نورمحمد سعيد


په نړۍ كې ډېر خلك د اپريل د مياشتې لومړۍ نيټه د ساعت تيرې او خوند اخېستو د ورځې په توګه نمانځي. په خپلو دوستانو او خپلوانو ملنډې وهي، غولوي يي او دې ته د اپريل فول نوم وركول كيږي. ډېر خلك بيا د دې ورځې له نمانځلو سره كلك مخالفت كوي او په ځانګړې توګه له داسې ټوكو ټكالو كولو سره، چې د چا د ازارولو سبب كيږي. د دې ورځې تارېخې شاليد په اړه هم خورا ډېرې كيسې مشهورې دي. له دغو ډېرو كېسو څخه ممكن ځينې يې رښتيا هم وي او يا دا چې ټولې به دروغ وي، خو په هر صورت په خولو پاستي نه شي غوړول كيداى، ځكه نو په دې اړه هر چا يوه نيمه كيسه ګۍ جوړه كړې ده او يا يې له نورو اورېدلې او بيا يې تر موږ را رسولې ده.

 

په دې لړ كې يوه ډېر مشهوره كيسه داسې ده، چې وايي د دې ورځې د نمانځلو سبب په ۱۵۸۲ م كال د د ديارلسم پوپ ګريګوري له خوا د كال دلومړى ورځې د نمانځلو لرغونى دود بدلول دي، چې د ميلا دي كال د پيل ورځ يې د اپريل د لومړۍ نيټې په ځاى د جنورې لومړۍ نيټه و بلله. ويل كيږي، چې په همدې كال فرانسويانو هم ميلادي كالينډر ومانه او د جنورۍ لومړۍ نيټه يې د كال لومړۍ نيټه وبلله. كه څه هم په هغه وخت كې د عامه پوهاوي د وسايلو د نه شتون له امله ډېر خلك په اسانۍ د دې بدلون منلو ته نه چمتو كيدل او ځينې خو بيا ان تر ډېره وخته له سره پرې خبرې هم نه وو، ځكه به دوى د پخوا په څېر د اپريل د مياشتې لومړۍ نيټه د كال د لومړۍ ورځې په څېر نمانځله او هغه، چې په نوي بدلون خبر وو په دوى پورې به يې خندل.

 

يوه بله كېسه بيا داسې ده، چې وايې، په دا وروستيو كې د رومن كالينډر له مخې داپريل لومړۍ نيټه د پسرلي لومړۍ ورځ هم بلل كيده او همدا راز په ځينې نورو كلتورونو كې هم د حيات د تجديد په توګه دغه ورځ نمانځل كيده. د دې ورځې د نمانځلو په مناسبت بې شمېره لرغوني دودونه او رواجونه وو، چې خلكو به پالل، خو په رومن امپراتورۍ باندې د عېسويانو له ولكې وروسته وايي عېسويانو د پسرلي د راتګ جشن د اېسټر په نوم په خپل مذهبي اختر بدل كړ او هغه چا ته، چې له هغې وروسته يې هم خپل عنعنوي دود، دستور پالل يا خو سزا وركول كيده او يا به هم ور پورې خندا كيده. په دې توګه په لرغونو رومن رواجونو پورې مسخرې كيدلې.

 

په دې هر څه سربېره دا عجيبه خبره ده، چې د نړۍ په ډېره لويه برخه كې د دې ورځو او شپو په مناسبت د ساعت تېري او خوند اخيستو لپاره څه نا څه دود دستور شته. د مثال په توګه هندوان په دې ورځو كې د هولي په نوم يو جشن نمانځي، چې په يوه بل باندې پكې رنګونه شيندې او د لوبو په انداز ښه ډېره شوخې او ساعت تېرى پكې كوي. دغه راز د زرتشتيانو په اړه ويل كيږي، چې د نوروز د ورځې نمانځل دوى پيل كړي دي، چې د هجري لمريز كال په لومړۍ ورځ به يې جشنونه او ميلې كولې. دا جشن هم د پسرلي په لومړۍ ورځ نمانځل كيږي.

 

د روم پخوانو اوسېدونكو د مارچ د مياشتې په پنځه وېشتمه نيټه د هېلريا په نوم جشن درلود او يهودانو بيا په خپل كالينډر كې پوريوم درلود. اصلاً دا د ځمكې د بيا زرغونېدو پيلامه ده، چې سوړ او كنګل ژمى يه سمسور او ګل ورين پسرلي واوړي او د پسرلي له راتګ سره دانسانانو په طبيعت كې هم خوشحالې او شوخې راپيدا شي. په پراخه كچه د اپريل د مياشتې په لومړۍ ورځ ټوكې ټكالې كول د طبيعت د شوخې پايله بلل كيږي.

 

دا جشن اوس د نړۍ په يوه لويه پرخه كې ډېر خلك نمانځي. پيل يې څنګه شوى او يا د دې ورځې په اړه كومه يوه كېسه رښتيا ده او كومه يوه دروغ په دې پسې هم ډېر سر نه ګرځول كيږي، خو دا چې خلك په دې ورڅ ټوكې ټكالې كوي له يوه بل سره شوخې كوي، نو په هغو ټولنو كې، چې دا ورځ نمانځل كيږي، په بيا بيا له خلكو غو ښتل كيږي، چې بايد داسې ټوكې ټكالې ونه كړي، چې د چا زړه پرې ازار شي او يا هم يو چا ته څه ډول زيان ورسيږي.