ليكوال نورمحمد سعيد

سپين ږيرى پوځي مخامخ راته ناست و، خو مخ يي بله خوا اړولى و، لرې يي چېرې د غره لور ته كتل. داسې غږيده لكه سړى چې له ځان سره خبرې كوي، په ټيټ غږ او پسته لهجه، وايي د ۱۳۵۷ كال د ثور په اووم ګهيځ له يوۀ ټانك او څو تنو عسكرو سره د كابل له يوۀ سرۀ تر بله سرۀ لاړم، هيڅوك مې هم مخې ته رانه غلل.


غوښتل مې د دهمزنګ په لاره دارلامان ته لاړ شم، مقصد مې داو، چې قصر هم ونيسم او د رېشخور د فرقې مخه هم ډب كړم. له علاو الدين درې لارې تېر شوم او د سړك په منځ كې مې داسې ځاى ټانك ودراوه، چې په اسانۍ مې كولاى شواى دارالامان ماڼۍ په نښه كړم.


عسكر مې قصر ته وليږۀ او زه په ټانك كې منتظر كښېناستم. لږ ځنډ وروسته د قصر د ساتونكې ټولی مشر زما له عسكر سره راغى، زما د اوږو نښانونو ته يي وكتل، تعظيم يي وكړ او پټه خوله ودرېد، ورنه مې وپوښتل، چې دلته چا موظف كړى يې، لنډ ځواب يي راكړ: وزير صيب!


هماغسې مې ورغبرګه كړه، چې وزير صيب ماته امر كړى، بايد قصر زه وساتم او ته بايد ژر له خپلو عسكرو سره ځان ښار ته ورسوي، چې هلته درته سخته اړتيا ده، سړى تاو شو، بوټونه يي له يوۀ بل سره ووهل، كړس يي ورنه پورته كړ او شيبه وروسته، دى او عكسر يي په خپلو وسايطو كې سپاره زموږ تر څنګ د ښار لور ته تېر شول، نيم ساعت وروسته مې ملګرو خبر راكړ، چې په ده افغانانو كې مو خلع سلا كړل.

تر مازيګر قضا پورې په قصر كې كرار ناست وم او د بل امر انتظار مې كاوه، سترګه لوېدۀ مهال د رېشخورو له خوا يو څو ټانكونه راغلۀ او د دوغ اباد په كونج يي له راتاوېدو سره سم يي په ډزو پيل وكړ.

عسكرو ته مې امر وكړ، چې ټانك ته وخېژئ او شاتګ وكړئ، بې له كوم مقاومته د علاوالدين درې لارې څېرمه كوڅو ته ننوتو، شپه مو ټوله داسې تېره كړه، چې قصر ته له نزدې ديوالونو مو سر هسكاوۀ، يو څو فيره مو د قصر لور ته كول او بله خوا مو منډه وهل.


ګهيځ له لمر ختو سره سم په قصر كې موجود ټول افسران او عسكر راته بې ډزه ډوزه تسليم شول او موږ په ډاډه زړه بيا د ماڼۍ د فصيل په ديوالۀ ور واوښتو.


د شپې ناوخته د يوه عسكر لاس د ټانك په ځنځير كې ونښت او په مټ كې ورنه غوڅ شو، چې ګهيځ قصر ته زموږ د ننوتو پر مهال يي ساه وركړه، نور هيڅ ډول مرګ ژوبله ونشوه.


تر ډېره وخته مې د خپل هغه شين سترګي عسكر څېره تر سترګو كيده، چې هر وخت به موسكى و، په داسې حال كې، چې ښى لاس يي په تن پورې د لستوڼي غوندې ځوړند و، تر ګهيځه پورې په ډېره ميړانه وجنګيد.

سپين ږيرى پوځي غلى شو، د چايو پياله يي واخېسته، ښه شيبه يي د پيالې منځ ته په غور كتل، بيا يي هماغسې ځوړند سر سترګې راپورته كړې، موسكى شو او ویې ويل: دا يي هم زموږ د تاريخ له واقعيتونو څخه يو بل تريخ واقعيت او دايي هم زموږ د تاريخ يو بل اړخ...