همايون هېواد


هغه کسان چې انټرنيټ  کاروي هرومرو  به يې د يوټوب نوم اوريدلى وي ، يوټوب په ورځ کې د سل ميلونو څخه په زياتو ليدونکو سره د نړۍ ۹۰ سلنه  ويډيوګانې يې راټولې کړې دي. يو شمېر  کسان په يوټوب کې د ويډيوګانو په ليدلو سره غواړي چې دغه ويډيوګانې ډاونلوډ کړي، ځکه هر وخت يو څوک نه شي کولى چې نيټ ته دې لاسرسى ولري. که هر وخت انټرنيټ يې په واک کې هم وي ، نو دومره د چا له وسه پوره دي چې هره ورځ د يوټوب ته ورشي چې د خپلې خوښې ويډيو وګوري .

خو څنګه کولى شو چې دغه ويډيوګانې او کليپونه ډاونلوډ کړو ؟

يوټوب ويپاڼه داسې کومه خاصه وسيله يا اپشن نه لري چې په مستقيم ډول دې ترې ويډيوګانې ډاونلوډ شي . خو ځينې لارې چارې شته چې د هغو په وسيله کولى شو له يوټوب څخه د خپلې خوښې ويډيوګانې ډاونلوډ کړو .تاسو کولى شئ چې دغو ويپاڼو Keepvid.com  ، Videodownloader.net  www.Savevid.com اوياهم www.file2hd.com ته ورشئ.  دا ويپاڼې د ډاونلوډ کولو لپاره مشخص ځايونه لري.  د خپلې خوښې د ويډيو لينک کاپي او ددې ويپاڼو په مشخص ځاى کې چې د ډاونلوډ لپاره دي پيسټ کړئ ، د ځينو لارښونو وروسته کولى شئ چې ويډيو ډاونلوډ کړئ. له فيسبوک او نورو ويپاڼو څخه هم ويډيوګانې په دغه راز  ډاونلوډ کولى شئ .

د ډانلوډ کولو لپاره دې ته ورته ځينې نورې ويپاڼې او لارې چارې هم شته چې کولى شئ له هغو څخه هم د ويډيوګانو او کليپونو په ډاونلوډ کې ګټه واخلئ .