چينايان هغه څوك وو چې لومړى ځل يي د تورو د چاپ كولو لپاره لرګينې دړې جوړي كړې. دوى دغه كار د ټانګ كورنۍ د واكمني په دور كې ( ۶۰۰ .A.D)  پيل كړ. په دغه ډول چاپ شوې ترټولو پخوانۍ كتيبه  يو بدهايي  مذهبي كتيبه ده چې په(  ۶۸۴) كې ليكل شوې او اوس هم دغه كتيبه د جاپان د مركز توكيو د خطي نسخو په يوه ميوزيم كې خوندي ده.

 

لومړى كتاب هم په چين كې چاپ شو چې د بدهايانو يو  مذهبي كتاب و. دغه كتاب وانګ چيك ليكلى و او د چاپ كال يي ( ۸۶۸)  ښودل كيږي. د(۱۳۷۷ ) د وخت چاپ شوي يو شمېر كتابونه د چين په موزيمونو كې اوس هم خوندي ساتل شوي دي.

كه څه هم مصريانو په ( ۳۵۰۰ ق.م )  كې كاغذ جوړ كړى و، خو اروپا ته كاغذ له يولسمي پيړۍ مخكې نه و راغلى. په اروپا كې د كاغذ لومړۍ كارخانه بيا  په (۱۱۲۰ م)  كال په اسپانيا كې جوړه  شوه. د دړي په وسيله د چاپ سيسټم اروپايانو په ( ۱۳۰۰ م)  كال وكاراوه. ويل كيږي چې جوهانس ګوتنبرګ نومى جرمن وتوانيد چې د ۱۴۳۹ م په خواوشا زمانه كې د چاپ تكنالوژي ته وده وركړي.