ليكوال: نورمحمد سعيد

د روانې مياشتې په يوولسمه نيټه د كندز ولايت په خان اباد كې يوه سړي له خپلې ښځې سر پرې كړ. وروسته بيا ځايي پوليسو وويل، چې له ښځې څخه سر نه و پرې كړل شوى، بلكې په وهلو ډبولو مړه شوې وه. يو شمېر نورو بيا ويل، چې داسې هم نه وه، بلكې ښځه د پړي په وسيله زندۍ شوې وه، خو په هر صورت وويل شول، چې دغه ښځه خپلې خواښي او مېړه په ګډه وژلې ده. د پوليسو په وينا دوى توانيدلي دي، چې د وژل شوې ښځې خواښې ونيسي، خو مېړه يي تښتيدلى دى، چې دوى يي د نيولو لپاره هلې ځلې كوي. دښځې د وژل كيدو سبب دا ښودل شوى و، چې پرله پسې يې لوڼې زېږولې. په يوه بل راپور كې داسې هم ويل شوي دي، چې د ښځې قاتل مېړه د اولاد له زيږيدو مخكې خپلې ښځې ته ويلي و، چې كه دا ځل يې هم لور پيدا شوه، نو و به يې وژني او ده همداسې وكړل، خو دا خبره زيب داستان ښكاري.

 

د خبريالانو په خبره دغه بد مرغه ښځه ستورۍ نوميده او دېرش كلنه وه. اوس پوليس د ستورۍ په هغه قاتل پسې ګرځي، چې دغې كمبختې ورسره د خپل ځان او اولاد د ښه سباوون په تمه د ژوند شپې او ورځې تېرولې. د خان اباد له پېښې مخكې په بغلان كې يوه داسې پېښه وشوه چې په ويلو يې هم انسان شرميږي او هم د هغې مظلومې ښځې د مخ تصوير ته په كتو د سړي زړه خولې ته راځي.

 

د هغې موضوع ډېر خواشينونكى اړخ بيا داو، چې له يوې ښځې سره په زور او ظلم كولو كې نه يوازې د خسر خيلو بلكې د هغې د پلارګنۍ نرو او ښځو په ګډه لاس درلود. دغه ډول پېښې دردونكې وي او كه پرله پسې وشي، نو له دې سره په رسنيو كې د ښځو سره د زور زياتي په اړه د خبرونو، تبصرو ا حصايو او ان اټكلونو او ګومانونو يو توپان راپورته كيږي. دا هم اوس يو دود ګرځيدلى، چې د اكثرو رسنيو د ورځي مطالب يوه بل ته ورته وي. له همدې امله اوس خلك هم په تېرو خبرونو پسې ډېر سر نه ګرځوي.

 

د نن مهمه خبره سبا له ډېرو هېره وي. ډېر لږ خبرونه داسې دي، چې تر ډېره وخته پورې د رسنيو په تندي پاتې كيږي. د ښځو د حقونو او له هغوى سره د ناروا چلند د خبرونو په دغه هاى او هوى كې يوه نيمه ډېره حيرانونكې خبره هم رواځي. د ازادۍ راډيو په يوه راپور كې، چې د فرانسې د خبرې اژانس له قوله خپور شوى، هم د همدې موضوع اړوند داسې څه شته، چې د افغانانو په ګډون د ټول بشر لپاره حيرانونكي دي او شرمونكي هم. دغه راپور وايي چې د هندوستان د راجستان ايالت په يوه سيمه جيسلمر كې يو شمېر خلك خپلې لوڼه له زيږېدو سمدستې وروسته ژوندې په خاورو منډي.

 

په دغه راپور كې البته د دغه ډول خلكو شمېر ډېر ښودل شوى دى، ځكه راپور وايي د جنسيت د انډول له پلوه اوس د هندوستان په دغه ايالت كې د نجونو او هلكانو د شمېر تر منځ ډېر څرګند توپېر ليدل كيږي. د دغه خبر په لوستو سړي ته د جاهليت د وختونو قريش ور په زړه كيږي، چې په ورته توګه به يې لوڼې د شرم سمبول بللې او له زيږېدو وروسته به يې ژوندۍ تر خاورو لاندې كولې.

 

 د هندوستان په راجستان ايالت كې اكثر د راجپوت توكم خلك اوسيږي، چې تاريخ يې له جګړو ډك دى. يو شمېر تاريخپوهان وايي، پخوا به د يرغلونو له ډاره راجپوتانو خپلې لوڼه ژوندۍ ښخولې، خو اوس چې په دغه سيمه كې نه جګړه شته او نه يرغلونه، نو يوې ځايي مورخې اوما شنكر تياګي فرانس پرېس ته وويل، چې د نجونو د وژلو سبب فقر او بې سوادې دي. په افغانستان كې ممكن د دغه ډول جرم تصور هم نه وي، خو پورته ياد جرمونه هم كم نه دي. له دې سره تر څنګ بيا په افغانستان كې دغه موضوع يو بل اړخ هم لري. هغه اړخ دادى، چې لږ څرك يې له پكتيا ولايت څخه د پژواك خبري اژانس په تازه راپور كې تر سترګو كيږي. په دغه راپور كې ويل شوي دي، چې په زرمت ولسوالۍ كې د تېرو پنځو ورځو په اوږدو كې د اولاد د زېږون پر مهال درې تنو ښځو خپل ژوند له لاسه وركړ.

 

 د دغه ځاى د سهاكو په سيمه كې په يوه كلينك كې دوې تنه مېرمنې په يوه ورځ د اولاد د زېږون پر مهال مړې شوې. ځايي خلك وايي په دغه ځاى كې يوه قابله هم نشته او ان كله خو دغه ډول ښځې ولايتي مركز ګرديز ته په واورو كې وړل كيږي. سړي نه پوهيږي، چې د ښځو د حقونو فعالين او يا رسنۍ به دې ته څه نوم وركوي، خو رښتيا دادي، چې دغه ټول حوادث په يوه نا يوه ډول له يوه بل سره غوټه دي. د پېښېدو ستر سببونه يې ممكن د زمان او مكان د تغير او تبديل له امله يو څه توپېر سره ولري، خو دا چې ښكار يې ښځه ده وجه يي مشتركه او څرګنده ده.

 

د جرم د پېښيدو له انفرادي سببونو ورهاخوا دوه نور ستر سببونه داسې دي، چې د ښځې د دغه ډول ځوريدو د بنسټيزو عواملو په توګه پېژندل كيږي. دغه دواړه عوامل د سواد ټيټه كچه او په عين وخت بې وزلې ده.بده مګر داده، چې دغه دواړه بدمرغۍ جوړه ګرځي. چيرى، چې يوه پېښه وكړي، نو بله يې تر څنګ ولاړه وي او لومړيتوب يې هم نه معلوميږي، خو كه په دواړو غبرګ ګوزارونه وشي، نو بويه چې بشر به يې له شره خلاص شي.