو بوټو او رنګارنګ ګلانو ښه پرېمانې وه. په هغو ځايونو کې، چې د دوه اړخيزو سړکونو تر منځ واټن زيات و، د شنيلي کوچنۍ غونډۍ جوړې کړل شوې وې او د ګلانو له بوټو پرې ډيزاينونه جوړ شوي وو. د دې کوچنيو غونډېو له امله د بل لور سړک نه معلوميده، خو پرې د ځغاستونکو موټرو ايله چتونه معلومېدل.
د سړکونو په منځ کې ترافيکي اشارې او څلور لارې نه وې، بلکې په ځاى يې هر سړک تر پايه مستقل و، داسې چې د هوايي پلونو او تر مځکې لاندې د (انډر پاس) په وسيله له يوه بله جلا کړل شوي وو.
له همدې امله و چې خنډونه يې په وړاندې نه وو، په ټول ښار کې ترافيکي يون په عادي انداز پرمختګ کاوه. د هر موټر له څښتن څخه د سړک ټيکس په نوم يو څو روپۍ اخېستل کيدې، چې ښاروالۍ ته د سړکونو د ترميم او پاک ساتلو لپاره ورکول کيدې. له همدې پېسو ښاروالۍ د سړکونو څنګ ته ولاړو ګروپونو لګښت پرې کاوه.
ښاروالۍ په ښار کې ټول پارکونه او باغونه په عصري توګه جوړ کړي وو. پريمانه ونې، ګلان، بوټي او ارامه فضا د دې سبب کيده چې ډله ډله خلک ورتلل. پارکونو ته له ورتلونکو خلکو د ټکټ په توګه لږې پيسې اخېستل کيدې چې د پارک د پاک او سمسور ساتلو لګښت پرې لنډ شي. ښاروالۍ داسې نندارتونونه او مارکيټونه هم درلودل چې عايد يې د ښاري پراختيا په چارو لګول کيده.
ټول ښار په زونونو وېشل شوى و او د هر زون لپاره يوه داسې کميټه ټاکل شوې وه چې غړي يې د اړوندې سيمې مخور وو او مشر يې د دوى په رايو ټاکل کيده. د دې کميټې کار دا و چې د سيمې د خلکو په مشوره هغه کارونه په ګوته کړي، چې د ښاروالۍ اړوند وي او بايد لومړيتوب ورکړل شي. د دې کميټې سپارښتنې د ښاروالۍ بورډ ته رسېدې او هلته بيا د ټول ښار په کچه دا پرېکړه کيده چې بايد کوم کار ته لومړيتوب ورکړل شي.
تر ډېره حده د ښاروالۍ عايد له خپلو سر چينو څخه تر لاسه کيده او په پراختيايي کارونو کې هم له خپلو شته وسايلو څخه کار اخېستل کيده. د مثال په ډول ښاروالۍ د قير، سيمنټو، سړکونو د پاکولو او دغه راز ډبرو توږلو لپاره کارخانې درلودې، چې په پراختيايي او ودانيزو چارو کې د دې کارخانو له توليداتو څخه ګټه اخېستل کيده.
ټول ودانيز کارونه ټيکه دارانو ته د ورکولو په ځاى خپله د ښاروالۍ د خاص مسلکي کاري ځواک په وسيله له نړيوال معيار سره سم ترسره کېدل. يوازې داسې کارونه د ټيکه سيسټم په وسيله ترسره کېدل چې د کاري کيفيفت د ټيټيدو خطر يې نه و، لکه د پارکونو يا پارکينګونو او مارکيټونو پيسې راټولول او يا ښار ته له ننوتونکو موټرو څخه ښاري ټيکس اخېستل او داسې نور.
د کورنيو چار د وزارت په مرسته له زندانيانو څخه د ښاري پراختيا په چارو کې د مزدورانو په توګه کار اخېستل کيده او دا کار په اجباري توګه نه کيده بلکې د ټولنيز خدمت په نوم د بدل په توګه د هغو زندانيانو په سزا کې تخفيف کيده، چې دغه ډول کار يې په خپله خوښه کاوه.
ښار ته نږدې د اوبو کوچني بندونه جوړ شوي وو، چې د واورو او بارانونو اوبه په کې ساتل کيدې او بيا له فلټر کولو وروسته ټول کال د نلونو په وسيله د ښار هر کور ته ورکول کيدې، البته د برېښنا په څېر د پاکو اوبو په بدل کې هم مناسب ټيکس اخېستل کيده.
د ښار د منځ او شاوخوا غرونو او غونډيو په سرونو د اوبو داسې زېرمې جوړې شوې وې، چې د برېښنا په وسيله اوبه ور خېژول کيدې او بيا د کوچنيو اوبو شيندونکو نل ليکو په وسيله د همدې غرونو او غونډيو په شاوخوا کې د کرل شويو ونو، بوټو او شنيلي د خړوبولو لپاره کار ورڅخه اخېستل کيده. د ښاروالۍ له خوا د تر سره شويو دغه ډول منسجمو او معياري کارونو لړۍ نوره هم اوږده وه، خو د نندارې وخت يې ځکه ختم شو، چې بيا زه له خوبه را وېښ شوم.